د تحول، تداوم، اصلاح او همپالنې ترکیب:

 
دوه ورځې وړاندې راپورونه خپاره شول چې د اساسي قانون خلاف د اجرایې ایجاد شوي پوسټ مسؤول او د اصلاح او همپالنې ټیم مشر ښاغلي عبدالله، د تحول او تداوم د ټیم مشر او د افغانستان د ولسمشر ښاغلي غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ ۵۵ میلیونه افغانۍ له مالیې وزارت څخه ایستلې دي، چې د اجرایې ریاست یوازې ۱۰ میلیونه د خپلو کارکوونکو په تنخواګانو لګولې او ۴۵ میلیونه نورې یې لګول شوې دي خو حساب نشته. اوسمهال د مالیې وزارت وایي چې یا باید یاد ریاست د ۴۵ میلیونه افغانیو د لګښت حساب ورکړي او یا دې دغه اندازه پیسې د افغانستان د قوانینو سره سم د ۱۲ سلنه جریمې سره یو ځای مالیې وزارت ته بېرته ورکړي.
د بحث وړ موضوع دا ده، چې اوسنی د ملي وحدت حکومت څه د پاسه دری میاشتې وړاندې د پوره پوره ناندریو وروسته د تېرو ټاکنو د دوو پیاوړو ټیمونو یعنې د تحول او دوام، او اصلاح همپالنې تر شعارونو لاندې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په مشرۍ، له ترکیب څخه جوړ شو، او اوس اوس داسې برېښې چې دغه څلور شعارونه (تحول، دوام، اصلاح او همپالنه) له هر چا وړاندې د شعارونو مالکانو تر پښو لاندې کړي، نور ولس لا هم ډېر په احتیاط ګامونه اخلي او نه غواړی چې پورته څلورو شعارونو ته زیان ورسوي، چې بېلګه يې په لاندې پوښتنو کې درک کولی شئ.
په کوم بنسټ د اجرایې ریاست ۷۰۰ تشکیل جوړوي او بیا یې تنخواګانې تقریباً په یوه یا دوو میاشتو کې لس میلیونه ته رسېږي، (د ځینو راپورونو له مخې چې اجراییه ریاست د دې لس میلیونه تر څنګ هره میاشت ۵ میلیونه ډالر له بهرنیو کړیو څخه د تنخوا او تجهیز په موخه ترلاسه کوي)؟ تر اوسه دغه بست او د دې بست تشکیل له پارلمان څخه د یو بودجوي واحد په توګه نه دی منظور شوی، په کوم بنسټ له مالیې وزارت څخه په دومره کچه پیسې وباسی؟ زموږ ولسمشر، چې د متفکر، نوښتګر او اقتصادپوه لقبونه یې تر اوسه ګټلي، د کومې شمېرنې او محاسبې له مخې ۵۵ میلیونه افغانۍ ورته منظوروي؟
له دې ټولو پوښتنو داسې برېښي چې دغه څلور شعارونه تر اوسه یوه سلنه هم پلي شوي نه دي. د څلور واړو شعارونو د نه پلي کیدو ثبوت یې په یوه لنډه شننه کې درته تشریح کوم بیا تاسو قضاوت وکړئ.
د ښاغلي غني تحول همدا دی چې په دې وروستیو کې یې ډېر شمېر دولتي قراردادي ځوان کدرونه بې کاره کړل، چې اوس یا په کور ناست دي او یا یې هم د پیسو پیدا کولو په موخه نورو غلطو کارونو ته بډې وهلې دي. بل تحول یې ښایي دا وي چې د افغانستان ټول وزیران چې په ټول سیستم بلد وو له دندې لرې کړل، (زه دا نه وایم چې ټول ښه وزیران وو، خو په منځ کې یې ځینې پیا وړي وزیران وو او ټول وزیران په سیستم بلد وو، یعنې تر راتلونکې کابینې پورې یې کارونه په ښه توګه په مخ وړی شوی). دوام یې دا دی چې د کار له لمړۍ نېټې څخه یې تر اوسه پورې هر څه سرپرست دي او دا به همداسې دوام لري. د ښاغلي نوښتګر تدوام دا هم دی چې اوس هم همغسې ځان وژونکې حملې، په کنړ او نورو ولایتونو د سیمه ییزو استخابراتو بریدونه او په ګڼو ولایتونو کې جنګ جګړې روانې دي.
د ښاغلي عبدالله په زړه پورې اصلاح همدا ده چې بدون له دې چې محاسبه وکړي، ۵۵ میلیونه افغانۍ له مالیې وزارت څخه وباسي او په خپل دفتر کې یې ورکېږي، کله چې د جریمې خبره ورته وشي، پوزه آسمان ته ونیسي وایي زه د افغانستان له قوانینو مستثنی یم. همپالنه یې همدا ده چې یو شپږم پاس او یا هم یو ملا سړی په داسې حال کې یو امنیتي وزارت ته ورپېژني چې ډېر شمېر مسلکي او علمي کدرونه د جګړن او یا هم ډګروال په صفت کار کوي، خو څوک مخه نه ورکوي چې په لوړه کچه د هېواد چوپړ وکړي. دواړو ټیمونو ته همپالنه ښایي همدا ښکاري چې تېره ورځ ولسمشر هرات ته ولاړ، ډېری کسان یې له دندو لرې کړل او د امنیت راوستو لپاره یې چېغې وکړې، خو وردګ او لوګر ولایتونه چې کابل ته یوازې په ۲۵ کیلومترۍ کې پراته دي، یوه ورځ یې هم د امنیت د ټینګښت او فساد د ورکوالي په موخه ورتګ څه چې یوه خبر هم ونه کړه، د ولسمشر همدا همپالنه ده چې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو په وخت کې او همدارنګه د ولسمشرۍ په وخت کې یې د افغانستان ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړل، خو وردګو ولایت ته یې تر اوسه سر هم نه دی ورښکاره کړی.
پایله دا ده، چې ولسمشر په بشپړه توګه د څو ټوپکسالارو او داړه مارانو تر اغیزې او فشار لاندې راغلی، هغه چې هر څه وایي ولسمشر نه نشي ورته ویلی، که د ۵۵ میلیونه فرمان ترې غواړي، که ۵۰ سلنه وزارتونه ترې غواړي او که هر څه وي، له کومې خبرې پرته یې ورسره هوکې کوي، نو موږ له ولسمشر څخه په کلکه غواړو چې لطفاً په هر څه کې هوکې مه ورته وایه، دا ملت یوازې څو ټوپکسالار نه دي، په دې هېواد کې د کونډو، رنډو، یتیمانو، غریبانو، بېوزلو او خانانو د ټولو یو شان حق دی، لوی خدای به له تا څخه حتماً پوښتنه کوي، نو لطفاً نور مه دا ځپلی ملت خواروه او مه دې خپل آخرت خرابوه.