چې ټوټې ټوټې مې ښکلی کابل ليکې
وران ويجاړ به مې دهر يو درشل ليکې
ناوې توب سره لاسونه مې سپين نه کړه
په کې ما به ميرات شوي اوربل ليکې
ديتيمو سترګو اوښکې چې انځور کړي
بې ازلـــــــه به زمـــــــوږ ه ازل ليکې
بيا الهام درته د چا له سترګو راغی
چې قلم پسې راکاږې غزل ليکې
جزايـــــــي به دې داهر ناز ومنمــــــــه
راته هر ګوټ چې دامينه مورچل ليکې
دوصال تمه مې نه کيږي لــــه ياره
اې همدمه نور به ماته اجل ليکې
چې دې هېر ددنګو غرونو نښتر نه شي
ما « عاصي » منګل چې کله منګل ليکي
وروستي