د افغان زده کوونکو وضعیت په پاکستان کې

 
سره له دې چې د افغانستان روان حکومت  چې بنیاد یې د طالبانو د رژيم د ړنګېدو څخه وروسته د نړيوالو دولتونو او ځینو افغان چارواکو په ګډون په بن کنفرانس کې مینځ ته راغی، دغه دولت د تېر ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ وکړای شول، چې د هېواد په زیاتو سيمو کې هر افغان ماشوم ته د ښوونځي د تللو زمینه برابره کړي، هغوی ته خپل ملي بیرغ، تېر شوي ملي اتلان وروپېژني او د دې تر څنګ یې یو ځل بیا افغانستان د افغانانو کور کړ، تېر ولسمشر حامد کرزي دا کار هم وکړ چې چې افغانان يې د یو خورا غښتلي ملي ځواک خاوندان کړل.
 خو ډېر په خواشينۍ سره  ویلی شم چې لکونه افغان زده کوونکي يې د پاکستان د ملي بیرغ ته د سلامي کولو او یا د هغې لاندې د ژوند تېرولو څخه خلاص نه کړل، دغه کار اوس هم دوام لري او یا ختم نه دی، لکونه افغان زده کوونکي هره ورځ اوس هم  د پاکستان ملي بیرغ ته  سلامی کوي او بیا د هغې لاندې ژوند کوي.
له دې ټولو درد لرونکې یې داده، چې هغوی ته ملي اتلان قایداعظم محمد علي جناح، علامه اقبال، ټيبو او بېنظیر بټو ورپېژندل کېږي، دغه لکونه افغان زده کوونکي که له یوې خوا له تیارې څخه رڼا ته راوځي، نو له بل لورې د یوې داسې تورې تیارې پر لور بېول کېږي، چې بیا به د نړۍ هېڅ ښوونکی ونه شي کړای چې د ژوند لارې ته یې په لاره کړي، دا زده کوونکي د خپل هېواد د رښتيني تاریخ، خپلو ملي اتلانو او د افغانستان ملي ګټو څخه نا خبره پاتې کېږي، د بل لورې دوی د خپلوښوونکو په قطارونو کې داسې کسان هم لري، چې هغوی د افغان ځواکونو په وژلو، پل او یا د سرک ورانونې په خاطر ځانونه اتلان بولي.
که له یو لوري دا لکونه زده کوونکي د وطن پر خلاف روزل کېږي، ځکه چې دغه افغان زده کوونکي له یو داسې چا زده کړه کوي، چې هغوی کامیابي په جنګ کې بولي، دغه لکونه زده کوونکي د اول ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې چې د انسان لومړنۍ او بنیادي زده کړې دي، په دغې وخت کې دوی ته ملي بیرغ شین او سپین ښودل کېږي.
او د دې پر ځای چې دوی ته ملي اتلان میرویس نیکه، احمد شاه ابدالي او یا ملالۍ وروپېژندل شي، دوی ته قاید اعظم محمد علي جناح، ټيپو او یا بېنظیر بټو ورپېژندل کېږي، په دغو لکونو افغان زده کوونکو کې ډېر داسې زیات شمېر زده کوونکي هم پیدا کېږي، چې خپل ملي بیرغ تر اوسه نه پېژني، دوی په دې نه دي خبر چې زمونږ ملي بیرغ له تور، سور او زرغون رنګونو جوړ دی، ځکه چې دغه لکونه افغان زده کوونکي او زرګونه ښوونکي له کلونو راهیسې د پاکستان ملي بیرغ لاندې د ژوند ډېرې شېبې تېروي.
نو کله چې دغه زده کوونکي لوی شي له یوې خوا د خپل هېواد له رسم رواج سره نابلد او له بل لوري یې ذهنونه داسې تربیه شوي وي چې د خپل ځان کامیابي په جنګ کې بولي، دا کار ځکه کوي، چې نه دوی ته خپل ملي تاریخ ښودل شوی او نه ملي ګټې.
پټه دې پاتې نه وي چې دوی داسې ښوونکي هم لري، چې په هر درسي ساعت کې ماشومان  ځانمرګو بريدونو او په افغانستان کې جنګ ته هڅوي.
ای ښوونکو خپل شاګردان سولې ته وهڅوئ او هغوی ته د هېواد رښتينی تېر شوی تاریخ، او تېر شوي ملي اتلان وروپېژنئ تر څو دوی د تېرو شوو ملي اتلانو له کړو وړو یو څه زده کړي او په راتلونکې کې د هېواد رښتيني خدمتګاران جوړشي.
محمد مبین(هڅاند) شینواری