محور ورځپاڼه: طالبان به د امریکا د نوي پلان برخه وي

 
امریکا پدې لټه کې ده، چې د سپټمبر تر پېښې وروسته په افغانستان کې د طالبانو پرضد پیل شوې جګړه له طالبانو سره په دوستۍ پای ته ورسوي.
تر دې یارانې وروسته به طالبان او امریکا د یو بل دښمنان نه وي او په سیمه کې د خپلو ګټو پاللو لپاره  امریکا پدې کار کوي چې له طالبانو سره ستراتیژیکه ملګرتیا قوي کړي.
د سویلي اسیا د چارو یو شمېر شنونکي وایي، پدې وروستیو کې تر پاکستان زیات له امریکا سره د طالبانو اړیکي قوي شوي. تر دې وروسته به امریکا په سیمه کې خپلې یو شمېر سیاسي او امنیتي پروژې له طالبانو سره په همغږۍ پرمخ وړي. تازه امریکا ویلي، یو شمېر طالبان نه په نښه کوي.                                
اوس نو  د طالبانو او امريکا ترمنځ اړیکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړيکو په پرتله ډيرې غښتلې  شوې دي او امريکا به له دې وروسته په سیمه کې خپلې يو شمېر سياسي او امنيتي پروژې د طالبانو سره په همغږۍ پرمخ وړي.
همدارنګه امريکا هڅه کوي چې په سېمه کې خپلو نوو ستراتيژيکو ملګرو (طالبانو) ته سياسي مشروعيت ورکړي، نو ځکه خو يې ورته په قطر کې دفتر هم پرانست او د دوی پرضد يې جګړه هم پای ته ورسوله. دا چې د امريکا او طالبانو ترمنځ دوه اړخيزه اړیکي ټينګې شوې دي، نو امريکا او طالبان پوهېږي چې د دوی اړیکي د پاکستان او افغانستان له همکاریو پرته  پرمختګ نشي کولای، ځکه خو امریکا هڅه کوي په سیمه کې د طالبانو، پاکستان او افغانستان ترمنځ  د ملګرتيا مثلث رامنځ ته کړي. دغه مثلث چې مشري به يي په ښکاره ډول  د پاکستان  پر غاړه وي  په سیمه کې به د امريکا او پاکستان د ګټو د خونديتوب لپاره په ګډه مبارزه کوي.
خو پاکستان  او د سیمې نور هېوادونه لکه روسيه، چېن، هندوستان او افغانستان د امريکا او طالبانو د ائتلاف څخه خوښ نه دي او انديښمن کړي يې دي او له ډېر پخوا راهيسې هر يو هڅه کوي چې له طالبانو سره د بېلا بېلو چېنلونو له لارې اړیکي جوړې کړې. څه موده وړاندې پاکستان د دغه ائتلاف  په غبرګون کې امريکا ته ګواښ وکړ که طالبان د دوی له واک په بشپړ ډول ووځي، نو دوی به پرته له دې چې ښه او بد طالب ترمنځ توپير وکړي وبه يې وژني. امريکا، پاکستان ته د طالبانو پرضد د جګړې د نه کولو په خاطر د پيسو  او په افغانستان کې د نوي حکومت د ټاکل کېدو سره سم  دامتيازاتو ورکولو ژمنه وکړه. همدارنګه تېر کال پخواني افغان ولسمشر کرزي د امريکا او طالبانو ترمنځ د دغه ائتلاف سره جدي مخالفت وښود او په قطر کې يې له طالبانو سره د سولې پروسه وځنډوله.
