د افغانستان لپاره څوک ژاړي؟

یورګن تودنهوفر
 ژ: زيږ افغان
دلته هغه فکتونه دي، کوم چې سیاستمداران یې له موږ څخه پټوي:
۱) ۱۰۰۰۰۰ (سل زره) افغانان ووژل شول (د اتمي جګړې پر ضد ډاکټران). کرزي ماته پخپله وویل، چې نیمایي مړي د امریکې د متحده ایالتونو په اکونټ کې حسابېږي. یوازې د جګړې په لمړي کال کې ۱۲۲۸ (یو زرو دوه سوه اته ویشت) شېندونکې بمې سره له ۲۵۰۰۰۰(دوه لکه پنځوس زره) جلا چاودېدونکو توکو وکارول شوې. د معیوبانو شمېر چاته څرګند نه دی. په همدې توګه ۳۴۷۶ (درې زره څلور سوه شپږ اویا) لویدیز سرتېري بې ځایه ضایع شول. د څه لپاره مړه شول؟ کوم سیاستمدار یې مسئولیت په غاړه اخلي؟
۲) د شورویانو وتلو ته ورته د مقاومت مبارزین د اطرافو په سیمو باندې حاکم دي. افغاني لشکرې پرته له امنیته په لویو ښارونو کې مېشته دي. هر کال د رسمي ارقامو سره سم ۱۸٪ سرتېري دنده خوشې کوي. معتبره افغانستان څېړونکي له ۴۷٪ څخه حرکت کوي. طالبان هر چېرې په خپلې خوښې سره سم تېری کولای شي. د معمولي پوځ څخه په توپیر سره ګوریلا او پارتیزان مجبورن یوه جګړه په نه ماتېدونکې توګه شا ته پرېږدي، نو بیا دوی ګټونکي دي.
۳) د افغانستان جګړه د ترور روزنې یو بدمرغه پروګرام وه. د سپتمبر له ۱۱مې وړاندې یو څو ۱۰۰ (سلو) نړېوالو تروریستانو شتون لاره. نن په ټولې نړۍ کې په زرهاوو تروریستان شتون لري. دوی خپل پوځ لري، د خپلو دولتونو بنسټ ږدي. په ۲۰۱۳م کې د ۲۰۰۰م کال په پرتله په نړۍ کې ۱۳ ځله ډېر تروریستي یرغلونه تر سره شول. تر ټولو وړاندې په نږدې ختیز کې (»د اقتصاد او سولې لپاره انسیتوت«).
۴) په افغانستان کې له سولې خبرې نشي کېدای. د انګرېزي معتبرې خپرونې »ایکونومیست« د »نړېوال – اندېکس« په حواله افغانستان په ۲۰۱۳م کال کې د نړې تر ټولو بې سولې هېواد وه. له عراق، سوریې او سومالیا څخه هم بې سولې.
۵) د »ناکامه دولتونو« په لیکه کې افغانستان په آسیا کې لمړۍ ځای او په ټولې نړۍ کې ۷م ځای نیسي. (د »سولې لپاره بنسټ« سازمان »د ناکامو دولتونو اندېکس«، واشنګټن).
۶) د شمالي کوریا او سومالیې سره یو ځای افغانستان د »نړېوال شفافیت« په حواله د نړې د تر ټولو مخلتص هېواد شمېرل کېږي. افغانستان پرته له اعتراضه د باسل انستیتوت (ICAR) د پیسو پرېمېنځول – اندېکس په سر کې ځای لري. د نړۍ د پیسو پرېمېنځلو- مخکښه ډله په افغانستان کې سره ګوري.
۷) د تیري، روغتیا او اېکسترېمې بېوزلتیا په برخه کې د ښځو لپاره د »رویتر بنسټ« په حواله افغانستان د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی. د کونګو له دېموکراتیک جمهورت څخه لا وړاندې.
۸) د جنایت په نړېوالې – درجه بندۍ کې افغانستان د طالبانو کلکو سخت دریزو راپرځېدو څخه وروسته په آسیا کې لمړی ځای او د نړۍ په کچه ۱۰م ځای ونیوه.
