د مولدې پانګونې اړتیا

 
د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو غوره معیار د مؤلدې یا تولیدوونکې پانګونې موجودیت دی. پانګونه Investment په دوه ډوله ده؛ غیر مؤلده پانګونه او مؤلده پانګونه. په هغه تولیدي واحدونو کې پانګونه چې یوازې مصرفي توکي تولیدوي، هغې ته غیرمولده پانګونه یا هم په مصرفي توکو کې پانګونه وایي، خو په هغه تولیدي واحدونو کې پانګونه چې په هغو کې داسې توکي او وسایل تولیدیږي چې په مرسته یې نور توکي تولیدیږي او یا هم د نورو توکو په تولید کې ورڅخه استفاده کیږي، لکه د ماشین الاتو او وسایلو تولیدوونکې فابریکې، دغه ډول تولیدي واحدونو ته زیربنایې صنعتي تاسیسات هم ویلای شو.
په پرمختللو هېوادونو کې اکثره پانګونه تولیدوونکې (مؤلده) بڼه لري، خو په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې پانګونه اکثراً غیر مؤلده وي. هغه سوال چې دلته رامنځ ته کیږي دا دی چې وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونه څنګه خپل اقتصاد غوړولی شي؟ د دغه سوال ځواب د افغانستان په شان مخ پر ودې هېواد ته په پام سره ځوابوو:
د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره څه په کار دي؟
پورته اقتصادي پیلزې ته په کتو افغانستان هغه وخت اقتصادي پرمختګ کولای شی چې مؤلده پانګونه په کې وشي. دا چې د مولدو پانګونو یا سرمایګذاریو د رامنځته کولو لپاره مخکې له مخکی کوم شرایطو عملي کول لازم دي دا موضوع په لاندې ډول واضیح کوو:
۱. سیاسي او امنیتی ثبات:
د هېواد موجوده وضعیت ته په کتو د مولدې پانګونې لپاره تر ټولو مهم شرط له سیاسي ثبات څخه عبارت دی. د دې لپاره چې په هېواد کې کورني او بهرني پانګوال د پانګوونې لپاره زړه ښه کړي، باید د هغوی لپاره تر ټولو لومړی امنیتي خلا له منځه یوړل شي. که تېرو دوو کلونو ته ځير شو له افغانستان څخه تر اوسه پورې هم پانګه د فرار (تیښتې) په حالت کې ده. د دې لامل دا دی چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت بې ثباته دی. په دغسې یو حالت کې بهرني پانګوال خو لا پر ځای پرېږده، کورني پانګوال هم خپلې پانګې له هېواد څخه بهر وباسي. د هېواد امنیتي او سیاسي ثبات یوازې د نړیوالو لویو قدرتونو د نیکې ارادې له لارې صورت نیولای شي، ځکه د سیمې اوسنۍ بې ثباته سیاسي وضعیت د نړیوالو قدرتونو له لاسه دی. که هغوی وغواړي نو په کمه موده کې په سیمه او هېواد کې سیاسي ثبات رامنځ ته کېدای شي، خو دا چې نړیوال  په بې ثباته وضعیت کې خپل منافع ګوري، په همدې سبب نه غواړي په سیمه کی ثبات رامنځ ته شي.
۲. د انرژۍ موجودیت:
له امنیت وروسته د دې لپاره چې زېربنایي تاسیسات جوړ شي، باید تر هرڅه مخکې برقي انرژي موجوده وي. برېښنايي انرژي د نورو زېربنایي تاسیساتو او تولیدي منابعو د رامنځته کولو لپاره د روح حیثیت لري، که په هېواد کی برېښنايي انرژي موجوده وی، نو تولیدي فابریکې به هم ژوندۍ او تولیدي فعالیتونه به ترسره کوي، خو که انرژي نه وي موجوده، دغه تولیدي فعالیتونه نه شي ترسره کېدای. افغانستان د برېښنايي انرژۍ کافي ظرفیت لري، خو له بده مرغه چی هغه هم د سیمې د سیاسي او امنیتي ناقراره حالت ښکار شوي دي.
۳. زېرمې او لنډ مهال پورونه:
له کمو زېرمو او قرضونو څخه په کم وخت کې اعظمي استفاده یو اقتصادي اصل دی. د نړۍ په اقتصادي تاریخ کې ډېر کم لیدل کیږي چې یو هېواد د په مرستو اقتصادي پرمختګ تجربه کړی وی. که شوي هم وي، نو د ډېر کم وخت لپاره وي او ډېر ژر بېرته له رکود سره مخ کیږي. د دې لپاره چې د مولدې پانګونې لپاره د انرژۍ کافي منابع جوړ او فعال شي د اقتصادی پرنسیپونو مطابق د مرستو پر ځای باید له خپلو داخلي زېرمو څخه په کم وخت کې اعظمي استفاده صورت ونیسي. له اعظمي استفادې څخه هدف دا دی چې اقتصادي پرنسیپونه دې ته اجازه نه ورکوي چې یو مملکت د خامو موادو صادرات ولري، خو یوازې په کم وخت کې کم مقدار ته په لوړ قیمت سره د دې لپاره اجازه ورکوي، چې  د زیېبنایی تاسیساتو لپاره ورباندې لاره هواره شي. له بلی خوا دولت باید لنډ مهاله قرضونه واخلي او په موثره توګه د زېربنایي تاسیساتو له جملې څخه د برېښنايي انرژۍ په رامنځته کول کې له هغه څخه اعظمي استفاده وکړي.
۴. زېربنایي تاسیسات:
هېڅ هېواد هم د زېربنایي تاسیساتو له جوړونې پرته اقتصادي رونق نه شي تجربه کېدلی. اقتصادي زېربنایي تاسیسات لکه د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو جوړول، د پلونو او بندونو جوړول، د انرژۍ د منابعو رامنځته کول، د تعلیمي، تحصیلي او صحي مراکزو جوړول او داسې نور کوم چې دغه تاسیسات د نورو تولیدي منابعو د رامنځته کېدو لپاره زمینه مساعدوي. د زېربنایي پروژو په عملي کولو سره د استخدام کچه هم لوړېږي او د وزګارتیا په فیصدۍ کې هم کموالی راځي. په هره اندازه چې د یوه هېواد په اقتصاد کې د وزګارتیا کچه ټیټه وي، په هماغه اندازه یې د اقتصادي ودې نرخ لوړ وي.
۵. غیر مولده پانګونه پر مولده پانګونه بدلول:
اقتصادي تاریخ ته په کتو کله چې وروسته پاتې او مخ پر دې هېواد په پرمختللو هېوادونو باندې بدلیږي، نو لومړی د هغوی پانګونه د اولیه موادو او مصرفي موادو د تولید په برخه کې تر سره کیږي او د وخت په تېرېدو سره خپله د مصرفي موادو پانګونه په تولیدوونکې یا مولده پانګونې سره بدلوي. کله چی د هېواد د پانګونې لویه برخه مولده وي نو هېواد د اقتصادي پرمختګ پر لور حرکت کوي.
په لنډ ډول ویلای شو چې که د افغانستان دولت د دغه شرایطو په رامنځ ته کولو او پورته اقتصادي اصولونو په پلي کولو وتوانیږي، نو په یقین سره ویلای شو چی د اقتصادي پرمختګ پر لور به حرکت وکړي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.