آیا پر افغان ځواکونو باندې حملو ته اوس هم کومه بهانه پاتې ده؟!

 
د افغان دولت مخالفینو، په ځانګړې توګه طالبانو تېر دیارلس کاله د افغان پلوو نظامي ځواکونو په وړاندې نه درېدونکې جګړه وکړه، چې تر ټولو ډېر قربانیان یې لومړی ملکي وګړي او ورپسې افغان ځواکونه وو، په داسې حال کې چې جګړه د دریمې ډلې یعنې نړیوالو نظامي ځواکونو پر ضد پیل شوې وه او تر سره کېده، خو د دریمې ډلې مرګ ژوبله نظر لومړۍ او دویمې ډلې ته ډېره کمه وه.
د مخالفینو له انده چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د دوی موخه نه وه، خو د افغان نظامي ځواکونو مرګ ژوبله د دوی موخه وه، ځکه چې افغان ځواکونو د نړیوالو ځواکونو حمایه کوله. د دوی په وینا چې کله به د دوی ملګرو په نړیوالو ځواکونو برید کولو، افغان ځواکونو به د نړیوالو ځواکونو ننګه کوله، او کله به چې ګډ ځواکونه په ګزمه تلل، د افغان ځواکونو موټر به تر مخ او شا وو، په منځ کې به یې نړیوال ځواکونه تلل، په دې بنسټ بهرنیو کړیو او څارګرو ادارو به د مخالفو وسله والو ذهنونه په همدې بهانه جوړول چې افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو حمایه او مرسته کوي، نو ځکه یې په وړاندې جګړه روا ده.
خو اوسمهال، چې دوې ورځې وړاندې نړیوال ځواکونه ووتل او د ټول افغانستان نظامي واک یې افغان ځواکونو ته وسپارلو، بیا هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړې ته کومه بهانه شته؟
د افغانستان بهرنیو دښمنانو ته اوس ډېره سخته شوه، ځکه هغه منطق لرونکي افغان ناراضه وسلوال چې تر اوسه یې د بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو په وړاندې جګړه کوله، وروسته له دې به د دوی په خوله ونه کړي او خپلې وسلې به په ځمکه کېږدی، ځکه چې وروسته له دې هېڅ داسې بهانه نه ده پاتې چې پر بنسټ یې له افغان ځواکونو سره جګړه روا وي. که ځینې وسله وال دا فکر کوي چې اوس هم په افغانستان کې لس زره نړیوال ځواکونه پاتې دي، نو باید اوس هم وسله په لاس اوسو او په وړاندې یې مبارزه وکړو. ښایي دا یوه تېروتنه وي، ځکه چې دغه نړیوال ځواکونه به هېڅکله هم جګړه ونه کړي، یواځې افغان ځواکونو ته به روزنه ورکړي، چې په روزنه کې هېڅ ګناه نشته، هېڅ داسې آیت او حدیث نشته چې له نامسلمانو څخه یې زده کړه ناروا بللې وي، بلکه برعکس داسې حدیثونه او د اسلام په تاریخ کې داسې پېښې شته چې له نامسلمانو کسانو څخه زده کړه کول یې روا کړي او د وخت پیاوړو مسلمانانو له نامسلمانو پوهانو زده کړې کړې. لومړی حضرت محمد (ص) په وضاحت سره ویلي چې: ((اطلبو العلم ولو کان فی الصین)، یعنې زده کړه وکړي، اګر که په چین کې وي. که د دغې حدیث منطقي شننه وکړو، د حضرت محمد (ص) په زمانه کې د چین خلک نامسلمان وو، خو پرمختګ یې کړی و، نو له دې حدیث څخه په څرګنده توګه معلومېږي چې زده کړه وکړئ، که رزونکی مو مسلمان وي یا کافر، باک نشته. له بل پلوه د عباسیانو په زمانه کې د مامون الرشید او هارون الرشید په زمانو کې چې یوه پیاوړې اسلامي دوره وه، ډېری مسلمان پوهان پیدا شول چې زده کړې یې په اروپا کې کړې وې، په داسې حال کې چې اروپایان هغه مهال مسلمان شوي نه وو، لکه ابوریحان البیرونی، ابو علی سینا، ابو نصر فارابي...او داسې نور.
پورته دلایلو ته په کتو سره اوسمهال د افغان ځواکونو په وړاندې جګړې ته نه کومه شرعي هیله پاتې ده او نه هم کوم منطقي دلیل. په ټولو افغانانو غږ کوو هغه که ناراضه افغانان دي او که راضي افغانان دي، چې که له بل څه شي زده کړه نه کوئ، د جنرال حمیدګل له وروستیو څرګندونو زده کړه وکړئ. جنرال حمیدګل په زغرده وویل چې د افغانستان تېره څلوېښت کلنه جګړه هېچا نه ده رهبري کړې، بلکه ما رهبرې کړې ده.
موږ نه وایو چې د روسیې په وړاندې جهاد برحق جهاد نه و، بلکه دا وایو چې ولې مو د پردیو په مشرۍ او د پردیو په لمسون جګړه وکړه؟ موږ د روسیې په وړاندې جهاد وکړ، خو پاکستانی حمیدګل وایي چې د دې جهاد ګټه له افغانستان څخه څوچنده موږ ته ډېره راورسېده، کله چې داسې وه ولې افغان مشرانو هغه وخت پاکستان ته نه ویل چې راشئ دا جګړه د دواړو هېوادو ګډه جګړه ده، تاسو هم په ښکاره د روسانو په وړاندې جهاد وکړئ.
له تېر تاریخ تېرېږو، راځئ افغانانو چې نور د پردیو په اشارو ولاړ نه شو، نور د افغان دولت په وړاندې جګړې ته هېڅ کومه بهانه نه ده پاتې، نور مو وسلې کېږدئ او له اوسني حکومت څخه مو د خبرو له لارې په زغرده خپل حق وغواړئ.
درنښت