د کوچنیو کاروبارونو ساتنه

 
د پانګوالۍ د ازاد بازار د اقتصادي سیستم یوه ځانګړنه دا ده چې د دولت د نه مداخلې او یا محدودې مداخلې له امله لوی کاروبارونه د خپل پراخه پیمانه تولید په وسیله کوچني کاروبارونه له بازار څخه ویستلو ته اړ کوي. کله چې لوی کاروبارونه پراخه تولید کوي، نو د هغوی د في واحد تولید لګښتونه کمیږي او د تولید د لګښتونو کمښت د کاروبار د تولید شویو توکو د بیو د کموالي لامل کیږي، کله چې لوی کاروبارونه د کوچنیو کاروبارونو په پرتله خپل توکي ارزانه پلوري نو کوچني کاروبارونه ورسره سیالي نشي کولای او له ماتې سره مخ کیږي.
لوی کاروبارونه په خپل ځای د خورا اهمیت لرونکي دي او د یو هېواد د کاري ځواک ډېره برخه په همدغه ډول کاروبارونو کې په کار ګمارل کیږي، خو د دې تر څنګ د اقتصادي پرمختګ لپاره د کوچنیو کاروبارونو د اهمیت څخه هم سترګې نشي پټېدلای او د نوموړو کاروبارونو د ساتنې او حمایې لپاره باید اړین ګامونه واخیستل شي. د کوچنیو کاروبارونو ساتنه له دې امله هم اړینه ده چې د ټولنې ډېری وګړي په همدغه ډول کاروبارونو کې بوخت وي او د خپل ژوندانه اړتیاوې د خپلو کوچنیو پانګونو څخه پوره کوي.
د کوچنیو کاروبارونو د هڅونې په موخه باید د نوموړو کاروبارونو د پیل لپاره اړینې اسانتیاوې رامینځته شي، د هغوی لپاره په قوانینو کې ځانګړي امتیازات په پام کې ونیول شي او په ځینو مواردو کې ورته بلا عوضه مرستې یا سبسایډي هم ورکړل شي. د دولت اقتصادي مقررات هغه څه دي چې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا مخه نیسي ځکه خو نو څومره چې د نوي کوچنیو کاروبارونو په پیل او ثبت کې اسانتیا رامنځته شي په هماغه اندازه به د کوچنیو کاروبارونو شمېر او اقتصادي اغېز زیات وي. مخ پر ودې هېوادونه چې ټول اقتصادي جریان یې د همداسې کاروبارونو یوه شبکه تشکیلوي ځکه خو باید د کاروبارونو دغه ډول ته ډېره پاملرنه وکړي او د داسې کاروبارونو د ایجاد لپاره لازم فرصتونه او اسانتیاوې رامینځته کړي.
تکنالوژیکي پرمختګ یو له هغه عواملو څخه دی چې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري. نوې تکنالوژۍ د نوي کاروبارونو د پیل لګښتونه را کم کړي او د پانګوالو  سره یې مرسته کړې چې د کاروبار له پیل مخکې د اړیکتیایي تکنالوژۍ پر مټ د یو ځانګړي سکتور فرصتونه ارزیابي او په یو ځانګړي سکتور کې د ګټې د فرصتونو د موندلو وروسته هلته پانګونه وکړي.
د کوچنیو کاروبارونو د ساتنې او پراختیا په موخه لکه څنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه د نوموړو کاروبارونو لپاره باید د مرستو او پورونو د ورکړې اسانتیاوې رامنځته شي. په ډېری مواردو کې د داسې کاروبارونو د تمویل په موخه د کوچنیو پورونو د ورکړې ځانګړي بانکونه جوړیږي او په بیلابیلو سکتورونو کې د کوچنیو کاروبارونو په تمویل کې مرسته کوي. په وروسته پاتې هیوادونو کې چې د پانګې کمښت موجود وي د اقتصادي تحرک په موخه د دغه ډول بانکونو جوړول د کاروبارونو د تمویل لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره شمېرل کېدای شي. دغه ډول بانکونو شاید د دولتونو له خپلې بودجې او یا هم د پرمختګ لپاره د بهرنیو مرستو په وسیله تمویل شي.
په مخ پر ودې هېوادونو کې د کوچنیو کاروبارونو ساتنه له دې امله هم مهمه ده چې د وګړو د ژوندانه اړتیاوې د همدغسې کاروبارونو څخه د لاس ته راغلي عاید په وسیله پوره کیږي. د دې تر څنګ چې نوموړي کاروبارونه خپلو څښتنانو ته د کار زمینه برابروي، ځینې نور کارګر هم په ګوماري او په اقتصادي سیستم کې د نوو دندو د جوړښت سره مرسته کوي او د روزګار ګڼ فرصتونه رامنځته کوي. دولت باید د استخدام د لا زیاتو فرصتونو د رامینځته کېدو په موخه هم د نوموړو کاروبارونو ملا وتړي.
یو تخنیکي ټکی چې غواړو اشاره ورته وکړو دا دی چې د تکنالوژۍ کم پرمختګ هم د کوچنیو کاروبارونو پراختیا ته لار هواروي. په دې معنا؛ کله چې د تولید تکنالوژي پرمختللې نه وي او د تولید پروسه په عنعنوي ډول د کمزورې تکنالوژۍ پر مټ پر مخ بیول کیږي نو هېڅ کوم کاروبار د پراخه پیمانه تولید ځواک نه لري د کوم په پایله کې چې هغوی خپل سیال کوچني کاروبارونه له ډګر څخه ایستلی شي او دا چاره دې ته لار هواروي چې کوچني کاروبارونه په خپل ځای پاتې شي.
د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا بل راز اغېزناک اشتهارات دي. د دې لپاره چې یو کاروبار د خپلو اړونده توکو د بازار لویه برخه خپله کړي باید خپل تبلیغاتي اړخ غښتلی کړي. اغېزناک تبلیغات هغه څه دي چې کاروبارونه د خپلو سیالانو څخه مخکې کوي او د دغه پرمختګ  په پایله کې شاید کوچني کاروبارونه  په لویو کاروبارونو بدل شي.

دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.