په اقتصادي وده کې د علمي څېړنو ونډه

 
په یویشتمه پېړۍ کې چې د اقتصادي ودې، پوځي پیاوړتیا او غښتلي سیاست په اړه خبره کېږي نو د څېړنو او پرمختګ نښتې کلمې تل ورسره مل وي.
له اقتصادپوهانو نیولې بیا تر عادي وګړو اوس دا ټولو ته جوته ده چې څېړنې د اقتصادي پیاوړتیا چې له پوځي او سیاسي پیاوړتیا سره مل ده، لامل کیږي.
ځینې هېوادونه به کېدای شي ډېرې طبیعي زېرمې او پیاوړی اقتصاد ولري، خو که د څېړنیزو مرکزونو وړتیا یې کمه وي نو هېڅ وخت د پیاوړي پوځ او سیاست خاوندان نشي کېدای.
د دغه ډول هېوادونو یوه ښه بېلګه د تېلو زېرمتون لرونکي خلیجي هېوادونه دي چې اقتصاد یې پیاوړی، خو پوځي او سیاسي ځواک یې کمزوری دی. په ساینس او ټکنالوژۍ سمبال هېوادونه دوی ته کاذب اقتصادي ځواک وايي.
د پانګونې په ډېری متنونو کې څېړنې او پرمختګ ته د یوه داسې علمي فعالیت په سترګه کتل کېږي چې د اقتصادي ودې لپاره یا نوي محصولات او کړنلارې را منځ ته کړي او یا هم پخوانۍ هغو ته یې نوې، ساده او اغېزمنې لارې چارې ومومي.
څېړنې ډېری وخت علمي بڼه لري خو که چېرې څوک د مالوماتو لپاره په بېلا بېلو وختونو او ځایونو کې یوازې د پالیسۍ او پلان جوړولو په موخه ارقام ټولوي هغه بیا څېړنه نه بلکې سروې بلل کیږي چې سروې هم ډېری وخت له علمي چوکاټه بهر نه وي.
علمي څېړنې په راتلونکي کې د محصولاتو د پرمختګ او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ او کړنلارو موندنې په موخه د دولت او یا هم شخصي کمپنیو په لګښت په دولتي او یا شخصي لابراتوارونو او څېړنیزو مرکزونو کې ترسره کیږي.
ډېری سترې کمپنۍ لکه د موټرونو، برېښنايي سامان آلاتو او کرنیزو محصولاتو پروسیس کمپنۍ په خپل تشکیل کې د بېلابېلو لابراتوارونو لپاره ځای، ځانګړي پرسونل او بودجه لري.
په ځواکمنو هېوادونو کې په هر ډول څېړنو باندې د بودجې لګول ډېر ستونزمن نه دي، خو غریبو او مخ پر ودې هېوادونو ته دا مهمه ده چې د څېړنو لپاره د بودجې تخصیص او لګولو څخه مخکې باید د څېړنو ساحې او برخې په مشخص ډول د هېواد له لومړیتوبونو سره سم تشخیص کړي.
په څېړنو کې د غریبو او مخ پر ودې هېوادونو ستونزه تل همدا وي چې د څېړنو لپاره روښانه ستراتېژي نه لري او هغه لږه شته بودجه بې ځایه او بې له کومې مثبتې پایلې لګوي.
په دغه ډول هېوادونو کې چې د څېړنیزو مرکزونو لپاره بودجه او وړتیا کمه ده، پوهنتونونه د څېړنو اصلي مرکزونه بلل کیږي.
ډېری وخت عام وګړي له ساینسي څېړنیزو مرکزونو دا تمه لري چې د خپلو موندنو په مټ جوړ شوی محصول دې باید بازار ته وړاندې کړي.
خو په اصولي ډول د څېړنیزو مرکزونو مسؤولیت تر دې پورې دی چې د ورکړل شوې موضوع په اړه څېړنه وکړي او د امکان په صورت کې د اړتیا وړ آله په لابراتواري چوکاټ یا لب فرېم کې ډیزاین کړي.
د تولیدي بڼې او کارونکي لپاره د ښایسته ډیزاین کار یې د تولیدي کمپنیو دی، ځکه خو په مخ پر ودې هیوادونو کې د تولیدي کمپنیو نه شتون د څېړنو لپاره هم انګېزه له منځه وړي.
