د بر یالیو کسانو څلوېښت عادتونه

 
کرایگ هایپر، لیکوال،محقق ،مقاله لیکونی ،دټلویزیون چلوونکی او یو ویاند دی چې له ۲۵ کلونو راهيسې  يو پېژندل شوی کاريوه دی ،دی دهاپیر په نامه یوه ویب پاڼه هم لري چې ډیره ګټوره ده اوپه هغه کې یی لیکلي
((ما و غوښتل دکتابونو کومې برخې چې تراوسه مې ویلې اوکومې تجربې ،چې مې په ژوند کې لرلې  هغه  په ۴۰ کلیدي ټکو خلاصه او دنورو په اختیار کې ورکړم ترڅوپه هروخت کې وکولای شو هغه ولولوي او ګټه ترې واخلي )).
دی وايي کوم کتابونه چې د نړۍ په کچه پلورل کیږي اوپه خپله له انسان سره وي نور هم ترېنه ګټه پورته کړي ولې زه دا هیله لرم چې نور هم څه ولیکم چې تر څو ټولوته د ګټې وړ وګرځي
اوس دا تاسو اودا هم دبرياليو کسانو ۴۰ ځانګړتياوې   وېې لولی او قضاوت پرې وکړی
بريالي خلک
۱ هغوهغه فرصتونه ويني ،چې نور خلک ېې نه ويني .
( ۲ له ستونزو زده کړه ترلاسه کوي په داسې حال کې چې نور یواځې ستونزې ویني
۳ دستونزو په حل لارو تمرکز کوي .
(۴ په هوښیارۍ  سره خپله کامیابي جوړوي؛ په داسې حال کې چې نور دا هیله لري چې کامیابې  په خپله مخکې راځي.
( ۵ دنورو خلکو په څېر ډار لري خو اجازه نه ورکوي چې دغه ډار په ده باندې غلبه وکړي .
(۶ په سم ډول  پوښتنې له ځانه کوي . هغه پوښتنې چې هغه په ژوند کې له یوې ښې لارې چې ذهني او روحي اړخ ولري مخامخ کوي.
۷ په معمولي او وړه خبره شکایت نه کوي اوخپله انرژي په همدې شيانو له لاسه نه ورکوي هر چا ،چې له هرڅه یې  سرټکا وه  ددې لامل کیږي چې دژوند دلارې دمنفي ګرايي اوبې ګټې لامل شي .
۸ سرتمبګي نه کوي ( واقعا ګټه ېې څه ده؟) هغوی دخپلو کارونو پايله او مسوليت په خپله غاړه اخلي.
(۹ په هغه وخت کې ناچاره وي چې له خپل ظرفیت نه زیاته ګټه پورته نه کړي، همیشه دخپل ظرفیت دلوړولو لپاره یوه لار پیداکوي او له خپل ظرفیت د زیاته لوړه هیله لري . داکس هغه څه لري چې په راتلونکې وخت ترې نه ګټه پورته کړي
(۱۰ همیشه په کار اخته او فعاله وي کله ،چې ځينې خلک د استراحت په حال کې هم پرګرام او پلان جوړوي .
( ۱۱ خپل ځان له هغو خلکو سره ،چې دده هم نظره وي يو ځای کوي ،هغوی د داسې خلکو په ارزښت باندې ښه پوهيږي .
(۱۲ لوړې هيلې لري او داخوښوي ،چې حيرانونکی و اوسي ،هغوی په ډيرې هوښيارۍ سره انتخاب کوي ،تر څو ښه ژوند ولري ،او نه پرېږ دي ،چې ژوند ېې لا لهانده  او بې ګټې تېر شي .
( ۱۳  په دې ښه پوهیږي چې کوم شی  په ژوند کې غواړي اوڅه نه غواړي ،هغوی خپل هدف دقیقا ویني اوخپل ځان ته لاره پیداکوي نه ددې پرځای چې تنها لیدونکی دژوند وي .
۱۴ددې پرځای ،چې هغوی تقليد وکړي نوښتونه کوي .
( ۱۵  په خپلوکارونوکې نن اوسبا نه کوي اوښه ژوند ته درسېدولپاره  خپل وخت  له لاسه نه ورکوي .
۱۶ هغوی دژوند دښوونځي زده کونکي دي ،او دغه درس يادوي ،هغوی  دبيلابيلو لارولکه ،زدکړې،ليدل اوريدل،پوښتنه کوي ،لوستل ،او تجربو څخه ګټه اخلي .
۱۷ همېشه دقيق ګوري او دسمو لارو دپيدا کولو توانايي لري .
( ۱۸  دقيقا پوهیږي چې کوم کارونه پرمخ یوسي او دنورو په لکه مرغه يو ځای بل ځای ته ټوپ نه وهي.