۹) په ډېرو ولایتونو کې د جګړه سالارو هېڅکله نه بې وسلې کېدونکي، بلکه په نویو او مدرنو وسلو سمبالېدونکي جنایتکوونکي پوځونه خپلې خوابدونکې چارې ترسره کوي. البته د ناتو په پټ موافقت سره. جنګي جنایت کاران لکه وینې څښونکی دوستم د امریکې د متحده ایالتونو تر ټولو ښه ملګري دي. د امریکایانو په لاس د افغاني عوامو او بندیانو د قتل څېړنه نه کېږي. شکنجې خو هېڅکله هم نه. د متحده ایالتونو د جمهور رئیس د ویناوو سره سره. د افغانستان عدلیه ماشین د دولت تر ټولو مختلصه برخه ګڼل کېږي. عدالت په افغانستان کې یو پردی توری دی.
۱۰) د ملګرو ملتونو پر حواله د روزنې په سکتور کې وضعیت فاجعه جن دی. ۴۷٪ ښوونځي ودانې نلري، ۷۵٪ ښوونځي تشنابونه نلري.
۱۱) لا هم پخپله د متحده ایالتونو په حواله یوازې ۴۰٪ نجونې ښوونځي ته ځي (البته دا هم د امریکایي متجاوزینو مبالغه ده – ژباړن). یوازې ۳۰٪ کولای شي تر ۶م ټولګي پورې ورسېږي. یوازې ۱۳٪ ښونځی سرته رسوي. د ۴۱۶ ولسوالیو څخه یوازې ۵۰٪ له سره د نجونو لپاره یو لمړنی او یا منځنی ښوونځی لري. یوازې ۲۰٪ د نجونو لېسې لري. هغو ځایونو کې چې ښوونځي شتون لري، د ملګرو ملتونو د سازمان او نیویارک ټایمز په حواله د طالبانو رهبران هم خپلې نجونې ښوونځیو ته لېږي. ان په هغو سیمو کې، چې طالبان یې یوازې کنترولوي. د دې مسئلې لپاره هېڅکله د یوې جګړې اړتیا نه وه.
۱۲) له څلورو څخه درې برخې افغانان د نړېوال بانک په حواله د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د نړې په بل هېڅ هېواد کې له پنځو کلو واړه ماشومان دومره ډېر د لږخوړو ناروغتیا څخه رنځ نه وړي. افغانستان په آسیا کې د دې عمر په ډلې کې د مرګ تر ټولو لوړه کچه لري. د شېدې رودونکو ماشومانو – مړینې په برخه کې دغه هېواد د نړې په کچه په لمړۍ درجې کې ځای لري (سرچېنه: د سي آی اې نړېوال فېسبوک، د ۲۰۱۴م وړاندوینه).
۱۳) په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو د کوکنارو، د هیروئین لپاره لمړني موادو، کرل نږدې صفرته راټیټ کړل. په نړېواله کچه چمتوالی یې ۶۵٪ ته راوغورځاوه. اوس نږدې ۹۰٪ هیروئین له افغانستان څخه سرچېنه اخلي.
۱۴) واقعي دېموکراسي هم په افغانستان کې شتون نلري. د ولسمشرۍ ټاکنې د ټولو کاندیدانو لخوا جعل کېږي. په پای کې د ټاکنو ګټونکی د »غویانو په ناوړه معاملې« کې د امریکې متحده ایالتونو د ټاکونکې مداخلې تر اغېزې لاندې راجوتېږي.
۱۵) د نړېوالو پرمختیایي مرستو او امریکایی سرتېرو (GIs) ځواکمنو پېرودلو سره سره افغانستان د هغو ۲۰ دولتونو په ډله کې دی، چې د هر وګړي په سر عاید یې په نړۍ کې تر ټولو ټیټ دی. د جرمني یو پرمختیایي – وزیر، کوم چې نن د خپلې خولۍ په کچه د وسلو صنعت لپاره کار کوي، ادعا کړې وه، چې ملکي بیارغونه پر پوځي چارو باندې لمړی توب لري. رښتیا دا دي: د جرمني په برخه کې د پوځي مصارفو کچه د پرمختیایي مرستو په پرتله ۴ : ۱ دي. د امریکې متحده ایالتونو په برخه کې ۲۰ : ۱ په پرتله دي. د متحده ایالتونو – پرمختیایي مرستې نیمایې په افغاني امنیتي ځواکونو باندې ولګېدې. د متحده ایالتونو ۴۰٪ ملکي پرمختیایي مرستې د ګټې او معاشونو په توګه بېرته د امریکې متحده ایالتونو ته وبهېدې.
