پښتنه پېغله


غمونو ستړې کړم ستي شوم خو چا خپله نه کړم
آخر په صبر عادتي شوم خو چا خپله نه کړم
دښکلا تخم وم ، غوټۍ شوم په ګلونو راغلم
دګلاب څانګه وم ، اغزی شوم خو چا خپله نه کړم
وړه ماشومه وم دکلي په کوڅو کې لويه شوم
ورو ، ورو بلده په منګي شوم خو چا خپله نه کړم
دحيا ستر مې دسترګو تر څنګ وساتلو
په سينګار پوهه ، لباسي شوم خو چا خپله نه کړم
دژوند بيرغ شوم داسيا په غرونو ورپېدم
په کابل جان کې آزادي شوم خو چا خپله نه کړم
دملالۍ تاريخ مې وګاټه دجنګ په ټپه
دهر غازي دآس ځونډی شوم خو چا خپله نه کړم
د « مجاهد » زړه ته مې جوړې کړې دوړانګو لارې
دځوانو هيلو خوشحالي شوم خو چا خپله نه کړم