۱۹ خطر ناک او سخت کارونه تر سره کوي ،لکه مالي حسابونه او نور ..
۲۰ له هغو ستونزو او ننګونو سره ،چې ورسره مخ کيږي په سړه سينه ورسره مخا مخ کيږي او هيڅ کله سر نه ورته ټيټوي ،له کومو ستونزو سره مخامخ کيږي له هغوی څخه دپرمختګ لپاره تجربه اخلي .
(۲۱خپل سرنوشت اوژوند قسمت او تقدير ته نه پرېږدي ،هغوی په دې باور دي ،چې دښه ژوند په خپله ځان ته جوړوي
( ۲۲ کله ،چې ډير خلک کار نه کوي دوی په کار لګيا وي ،هغوی مخکې له دې ،چې کار ته مجبور شي ترې وړاندې کار کوي .
۲۳ دډيرو خلکو په شان په خپلو احساساتو کنترول لري ،هغوی هم هغه ډول احساسات لري ،چې مونږ ېې لرو ولې هيڅ کله ېې دچا په  وړاندې نه څرګندوي .
(۲۴ دډیرو خلکو سره  ښې اړیکې لري او دهمدغو ښو اړیوکو له لارې خپل کارونه پرمخ وړي
(۲۵ دخپل ژوند لپاره یوه برنامه لري اوکوښښ کوي خپله برنامه عملی کړي . دهغوی دژوند کارونه پلان شوي او په خپل وخت سرته رسيږي .
(۲۶ په داسې وخت کې چې ډیری خلک په هرقیمت چې غواړي له کړاوونو اوپه سختو شرایوطو څخه راووځي ،موفق خلک دخپل کار په قدر پوهيږي او کوي ېې.
(۲۷  دژوند ارزښتونه ورته معلوم دي او خپل ژوند دهمدغو ارزښتونو پر بنسټ مخ ته وړي .
۲۷انډول لري،کله ،چې مالداره وي پوهيږي ،چې پيسې او برياليتوب سره ورته ندي ،هغوی پوهيږي ،چې هغه خلک ،چې يواځې ېې پيسې لرل مطلب وي کاميابه ندي ،داپه داسې حال کې ده ،چې دیری خلک فکر کوي ،چې برياليتوب يوازې په  پيسو کې ده خو په دې نه پوهيږي ،چې پيسه لرل دبرياليتوب لپاره دوسايلو څخه يوه وسيله ده.
(۲۹ په خپل ځان باندې دکنترول لرلو په اهميت باندې پوهيږي ،هغوی ځواکمن دي او په هغو لارو ځي ،چې کم خلک کولای شي پرې لاړ شي .
( ۳۰ له خپله ځانه ډاډه دي  اوپه وړو احساساتو  لکه چيرته ژوند لري،څه کوي او خلکو ته به څنګه په نظر کې ورځي پاملرنه نه کوي .
) ۳۱ لاس او زړه یې همېشه مهربانه  وي اود دې لپاره چې له نورو سره کومک وکړي ترڅو پورې هغوی غوښتنوته ورسوي  له دې کاره خوشحالیږي.
(۳۲ خاکساره وي ،خپلې سهوې اونيمګړتیاوي په خوشحالۍ سره مني اوپه ډیر نرمښت سره بښنه غواړي، هغوی دخپلې ځواکمنتيا له امله ډاډه وي خو په هغې باندې مغروره کيږي نه، هغه په دې خوشحالیږي چې له نورو نه یی زده کړي .
33) خبر مننونکی وي اوبدلون غنیمت ګني . کله داسې وخت هم راځي چې ورځیني  عادتونه اونرموالی ېې په مخ کې  رځي، له هغه ګټه پورته کوي اوپه خلاصه غېږه نوی وضعه مني.
34) همېشه دخپل وجود سلامتيا ته پاملرنه کوي او پوهيږي ،چې بدن ېې دکور په شان دی  ،چې په هغه کې ژوند کوي او په همدې خاطر دبدن روغتيا دهغوی لپاره ديره مهمه ده .
۳۵ ديولوی او باقوته مشين په شان دی ،سخت کارونه کوي او سستي نه کوي .
۳۶ همېشه دخپلو کارونو دغبرګون په تمه ده.
۳۷ له بدو او بې کاره خلکو سره ناسته پاسته نه کوي .
۳۸خپله انرژي او وخت په هغه څه ،چې دده له واکه وتلې وي نه مصرفوي.
۳۹ پوهيږي ،چې څه ډول استراحت وکړي او دمه شي،له ژوند څخه خوند اخلي ا و پر مخ ځي.
۴۰ خپلې زدکړې بار بار تکراروي او زده کوي ېې ،خيالي ژوند نه کوي هر څه ته فکر کوي او حرکت کوي