
یوناني متل دی چې وایي که د ګاونډي کور مې اور واخلي نو دودونه به یې زما سترګې وسیزي. په مسکو کې د ډله ییز امنیت سازمان غړو هیوادونو په سر مشریزه کې د سیمې د عمومي وضیعت د خبرو ترڅنګ د افغانستان پر راتلونکې او امنیت هم خبرې وکړې. په دې سیمه ییزه غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د راتلونکې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ممکن د افغانستان یو شمیر مهمې سیمې د داعش ترهګرې ډلې له خوا ونیول شي ځکه چې د ناټو او آیساف محاربوي ماموریت راتلونکې ۲۰۱۵ کال ته پای ته رسیږي چې په دې سره به ترهګرې ډلې په افغانستان کې تر ډیره ځان خوندي احساس کړي. د پوتین له دې څرګندونو څخه داسې جوته کیږي چې ده دا خبره د خپلو استخباراتي سرچینو د معلوماتو پر اساس کړې ده نه د یو نظر په حیث نو دې اندیښنې ته جدي پاملرنه په کار ده. بل لور ته د هندوستان هیواد هم د خپل هیواد ګټو ته په اندیښنه کې دی او هم پر نوي زعامت بشپړ باور نه لري چې د هندوستان نفوذ به وروسته له دې په افغانستان کې څنګه وي ځکه چې د هند او افغانستان اړیکې په تیر حکومت کې ډیرې د پام وړ وې خو د اوسني حکومت بهرنی سیاست دا په ډاګه کوي چې دوی به هم د تیر حکومت په شان ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته ورته سیاست ولري. خو د هندوستان اندیښنې هله را پورته شوې دي چې له یوې خوا ناټو او آیساف خپل محاربوي ماموریت پای ته رسوي او له بلې خوا د ولسمشر اشرف غني سفر پاکستان ته ددې سبب شوی دی چې ډهلی خپلې ګټې د کابل حکومت په هنداره کې رڼې ونه ویني. د هندوستان د مرستې او همکارۍ یوه ستره موخه دا ده چې افغانستان د پاکستان له احتیاج څخه تر ډیره بریده خپلواک شي، دایمي ثبات خپل کړي او خپله انرژي پردیو ګټو ته ضایع نه کړي(افراطیت). اوس داسې لیدل کیږي چې هندوستان هم هڅه کوي چې خپل پخواني نفوذ ته د تداوم لاره هواره کړي دا یوه ښه هڅه ده او کولای شي چې د هندوستان حکومت اندیښنې را کمې کړي ځکه چې د دواړو هیوادونو سربیره د سیمې هیوادونو په ګټه هم دی.
پاکستان چې د هندوستان سره په افغانستان کې په یوه نیابتي جګړه بوخت دی نو د هغه موخې او ګټې نسبت د سیمې نورو هیوادونو ته ډیر توپیر لري لمړی خو دا ده چې پاکستان هیڅ کله خپله ملامتي نه مني او هڅه کوي چې بې اساسه تورونه هم پر افغان حکومت او افغان مهاجرینو ور واچوي چې دا ډول سیاست د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کوي. خو بیا هم د پاکستان تر ټولو ستره اندیښنه دا ده چې بلوڅ پلوه بیلتون پاله ډله او د هندوستان نفوذ لوی ملي او حکومتي ملاتړ خپل نه کړي. خو که پر دغو اندیښنو د پاکستان د ضعف د ټکو په توګه ورڅخه کار واخیستل شي نو اغیزناک تمام کیدای شي.
په یوه بشپړه شننه سره دا ویل کیدای شي چې لازمه ده چې افغان حکومت تر هرڅه د مخه هڅه وکړي چې کوم بهرنی سیاست یې غوره کړی دی د هغې اعمال ته د غوره افغاني ډیپلوماسي فعاله کړی شي چې و کولای شي د غوښتنې وړ موخې تر لاسه کړی شي. او هڅه د وشي چې د ختیځ او لویدیځ قدرتونو ترمنځ توزان وساتل شي، د سیمې استخباراتي شبکې باید مهار شي او د روسیې اندیښنې چې افغانستان ته یې لري او عموماً د دوی په بهرني سیاست کې دې ته ځای ورکړل شوی دی چې د دوی ملي امنیت ته مخدره توکي او بنسټ پالنه یو ستر ګواښ دی نو په ډله ییز امنیت سازمان په غونډه کې هم د روسیې ولسمشر د یوې حل لارې په توګه دا یادونه وکړه چې مونږ(سیمې هیوادونه) باید د مخدره موادو او افراطیت په مخنیوي کې جدي مبارزه وکړو نو ددې لپاره چې له پورتنیو شومو پدیدو څخه افغان ولس هم خلاصون پیدا کړي لازمه ده چې په دې برخه کې د سیمې هیوادونو عمده ملاتړ را خپل کړی شي، هڅه د وشي چې روسیه هیواد د افغانستان سره اوږد مهاله ستراتیژیکې اړیکې پیل کړي څو د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور فضا غښتلې او د همکاریو څپرکی پراخ شي په هغې صورت کې روسیه او افغانستان کولای شي چې پورتني ګواښونه تر ډیره کنټرول کړی شي. د سیمې هیوادونو د ګډو سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو څخه پرته دا ممکنه نه بریښي چې د سیمې هیوادونه دایمي ثبات ته لاره پیدا کړي او یا خپل امنیت تامین کړی شي مګر دا چې د ((سیمه پالنې سیاست)) غوره شي نو بیا دا ممکنه ده چې ټول هیوادونه په نیکمرغۍ سره خپلو حقه غوښتنو ته ورسیږي. او افغان حکومت ته هم دا لازمه ده چې د سیمې هیوادونو ته د رول اهمیت او ارجحیت ورکړي او د سیمې هیوادونه د هم دې ته اړ کړي چې افغانستان ته په نړیوالو سیاستونو کې د افغانستان د ګټو په زیان دریځ غوره نه کړي.