
ته چې پيدا شوې په دنيا باندې سما خوره شوه
ښکلې ښکلا خوره شوه اې محمده (ص)!
تياره شوه ورکه هر طرف باندې رڼا خوره شوه
ښکلې ښکلا خوره شوه اې محمده (ص)!
ستا تر راتګ پورې د ظلم انتها وه دلته
د ښځو شتون به هر يو کور لره سزا وه دلته
زور او زياتی و د مظلوم په کور ژړا وه دلته
ستا په راتګ سره په هر طرف قضا خوره شوه
ښکلې ښکلا خوره شوه اې محمده (ص)!
خلک تيارو کې ول بوتانو ته سجدې کيدلې
د خورا زياتو خدايانو بندګۍ کيدلې
يا به د اور يا به عبادت د سپوږمۍ کيدلې
ستا په لارښود باندې ناره د لا اله خوره شوه
ښکلې ښکلا خوره شوه اې محمده (ص)!
ټول ګمراهان ول ټول په جهل مبتلا ول خلک
ستر پرده نه وه بې ستره بې حيا ول خلک
لاره ترې ورکه وه بې لارې بې پروا ول خلک
لار د قران دې ورته وښوده حيا خوره شوه
ښکلې ښکلا خوره شوه اې محمده (ص)!
حامد روشن