
د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف تر هغې وروسته افغانستان ته راغی، چې پاکستاني طالبانو په پیښور کې پر یو پوځي ښوونځي برید وکړ او تر ۱۴۰ زیات زده کوونکي یې ووژل.
د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ادعا کوي، چې ګواکې پر دغه ښوونځي برید د پاکستاني طالبانو لخوا د افغانستان په خاوره کې طرحه شوی وو.
آی اس آی ته نژدې تحلیلګران وایي چې امکان لري راحیل شریف د پیښور برید ځینې اسناد او مدارک له ځان سره افغانستان ته راوړي وي، چې وښیي دا برید په افغانستان کې طرحه شوی وو.
هاخوا افغان حکومت هم په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه تر راحیل شریف قوي اسناد او مدارک په لاس کې لري او دغه اسناد ثابتوي چې په افغانستان کې ترسره کیدونکي بریدونه په پاکستان کې طرحه کیږي.
تحلیلګران د سیمې وروستیو حالاتو ته په کتو سره وايي د افغانستان جګړه د بدلون په حال کې ده، او د دې جګړې څرنګوالی به د ولس مشر اشرف غني په دوره کې نور هم روښانه شي.
ولس مشر اشرف غني غواړي افغانستان په سیمه کې پر یوه پیاوړي اقتصادي مرکز بدل کړي او د هندوستان، امریکا، چین او مرکزي اسیا هیوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ ګڼو هیوادونو د دې طرحې په تطبیق کې همکارۍ ته لیوالتیا ښودلې ده.
چینیانو د مس عینک پر کان سربیره په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې پانګونه وکړه. البته دا زمینه هندیانو برابره کړه چې ولس مشر اشرف غني چینایانو ته په دې اړه قناعت ورکړي.
په دې توګه د بدخشان له لارې منځنی اسیا ته د جګړې انتقال منطقي بلل کیږي. په دې ترتیب یوازینی لار چې پاتی کیږي هغه د بلوچستان ګردنې دي چې د پاکستان په خاوره کې دي.
دا طرحه اګر چې تر اوسه د اجرا کولو حتمي ضمانت نه لري خو د دې طرحې موضوع د پاکستان له پاره خطرناکه ده. انګریزان هم د دې طرحې خلاف دي خو که د دوی د ګټو ضمانت په راتلونکي کې په منځنۍ اسیا کې وشي امکان لري چې انګلستان په خپل سیاست کې بدلون راولي.
پاکستان اوس مهال له هرې خوا د ماتیدو په حال کې دی او انګریزانو ته هم له اوسني سیاست سره د پاکستان ساتل له امکانه لرې خبره ده .
پاکستان په اوس وخت کې له مات اقتصاد، ترینګلي امنیت او له نړیوالو مرستو نه بي برخې پر میدان پاته دی.
د خپل ژوند لپاره پاکستان اوس مهال یواځینی لاره په کابل کې د جګړې تعقیب لري او بس. خو د ساه ویستلو له پاره پر پاکستان دا لاره هند او امریکا له درده ډکه کړی ده له یوی خوا د وزیرستان له لارې منځنۍ اسیا ته د جګړی انتقال هندیان تعقیبوي له بلې خوا د جګړي موج د وزیرستان په خوا روان دی.
د پاکستان له پاره به دا ډیره ستونزمنه وي چې د پخوا په څیر په افغانستان کې د جګړی ژرنده وڅرخوي په دې خاطر چې افغانستان په اقتصادي حوزی د بدلیدو په حال کې دی. د پاکستان په اوسني سرحد کې د تاجکستان په لور یو لوی هېواد د لوی بلوچستان په نوم د زیږیدو په حال کې دی. که پاکستان حاضر شي، چې افغانستان ته بحر ته د نښلیدو په خاطر ترانزیتي لاره ورکړي ممکن بلوچستان د پاکستان د قلمرو یو برخه پاتی شي که داسې نه شي د دې امکان هم شته چې دا جګړه ډیره پیچلې شي. د انتقالي جګړي او د اقتصاد د رهبرۍ پړی د هند د لومړي وزیر نریندا مودي په لاس کې دی.
ولس مشر غني پاکستان ته په خپل لومړي سفر کې راحیل شریف ته د ده په خپل کاري دفتر کې د دې منطقه یی او نړیوال پلان په اړه خبري وکړی.
ظاهرا راحیل شریف ته د ولس مشر غني پیغام دا و چې نور په افغانستان کې د جګړې دوام امکان نه لري او دې جګړې نور پای مندلی دی. جګړه ستاسو پر خوا درځي یا معاملې ته ځان چمتو کړی او یا هم بحران ته!
دا فرصت په تیزی سره د ختمیدو په حال کې دی یا له وزیرستان څخه تېر شئ او یا د بلوچستان له لارې افغانستان ته ترانزیتي لاره ورکړئ.
د پاکستان له پاره دا معامله اسانه نه ده په اصل کې افغانستان له هند سره د ځمکې له لارې تړل کیږي. او پاکستان به له دې طرحې سره د مرګ تر بریده مقابله وکړي. خو د پاکستان اصلي ستونزه داده چې نور د مقابلې توان نه لري.
داسې ښکاري چې ولس مشر یوه پراخه اقتصادي ساحه غواړي او د دیورند کرښې په پخوانیو خوبونو کې ویده نه دی. ولسمشر غواړي د سردار داوود خان هغه پخوانی طرحه پلې کړي، چې له مخې یې افغانستان ته تر سمندر پورې یو ترانزیټي کاریدور ورکول کیږي.
نو په همدې توګه پاکستان په دو لارو کې بند دی له یوی خوا تجزیه او له بلې خوا اقتصادي ستونزې. پاکستان اوس د جګړې د مدیریت توان هم نلري نو د راحیل شریف له پاره ډیره ستونزمنه ده چې په ډک لاس له افغانستان نه لاړ شي.