۱۶) په ګرده توګه د امریکې متحده ایالتونو د افغانستان جګړې لپاره تر ۲۰۱۳م کاله پورې ۶۴۰ میلیارده ډالره (له پرمختیایي مرستو څخه پرته) ورکړي. د دې کال تر پایه پورې په واقعیت کې د امریکې متحده ایالتونو ټول پوځي مصارف اجازه لري نږدې ۷۷۰ میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسېږي (سرچېنه: د ملي امنیت لګښتونه). په دې روپو سره سړي کولای شوای افغانستان ته د یوه روغ او شتمن دولت په لور وده ورکړي.
۱۷) د هغه پر ځای د امریکې متحده ایالتونو په افغانستان کې غټې هوایې اډې جوړې کړې. د نورو تر څنګه په بګرام، کندهار او شینډنډ کې. له دې ځایه به د امریکې متحده ایالتونه په راتلونکې کې خپلې جګړې په آسیا او منځني ختیز کې پر مخ یوړي. له دې ځایه به د دوی درونونه (Drohns) د وژونکو چارو لپاره چالان شي. په افغانستان کې د متحده ایالتونو له ۹۸۰۰ پاته شویو سرتېرو څخه لویه برخه به د دې لپاره وکارول شي. او نه هغسې چې ادعا کېږي، د افغاني لښکرو روزنې لپاره. د افغانستان جګړه د درواغو یو جګړه پاته کېږي. افغانستان به، هغه ته چې د امرکیې متحده ایالتونو ګواکې سوله او ازادي راوړله، د امریکا د مرکزي آسیا د بمومنو جګړې موخه (نښه) وګرځي.
ګرانو ملګرو، ناټو په ماتې سره د دې کال په پای کې خپل پوځونه د ۱۲۰۰۰ سړویو تر بریده له افغانستان څخه اوباسي. د سي آی اې – بوختو لویو چارواکو څخه پرته. دوی د خپلو جنګي موخو څخه یوې ته هم ونه رسېدل. طالبان نن هم لږ تر لږه هومره ځواکمن دي، لکه ۱۳کاله پخوا چې وو. دوی کولای شي هر مهال د دغه هېواد واک د ناتو له وتلو څخ وروسته په لاس کې واخلي. ناتو په افغانستان کې جګړه وبایلودله. هم هغسې چې شوروي اتحاد په خپل وخت کې. دا د ټولو وختونو د تر ټولو لوی پوځي ځواک لمړې ماته ده.
د اکثره افغانانو لپاره جګړه یوه تراژیدي وه. یوه ملګري وکیل، څوک چې د جګړې قربانیانو غمخواري کوي، ماته څو ورځې وړاندې ولیکل: »اکثره یتیم ماشومان نور ښوونځي ته نه ځي. لږ څوک د هغو غم خوري. ګاونډیان او خپلوان مجبور دي په خپله مبارزه وکړي، تر څو ژوندي پاته شي. تر ټولو وړاندې د نجونو وضعه غمجنه ده. بې وسه خپلوان هڅه کوي، تر ټولو وروسته وروسته هغوی په ۱۵ کلنۍ کې په واده غوښتونکو سړیو وپلوري. د ۱۰۰۰ ډالرو ولورو په بدل کې. تر څود د کورنۍ او د نجونو د ژوند لګښت ترلاسه کړي. کله کله موږ کولای شو په وروستۍ شېبې کې مداخله وکړو. خو موږ نه پوهېږو، چې ماشومان به په څه ډول ژوندي پاته شي. دوی په ترخه بېوزلۍ کې ژوند کوي. اوس په ژمي که بیا د هر څه نه شتون شته دی.«
د افغانستان د ۱۳ کلنې  جګړې د بیلانس په هکله وپوښتل شو، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي »واشنګټن پوست« ته ځواب ورکړ: »افغانان په داسې یوې جګړې کې مړه شول، کومه چې زموږ جګړه نه وه. څنګه کېدای شي، دا زموږ جګړه واوسي، کله چې د متحده ایالتونو الوتکې هغه موټر بمباروي، کوم چې فامیلونه ترانسپورتوي؟ زما سلامونه د امریکې خلکو ته ورسوی. او د متحده ایالتونو – رژیم ته زما غوسه، زما بې بریده غوسه.«
افغانستان ته خدای یوازې د ژړلو لپاره راځي.
ستاسو یورګن تودنهوفر
یاددښت: سباته کولنر شتد – انڅایګه (د کولن د ښار خپرونه)، فرانکفورتر روند شو، برلینر څایتونګ او میتل دویچه څایتونګ هم وګوری!