استاد روهي ته


دمينې شور دې له ازله وينم
چې ټنګ ټکور دې تر منزله وينم
لاړې په هسکو هسکو والوتلې
زه دې تراوسه له کابله وينم
***
بيا دخوشحال جنډه به څوک پورته کړي
دايو تپوس ستا په تکل پاتې شو
چې يې بې وخته له موږ واخېستلې
زموږ قصور ستا په اجل پاتې شو

تاکه روهي نغمو ته رنګ ورکړلو
دشعر دنيا ته دې هم ځل پاتې شو
چې ستا له سازه يې نڅا کړه ياده
مطربه پوردې په غزل پاتې شو.