څېړونکی او یا هم څېړنیز مرکز فکر کوي چې که چېرې زه دا بودجه په ډېره مهمه څېړنه هم ولګوم د تولید او بازار ته د وړاندې کولو امکان یې نشته نو څېړونکی یا څېړنه نه کوي او یا که یې کوي هم په داسې یو شکل یې وکړي چې د نړیوالو معیارونو سره د پرتلې وړ نه وي.
د دغو هېوادونو یوه ښه بېلګه افغانستان دی چې د څېړنو لپاره یوه افغاني اختصاصي بودجه نه لري او تولیدي امکانات یې هم په نشت حساب دي.
دغه حالت له څېړونکو انګېزه اخیستې او ډېری یې یوازې د مالي امتیازاتو لوړولو لپاره له کتابونو څخه کاپي او سریښول کوي، په نوې بڼه کتاب چاپوي او د څېړنیز اثر نوم ورکوي.
د څېړنو لپاره یوازې بودجه، لابراتوار او سامان آلات هم مهم نه دي. په دې پروسه کې اصلي اهمیت د څېړنو بشري قوه یا هم څېړونکي په کار دي.
څېړونکي یوازې د پوهنتون په لیسانس او ماسټرۍ باندې نه تربیه کیږي، د هغو لپاره د څېړنو پراخ امکانات او ظرفیتونه په کار دي چې ډېری غریب هېوادونه له هغې ډلې افغانستان، یې نه لري.
هغه مشرانو پوهانو چې څه زده کړي هغه د څېړنو له اوسني میکانیزم سره چې ۹۰ سلنه د کمپیوټري ټکنالوژۍ پر مټ چلېږي هېڅ اړخ نه لګوي نو په دې برخه کې د بشري ظرفیت لوړول تر ټولو مهم ټکی دی.
که چېرې د یوه منظم میکانیزم له مخې څېړنیز مرکزونه لومړی د بشري ځواک روزنې او بیا د لابراتواري سامان آلاتو له مخې تمویل شي نو دوی کولای شي د خپلو څېړنو پایلې تجارتي کړي او په شخصي فابریکو او شرکتونو باندې د هغه تخنیک خرڅولو سره ځان په پښو ودروي.
دې چارې د مخ پر ودې هیوادونو نږدې ټول څېړنیز مرکزونه په خپلو پښو درولي.
په یوه څېړنه کې چې په ۱۹۸۲ کې په دې اړه شوې دا ښيي چې پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو ته د خود کفایۍ او علمي کچې لوړېدا لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې له کمپنیو سره د ګډو څېړنو تړونونه ولري ترڅو له یوې خوا خپله بودجه په خپله لاس ته راوړي او له بلې خوا له فابریکو څخه د لیدنې کتنې په ترڅ د زدکوونکو علمي وړتیا لوړه کړي.
دا تجربه له ۲۰۱۲ را هیسې په ډېری افریقايي هېوادونو کې تر سره شوې او پایله یې ډېره مثبته ارزول شوې ده.
پورتنیو ټکو ته په پام سره که ملت او دولت غواړي چې افغانستان په نړۍ کې له اقتصادي، پوځي او سیاسي پلوه بسیا شي نو ضرور ده چې لومړی باید په دولت کې د ساینس، څېړنو او پرمختګ لپاره اراده را منځ ته شي.
دولت باید د ساینس، څېړنو او پرمختګ لپاره یوه پراخه ستراتیژي جوړه او له پلي کېدا مخکې وړ پوهانو ته د تصحیح یا نظر غوښتنې لپاره ولیږي.
د څېړنو لپاره باید ځانګړې بودجه تخصیص شي، د پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو بشري وړتیا لوړه او د څېړنو لپاره ورته سامان آلات وپېرودل شي.
که داسې ونشي همدا به موږ یو او همدا به تل نړیوالو ته د سوال او ګدايي اوږد لاس.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال مخ پر ودې هېوادونه خپل له ۱.۵ څخه تر ۴ سلنه پورې او غریب او مخ پر ودې هیوادونه خپل تر ۰،۵ سلنه پورې ملي عواید په څېړنو لګوي، په دې کې آمریکا، چین او جاپان په ترتیب سره لومړی، دويم او درېیم مقام لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.