خو په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره حالات بدل شول. افغان حکومت له امريکا سره د امنيتي همکاريو لانجمن تړون لاسليک کړ او د افغانستان په ثبات کې يې له امريکا، پاکستان او چین څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف امريکا ته سفر وکړ او خپلې انديښنې يې امريکا سره شريکې کړې. امريکا د پاکستان د خوشالولو په خاطر د دغه هېواد لوی درستيز ته پيسې ورکړې او د افغانستان په مساله کې پر يو شمير امتيازاتو هوکړې ته هم ورسېدل. امريکا همدارنګه د پاکستان هغه وړانديز چې د طالبانو، پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د اړيکو يو مثلث رامنځته شي چې مشري به يې د پاکستان پر غاړه وي. امريکا همدا راز پاکستان سره ومنله چې په افغانستان کې به د پاکستان ضد طالبانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ د جګړې ملاتړ کوي او د پاکستاني طالبانو مهم قومندان لطف الله محسود به پاکستان ته سپاري.
پاکستان ځکه  په اوسنيو شرايطو کې له افغان دولت سره هر راز هوکړې او خبرو ته تيار دی چې له يوې خوا افغان دولت کمزوری دی او نشي کولای پاکستان سره لکه د ولسمشر کرزي په شان له قوي موقف څخه خبرې وکړي  او له بلې خوا پاکستان د افغانستان په برخه کې د امريکا ملاتړ هم له ځان سره لري.
د سويلي اسيا د چارو يو شمېر کارپوهانو په اند د افغانستان او طالبانو په اړه به د امريکا او  پاکستان ترمنځ هر راز معامله له جدي ستونزو سره مخ وي او امريکا به ونشي کړلای پاکستان ته  په افغانستان او سیمه کې د پاکستان د توقع هومره امتيازات ورکړي. ځکه چې امريکا  وېره لري که چيرې د افغانستان په مساله کې د پاکستان ټول شرايط ومني او يا ټول هغه امتيازات چې پاکستان يې غواړي امريکا يې ورکړي، نو د افغانانو ترڅنګ به د سیمې د يو شمېر هيوادونو لکه هندوستان  له سخت غبرګون سره مخ شي. امريکا په دې اړه هڅه کوي چې ډېر په احتياط قدم واخلي او يو ځل بيا د مثلث د رامنځ ته کيدو پر وړاندې يې افغان حکومت ګواښ نشي.
افغان ولسمشر غني په سیمه کې دا ټول پرمختګونه له نږدې څاري او هڅه کوي پاکستان ته وخت ورکړي چې افغان دولت سره د سولې په برخه کې  شوي ژمنې په عمل کې ثابتې کړي. پاکستان د دې ترڅنګ چې افغان دولت سره د سولې په برخه کې د صادقانه همکاريو ژمنې کړي، خو دغه هيواد به هېڅکله هم د افغانستان پر وړاندې خپله پاليسي بدله نشي کړلای. ځکه خو پاکستان په ټوله مانا هڅه کوي امريکايان مجبور کړي پر افغان دولت فشار راوړي چې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کېږدي. دوی پر امريکا او افغان دولت د فشار راوړلو او باور ترلاسه کولو لپاره په دې وروستيو کې  ټولو ښو او بدو طالبانو پرضد د جګړې اعلان هم وکړو.  چې له دغه جګړې به پاکستان څو ګټې ترلاسه کړي:
لومړی:  پاکستان په ښکاره هڅه کوي د يوې غولوونکې پاليسۍ له لارې افغانان  قانع کړي چې پاکستان نور د افغانستان پر وړاندې خپله پاليسي بدله کړې ده او هڅه کوي د ملافضل الله پر سر ورسره معامله وکړي.
دويم:  پاکستان هڅه کوي ټول هغه طالبان چې د اسلام اباد په پرتله له امريکا سره اړيکو ته ترجيح ورکوي وګواښي، که له دې اړيکو لاس په سر نشي نو وبه يې وژني. پاکستان د طالبانو پرضد د جګړې پيل لپاره په پېښور کې پر يو ښوونځي بريد هم وکړ، چې له سلو زيات ماشومان يې په کې ووژل. پاکستان همدارنګه د طالبانو د وېرولو په خاطر زياتره طالب بنديانو باندې چې د اعدام حکم پرې شوی و، اعدام عملي کړ.
