
افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢٥-٩-١٣٩٣
دخوست ولايت او شمالي وزيرستان په لسګونو ديني علماوو او مخورو مشرانو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې چې دخوست ولايت په دولتي مېلمستون کې جوړه شوې وه ، په سيمه کې دسولې ،امن او ثبات دټينګښت لپاره د ګډ کارکولو غږ پورته کړ، په دغه ستره غونډه کې دخوست ولايت سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ،ملي امنيت رئيس جنرال محمد حسن شهيدزوى،دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت دجرګو رئيس اکبرجان فولاد ،علماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد ،دشمالي وزيرستان څخه د راغليو کډوالو ګڼ شمير ديني علماوو او مخورو ګډون درلود.
غونډه د مفتي فضل الرحمن لخوا دقرانکريم په تلاوت سره پيل شوه ، ورپسې دخوست ولايت ديني عالم مولوى نصرالله قاسمي ،دعلماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد د فرضې کرښې دې خواته ديني علماوو او مشرانو په استازيتوب خبرې وکړې او دکرښې دواړو خواو ته ميشت خلک يې يو ولس ياد کړ ، دوى وويل اوس مهال د پښتنو په سيمو کې د پرديو کړيو له لوري داسې کړنې روانې دي چې پښتنون ملسمان قوم يې له زياتو بدمرغيو او بې عدالتيو سره مخامخ کړى دى ،دوى د کرښې دواړو خواو ته له ميشتو ولسونو وغوښتل چې په وحدت کې ژوند وکړي او په ګډه دهغه کړيو او ناروا کړنو پرضد مبارزه وکړي چې اسلامي ارزښتونو او دپښتون قوم تاريخ ته يې زيان رسولى دى.
دواړو علماوو داهم وويل چې افغانان د اسلامي مسووليت پربنسټ له راغليو کډوالو سره مرستې کوي او دامهال ټول افغان ولس دشمالي وزيرستان دخلکو په غم او درد کې ځان شريک ګڼي.
دشمالي وزيرستان د ديني علماو او مشرانو په استازيتوب مفتي فضل الرحمن، ملک مزه الدين ،حاجي عمرخان ،مولوى خان دراز او ډاکټر حيات مسعود خبرې وکړې ،د خپلو خبرو پرمهال يې د افغانستان له دولت ،خوست ولايتي ادارې او ولسونو څخه د زړه له کومې په دې خاطر مننه وکړه چې د شمالي وزيرستان له بې ځايه شويو کورنيو سره يې تر دې مهاله د اسلامي همدردۍ پراساس مرستې کړې دي او دراغليو کډوالو ځانګړې مېلمه پالنه کوي.
غونډې ته يې په خپلو خبرو کې داهم په ډاګه کړه چې د کرښې دواړو خواوته ميشتو قومونو ترمنځ ګډ ،ديني ،فرهنګي او تاريخي مشترکات شتون لري او هغه کسان چې ددې ګډو مشترکاتو پرضد تبليغ او جګړه کوي د افغانانو تاريخي دښمنان دي.
دشمالي وزيرستان ديني علماوو او مشرانو داهم وويل چې افغانستان ته تر راتګ وړاندې يې ددې خاورې او ولس په تړاو بل ډول ذهنيت درلود خو کله چې دشمالي وزيرستان خلکو په خوست او ټول افغانستان کې اسلامي ورورولي ،مقدسه ځايونه ،جوماتونه او دخلکو مېلمه پالنه وليده ، نو منفي ذهنيت يې پرمثبت بدل شو او اوس يې دا پريکړه کړې چې له دې وروسته به هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړې چې د دوى له سيمو څخه د افغانستان د اسلامي نظام او مسلمان ولس پرضد شيطاني دسيسې جوړې کړي.
دوى له ورسيدلو مرستو څخه هم مننه وکړه ولې له دولت او نړيوالو موسساتو يې وغوښتل چې په عاجله توګه ورسره ژمنۍ مرستې وکړې ترڅو هغه کډوال چې په ډير بد حالت کې ژوند کوي له ستونزو وژغورل شي،همداشان يې دصحت،معارف او دکډوالو د راجستر په برخه کې د ځانګړې همکارۍ غوښتنه وکړه ،دشمالي وزيرستان ديني علماوو او مشرانو دا ډاډهم څرګند کړ چې په بشپړه توګه به دافغانستان قوانين رعايت کوي .
