تنده

 
هرې خوا ته شور او غوغا جوړه ده، څوک ښکته او څوک پورته منډې وهي، ویرونه دي، دردونه دي، ژړاګانې او انګولا ده، د غم څاندې له هرې خوا اوریدل کیږي، په هر کور او کلي کې د میندو له سترګو وینې څاڅي، ماشومان شلیدلی ګریوان، ابلې خپې، د اوښکو سترګې، لاسونه په سر د کور انګړ ته د انتظار شیبې شماري، د کور بوټې، تیږې او دیوالونه چپه خوله حالاتو ته د سوالیه نشان په انداز د ځمکې اور او په هوا کې شنو لوخړو ته په تماشا دي. د کلي ونې او بوټې اوس د اوبو پرځای په وینو خړوبیږي په هغه وینه چې هر څاڅکی یې له خپل وجود څخه په خپل ذات کې یو سوال دی او جواب یې تنده ده، داسې تنده چې د هاړ او پشکال په میاشت کې روژه دار تږی وي لیکن نن انسانان په سخته ګرمۍ کې د اوبو پر ځای د وینو تږي دي داسې تږي چې په جامونو جامونو نه بلکې په ویالې او ډنډونو یې هم خوا نه سړیږي.
د کلي کورونه، میدانونه، حجرې او جوماتونه خالي دي هر وګړی چې هر څه یې لاس ته راځي اخلي او د دې تږي او جل وهلي ښاره په منډو او تیندکونو ځان اوباسې ولې چې کیدای شي خپله تنده يې پاتې او د بل خړوبولو ته پاتې شي، پدې هوډ او نیت به وځي ګواکې د وحشت، بربریت، ظالم او جل وهلي ښار اوسیدونکي له تودوخې سړیدو وروسته به بیرته راستون شي، خو دوي ته څه معلومه وه چې دا تنده به دومره سخته او اوږده شي چې شپږدیرش کاله به وخت واخلي خو د جل وهلو به خوا سړه نشي.
هو! پوره شپږدیرش کاله وشول اوس یې اوه دیرشم کال پیل شو خو د دوي تنده ماته نشوه او اوس هم لګیا دي په خپل مینځ کې د یو او بل وینه داسې په آسانه، سړه سینه او خوشحالۍ سره څکي لکه د صحرا لاروی چې په ټکنده غرمه کې یې له تندې ژبه راوتلی او اوبو پسې یوه خوا بله خوا سرګردانه منډې وهي او څوک ورته جام وړاندې کړي د ډیرې وارخطایۍ او خوشحالۍ نه کنډول په سر واړوي او تنده يې ماته نشي.
ای لویه ربه!! ای د همدې مخلوق خالقه!!! ای د وچو ټټرونو خړوبونکیه!!!! تاته وایم!!!: نور بس دی!! یا خو خپل دا تږی مخلوق سیرابه کړه او که داسې دې خوښه نه وي نو بیا یې په همدې تنده کې لدې هستۍ څخه نیستۍ ته برابر کړه، ولې چې د دوي په بود کې د نورو نابودي ده، د دوي به تنده نه ماتیږي او نور به د خپلو کورونو څخه لرې!!!! تر څو به خپلې ځوانۍ خاورې کوي؟! تور ویښتان سپین کړي؟! څوک خیراتونه غواړي! څوک کباړ ټولوي!! څوک د پردیو کورونه پاکوي!! په ګرمو بټیو کې ښښتې اچوي! د ظالم ظلم او د بیګانه و ناکردې زغمي!!!! آیا دا ټول د همدې دپاره دي چې ستا دا څو بې ضمیره، بې احساسه، بې وجدانه او له انسانیته لرې مخلوق خړوب شي؟؟!!!
لویه ربه!!! رحم! رحم! رحم! اللهم ارحم علی حالنا و لا تنظر الی سوء اعمالنا! نور بس دی!! خپلې لړزیدلي، دردیدلي، سوځیدلي، تڼاک او نهایت د بې وسۍ لاسونه ډیر په سوال او زارۍ درته لپه کوم چې زموږ په حال ورحمیږه هغه رحم کوم چې ستا د خالقیت، مالکیت، رحمانیت او سمیعیت شان سره ښایي، ته خو غفور او رحیم ذات یې او د خپلې شان او وعدې خلاف نه کوې، اوس نو وخت راغلی چې زموږ سوال، زارۍ، چغې او د در کړیږې واورې، او دا سروالی او بروالی، تیت او پاشان، ګډ وډ، او بې امنه هیواد او هیوادوالو ته مې په خپل هیواد کې امن او سلامتي راولې او دا نوی کال راته د سولې او آرام کال وګرځوې. ته مو د دې جوګه کړې چې پر مونږ رحم وکړې! ته خو له مور څخه اویا ځل زیات په خپلو بندګانو رحیم یې! نو رحم الهي رحم!
آمین