د تحقیق په مهال د تورن د رواني حالت څیړنه

 
داچې جرم  یومغلق عمل دی نو دجرم دکشف اودمجرم د پیژندلولپاره یوې مبتکرې اومسلکي پروسې ته اړتیا لرو، ځکه تر وروستي بریده مجرم هڅه کوي ترڅوکړی جرم یی پټ اواړوندې ادارې ونشي کړای مجرم ومومي، په ځانګړي توګه مسلکي اومتکرر مجرمین، خومهمه داده ترڅودڅارنوالۍ مستنطقین اودامنیتي ارګانونوتحقیق کوونکي دمتهم رواني حالات ترکره څیړني اوځیرنې لاندې ونیسي، ترڅوداصلي مجرم په پیژندنه کې ورسره مرسته وکړي،  دلته غواړم لږه رڼا پرې واچوم .
دجرم ارتکاب د مرتکب شخص رواني حالت هرومرو تراغیزلاندې راولي اودا اغیزپه عمومي توګه یادپښیمانۍ اویادبري په بڼه د شخص په کړووړوکې څرګندیږي ، دبیلګې پتوګه تاسویومستنطق یاست اوڅلور کسان په یوه وژنه تورن دي، نوتاسواړیی چې له  څلوروواړوبیل بیل تحقیق وکړئ، څه چې ستاسولپاره ډیراړین دي هغه دهریوه تورن عاطفي احساسات دي خویوتحقیق کوونکی باید دڅوتنوترمنځ دعاطفي احساساتوپه پرتله ښه پوه وي، دبیلګې په توګه تاسودتحقیق په مهال لدې وروسته چې دجرم دپیښیدوپه اړوند  مسلکي پوښتنې ګرویږونې پاي ته ورسوئ دتورن دعاطفي احساساتودڅرګندولولپاره یوه داسې پیښه یادوئ چې ګڼوبیګناه خلکوته پکې مرګ ژوبله اوښتې، اویادخپل کاري ژوند یوه تجربه چې مجرم بیرحمانه څوک وژلي وي یادوئ ، اوس نوتاسودتورن رواني حالت ارزوئ اونتیجه یی له ځان سره پدې توګه یاد داشت کوئ .
فرض کړئ چې لومړی تورن دپیښې داوریدوپه مهال ډیرتراغیزلاندې راځي اویوډول عاطفي غبرګون ښیی، په پای کې یی تاسودنوم مخې ته دڅلورو عدد (۴) ولیکئ ، ، اوس نودویم تورن ته کټ مټ هماغه کیسه تکرارکړئ اوبیا یی هم دنورو په څیر غبرګون وڅارئ که تورن یوډول وارخطا اودپیښمانۍ احساس وښیی بیله دې چې ستاسوکیسې ته ډیرغوږونیسي، دنوم مخې ته یی د ددرې (۳) عددولیکئ اوس نو دریم تورن ته هماغه کیسه تکرارکړئ اوبیا یی په ځیرعاطفي غبرګون وڅارئ اواحساسات یی ولولئ یعني داوریدوپه مهال یی دڅیرې، لاسونواوحتی دپښوحرکات په ځیروڅارئ که ستاسوتورن له حده زیات اویا یوډول  مصنوعي عاطفه وښیی دنوم مخې ته یی ددوو(۲) عدد ولیکئ ، اوس نو څلورم تورن ته بیاهم هماغه کیسه تکرارکړئ اوپه ځیریی عاطفي احساسات وڅارئ که تورن یوډول بې احساسه وواوستاسوکیسې اوپه کې نغښتي تراژیدیکې پیښې هیڅ اغیزپرې ونکړواوډیرډاډه معلومیده ، نو دنوم مخې ته یی دیو (۱) توری ولیکئ ، اوس د لومړیتوبونو دغوراوي له کړنلارې کارواخلئ ، پدې ډول !
لومړۍ شمیره به تاسوته ترټولومشکوک تورن په ګوته کړي نوتاسوبایدپه لومړي مشکوک باندې ډیرې څیړنې وکړئ ، ځکه په ټولیزه توګه متکرراومسلکي مجرمین عاطفي احساسات نلري نوهیڅکله له تراژیدیکوپیښونه اغیزمنیږي ، داډول کسان ډیربیرحمه وي اوتل ډیرپه ځیرجرم ترسره کوي اودپیښې په ځای کې ورڅخه لږثبوت پاتې کیږي خوداباید دیوه اصل پتوګه ومنوچې مجرم که هرڅومره مهارت ولري هرومروورڅخه دجرم په ساحه کې یوه نښه پاتې کیږي .
دوهمه شمیره بایددڅیړنوپه موخه ستاسودویم مهم تورن وي ، په ټولیزه توګه هغه کسان چې یوډول ریایي عاطفه ښیی ډیره لږه شو نتیا لري چې پخپله دې جرم ترسره کړي ، داکسان ډیری وخت دجرم اصلي طراحان اویا دجنایت په هکله دمهمو معلوماتو لرونکي وي ، ددې کسانواړیکې له خلکوسره زیاتې اوهغه کسان چې ورسره په ګاونډکې اوسي داکسان دنیکوخلکوپنوم پیژني چې په حقیقت کې ددوي پیژندنه دجنایي جرمونودڅیړونکولپاره ډیره ستونزمنه ده ځکه دوي ډیری وخت هیڅ ثبوت دپیښې په ځاي کې نه پریږدي خواکثره دا کسان داصلي مجرم له پیژندنې وروسته پیژندل کیدای شي ، نویومستنطق اویا دجرم په هکله څیړونکی دا دوه شمیرې بایدترکلکې څارنې لاندې ونیسي .
دریمه شمیره عموماٌ احساساتي کسان دي اوهیڅکه په یوه متکرراومسلکي مجرم نه اوړي ، داکسان دجرم په ساحه کې ډیرې نښې پریږدي یومسلکي اوځیرک مستنطق کولی شي ډیرژرورڅخه ټول حقایق په لاس راوړي اوعموماْ په ناموسي اوانتقامي وژنوکې د لومړۍ شمیرې تورن کڼل کیږي که تاسوورسره خبرې وکړئ  تل ځان په حقه بولي اوډیری وخت ددویمې شمیرې تورن لدوي څخه کاراخلي ، بایدپه یاد مووي چې داکسان ډیرپه ندرت سره دغلاوواویا جنسي تیریوپه پیښوکې ښکیل وي خوپه مذهبي اویا نوروانګیز وي جګړوکې یی کارول ډیراسان کارګڼل کیږي ، برعکس دڅارګریزوموخولپاره نشي کارول کیدای .
څلورمه شمیره عموماٌ بیګناه تورن وي ، داکسان په فطري لحاظ دلویواوپلان شویوجرمونود سرته رسولووړتیا نلري تل هوښیار ، عاطفي اوآرام خلک وي  .
داچې جرم یومغلق عمل دی نوهراړخیزوڅیړنواوډیروخت ته اړتیا لري ، خودا احتمالات هم باید له پامه ونه غورځول شي .