
د حضرت محمد«ص»د زړه سواندۍاو ترحم په باب
یو وړوکی داستان
یوه ورځې یو سړی راغی سرور ته
محمد«ص» نبي پیشوا او پیغمبر ته
سړي ولیدې جامې د هغه په غاړه
ډیر ځاړه یې وو کمیس او پرتوګ دواړه
ورته وې ویل ای زمونږه پاک رسوله
دا لـباس خو ستا په تن دی نامقبولــه
پیغمبر ورته ویل چې څه روزګار کړم
چې پيسې راسره نه وي نو څه کار کړم
بیا سړي دولس روپۍ ورکړې نامدار ته
دا پيسې شولې تقدیم هغه سردار ته
پیغمبر پیسې علي (رض)ته کړې ګوزار
چې کالي پې راته راوړه له بازار
چې علي کله جامې راوړې یارانو
ویلې دا کله لایق دي د خوارانو
دا ټوکر دی قیمتي او زه ناچار یم
زه له داسې لباسو ځنې بیزار یم
رسول وویل ای علي مه خفه کیږه
ددنیا په ښایست کله مه غولیږه
ځه چې دواړه ځو ټوکر واخلو بازار کې
کوم چې ډیره وي ارزانه په دې ښار کې
چې رسول او علي دواړه شول روان
لار کې ګوري یوه ښځه کړي ګریان
پیغمبر ترې تپوس وکړ څه علت دی
د ژړا په تا جوړ شوی یو قیامت دی
ښځې وویل پیغمبر ته په دا شان
اوس کیسه به د ژړا کړم در عیان
زه یو کور کې د پخوا نه یم مزدوره
له زحمت او تکلیفو نه یم تروره
نن سهار څلور روپۍ راکړې بادارې
ویلې غوښه په دی راوړه په تلوارې
اوس پـیسې رانه لویدلي په دې لار
دا ژړا ځکه کوم په دغه کار
د رسول سره ورسره دولس دینار وو
او هغه یي خپل لباس لره پکار وو
دغې ښځې ته څلور یې ترې ادا کړل
اته نور یې له خپل ځان سره نګاه کړل
په څلور روپۍ جامې یي واخیستلې
څلور نور یې بل غریب ته وبښلې
چې رسول کله راستون شو له بازاره
هغه ښځه وه همداسې نا کراره
پیغمبر ترې کړه پوښتنه څه عـلت دی
دوباره دې د ژړا څه حقیقت دی
ښځې وویل چې ناوخته شو سرداره
اوس په قهر به ځما یې کورکې باداره
رسول وویل زه جرګه درسره ځمه
تا د قهره له بادارې خلاصومه
بیا رسول لاړو جرګه په هغه لور
دروازه یي کړه ټک ټک د هغه کور
د کاله میرمن بهر شوه دروازې ته
تاسو ګورﺉد رسول دې اندازې ته
ورته وویل ای د کور مشرې نامدارې
زه جرګه تا ته راغلی یم سردارې
دا مزدوره دې کړه معاف له تا ویریږي
ځما زړه له تا په دې کار خوشالیږي
ښځې وویل ای محبوبه پیغمبر ه
په تمام جهان له هر چا معتبره
دغه امر ستا منظور دی په چشمانو
غوږ مو کید ﺉدې کیسي ته هوښیارانو
د رسول عالی اخلاق لوړ شخصیت و
د انسان سره یي مینه محبت و
ما(اشنا)سیف الرحمن چې دا بیان کړ
له کتابه مې په شعر سره ګویان کړ
شاعر - ارواښاد سیف الرحمن(اشنا)