دسرحدونو او قبايلو چارو وزارت دجرګو رئيس اکبرجان فولاد هم غونډې ته خبرې وکړې د کرښې دواړو خواو ته ميشتو قومونو څخه يې وغوښتل چې په وحدت سره دستونزو په وړاندې مبارزه وکړي ، د خپل ځوان نسل ښوونې او روزنې ته ځانګړې توجه وکړي ،نوموړي دا هم وويل چې پښتون قوم په سيمه او نړۍ کې لوى تاريخ لري که چيرې پښتانه په ګډه او يو غږ سره دستونزو دهواري لپاره کار وکړي ، دټولو هغه کړيو لاسونه به لنډ شي چې دپښتون قوم دوژنې دسيسې جوړوې.
خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د خپلو خبرو پرمهال افغانستان دشمالي وزيرستان دخلکو کور وبللو او دکرښې دواړو خواو ته ميشت قومونه يې دافغان مسلمان ملت ستره او تاريخي برخه ياده کړه کوم چې ګډ ارزښتونه ،ژبه ،تاريخ ،فرهنګ او عزت لري.
سرپرست والي وويل چې افغان دولت او ولس د اسلامي وجيبې او مسووليت پراساس د شمالي وزيرستان له خلکو سره مرستې کوي او په دې برخه کې همکاري او مرسته خپل مسووليت ګڼي.
نوموړي په سيمه کې شته ناخوالې ،بدمرغۍ او نا امنۍ په سيمه کې د ګډې همکارۍ ،عدم تفاهم او خپل منځي بې اعتمادۍ پايله ياده کړه د کرښې د دواړو خواو پر ديني علماوو او مشرانو يې غږ وکړ چې د ګډې ارادې او همکارۍ پراساس دشته تهديدونو پرضد مبارزه وکړي او دهغه دسيسو او شيطاني پلانونو د پلي کيدو مخنيوى وکړي چې دپښتون قوم پرضد جوړ شوي دي.
عبدالجبارنعيمي دا هم وويل چې دشمالي وزيرستان دبې ځايه شويو کورنيو ټولې اساسي غوښتنې ا و وړانديزونه يې د هېواد تر ولسمشر او اړونده مرکزي ادارو پورې رسولې دي چې دا مهال د ولسمشر دهدايت سره سم ټولې اړونده مرکزي ادارې په دې باندې کارکوي چې شته غوښتنو ته ژر ترژر ه اساسي رسيدګي وشي.
نوموړي ددې يادونه هم وکړه چې د شمالي وزيرستان دبې ځايه شويو کورنيو دماشومانو ښوونې روزنې او روغتيا ته يې لومړتيوب ورکړى ، له دوى وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته دپوليو واکسين تطبيق کړي ترڅو ماشومان دمعيوبيت له ګواښ وژغورل شي.
نعيمي دشمالي وزيرستان پر ديني علماو او مشرانو غږ وکړ چې د افغانستان دخلکو دهمدردۍ ،اسلام دوستۍ ،ورورولۍ ،مينې اوپه دې خاروه کې د اسلامي اماکينو،جوماتونو او ديني مدرسو په تړاو دکرښې ها خوا ته څرګند پيغامونه واستوي ترڅو هغه کسان چې د افغانستان په تړاو منفي ذهنيت لري پر حق لار روان شي او نور ددې خاورې او ولس په تړاو منفي ذهنيت له سره لري کړي.
سرپرست والي داهم وويل چې د خوست د ادارې ټولو رئيسانو او دسيمې ولسوالانو ته يې دنده سپارلې چې شپه او ورځ دشمالي وزيرستان د بې ځايه شويو کورنيو سره ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي ،له دوى هم وغوښتل چې د چارو دسمون په خاطر له دولتي ادارو اوامنيتي ارګانونو سره خپله همکاري پراخه کړي.
د غونډې په وروستيو کې دشمالي وزيرستان دديني علماوو او مشرانو لخوا په سيمه کې دتل پاتې سولې ،امن اوثبات دټينګښت په تړاو پريکړه ليک صاد شو، دپريکړه ليک پراساس يې له افغان دولت او خلکو څخه د مننې ترڅنګ دا ډاډ څرګند کړ چې نوربه هيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د دولت ا و خلکو پرضد فعاليت وکړي، دوى ترهګري دپرديو کړيو کار وبللو او د کرښې دواړو خواو ته يې ټول تروريستي بريدونه په ټينګه وغندل ، دصادر شوي پريکړه ليک له مخې يې له دولت اونړيوالو موسساتو وغوښتل چې د شمالي وزيرستان خلکو سره ځانګړې مرستې وکړي.
واکمن