پاکستان  همدارنګه پوځ، علماء او مذهبي مشرانو ترڅنګ ټول سياسي ګوندونه د طالبانو پرضد د جګړې لپاره سره يوه خوله کړل. دغه ټول پرمختګونه ددې لامل کېږي چې پر طالبانو فشار زيات شي چې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کېږدي او پاکستان سره په سیمه کې نوې پيليدونکې لوبه کې مرسته وکړي.
دريم: په داسې حال کې چې د پاکستان او هندوستان  ترمنځ لاهم د دښمنۍ اړیکي پرځای پاتې دي د پاکستان لخوا طالبانو ته دښمن ويل بې منطقه خبره ده. پاکستان به هېڅکله هم طالبان تر هغه پورې له لاسه ورنه کړي چې هندوستان په اړه مطمئن شوی نه وي او يا يې په ګاونډ کې هندوستان د دښمنۍ اړیکي ورسره پالي.
څلورم: پاکستان به هېڅکله هم د افغانستان پر وړاندې خپله د ستراتيژيک عمق پاليسي  په داسې حساسو شېبو کې بدله نه کړي چې له افغانستان سره د امريکا او ناټو علاقه د پخوا په پرتله کمه شوې ده  او په افغانستان کې د امريکا او ناټو ګټې نورې خوندې شوې دي.
که چيرې افغان دولت د پاکستان پر نوو ستراتيژيکو تاکتيکونو ونه غولېږي او د ملا فضل الله او نورو پاکستان ضد طالبانو پرضد د پاکستان سره دوه مخې لوبه وکړي، نو دا امکان شته چې افغان دولت به د پخوا په پرتله له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره زيات امکانات ولري. افغان دولت بايد د هندوستان په مرسته  ټولو هغه پاکستان ضد طالبانو سره اړیکي پراخه کړي  چې  په پاکستان کې عملاً په جګړه بوخت دي، نو کولای شي پاکستان له هماغه خوږې ګوتې ونيسي له کومې چې پاکستان افغانان نيولي دي.
افغان دولت اوس د پخوا په پرتله د طالبانو ضد دريځ لپاره د چېن، روسيه او هندوستان ملاتړ هم راخپل کړی دی چې دا هم د سولې په برخه کې اساسي رول درلودلای شي.
همدارنګه د امريکا او طالبانو ترمنځ وروستۍ ملګرتيا د سیمې نور هېوادونه هم انديښمن کړي دي. د سیمې هيوادونه هڅه کوي د پاکستان په مرسته د طالبانو او امريکا ترمنځ دغه اړيکي په نطفه کې خنثی کړي. روسيې لا وار د مخه پاکستان ته خپل دفاع وزير له يو شمير ډاليو سره لېږلی دی. روسيې له پاکستانه غوښتي چې طالبانو باندې فشار راوړي چې د امريکا له ملګرتيا څخه لاس واخلي او يا حد اقل اسلام آباد بايد د طالبانو او روسيې ترمنځ د اړيکو يو جلا چېنل پرانيزي.  چېن لا وار دمخه د طالبانو سره اړيکي جوړې کړې وې. هندوستان د افغان دولت په مرسته د پاکستاني طالبانو سره اړيکې درلودلې.
دا هم بايد له ياده ونه باسو چې اوس طالبان د يو سياسي حرکت په توګه د سیمې له يو شمير مهمو هېوادونو سره اړیکي جوړې کړې دي. طالبان اوس له هندوستان سره د امريکا او افغان دولت په منځګړتوب نږدې اړیکي لري. طالبان اوس د پاکستان په منځګړتوب له چېن سره نږدې اړیکي لري. د طالبانو او روسيې ترمنځ اړیکي لا هم د جوړيدو په درشل کې دي. پاکستان وېره لري چې د طالبانو خپلواکه بهرنۍ اړيکي يوه ورځ د دوی لپاره سر خوږی نشي، نو ځکه خو د طالبانو پر سر هر راز معاملې ته تيار دی.