د اتلس مليونه  افغانيو په لګښت دخوست ښار د برېښنا شبکې  د پراختيا چارې پيل شوې

 
د لېندۍ مياشتې په شپږ ويشتمه د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دخوست ښار د ډېزلي برېښنا د دريم ډېزل هاوس چارې رسماً پيل شوې .
هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي وو، په کې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ،د خوست د برېښنا ريس انجنيرمايل شاه ، ګڼو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.
په خوست کې د برېښنا ادارې ريس انجنيرمايل شاه په خپلو خبرو کې وويل چې پدې پروژه باندې د افغانستان د برېښناشرکت له لوري  څه  د پاسه اتلس مليونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټولې ساختماني چارې به يې  د دريو مياشتو په موده کې سرته ورسيږي .
د ده په خبره ددې شبکې په بشپړېدو سره به اداري کمپلېکس ،ازادۍ مېنې  او نورو  ورڅېرمه سيمو ته برېښنا ورکړي، چې په هره برخه کې به لازم سهولتونه رامنځته کړي .
مايل شاه ددې شبکې د پراختيا په برخه کې دخوست  دولايتي ادارې مشرتابه هڅې او تلاشونه د پام وړ وبلل  اوژمنه  يې وښوده، چې دخوست د سرپرست والي په ځانګړو هڅو به ډېر ژر د شېخ زايد پوهنتون او دوه سوه بستريز ملکي روغتون ته هم په ورته بڼه د برېښنا غځولو چارې پيل کړي .
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل  ، برېښنا د ټولو پرمختګونو اساس جوړوي، دده په وينا که چېرې خوست د برېښنا له نعمت نه برخمن شي، نو په نږدې راتلونکي کې به په تجارتي، صنعتي،تعليمي او اقتصادي برخو کې د پام وړ وځليږي .
ده پدې خوښي وښوده، چې د ولسمشر محمداشرف غني سره يې د وېډيويي کنفرانس پرمهال ټولې غوښتنې يوه په بله پسې تطبيقيږي .د نعيمي په خبره  پوره ډاډه دى، چې د ولسمشر د ژمنې سره سم به  د نورو مهمو کارونود ترسره کېدو  ترڅنګ په اتلسو مياشتو کې وارداتي برېښنا هم دخوست ولايت ته وغځول شي .
((کلېپ ))
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د برېښنا شر کت ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د ښار د ډېزلي برېښنا پروژه بايد پداسې معياري ډول پلي شي، چې دخوست خلک ترې په  اوږدمهاله توګه استفاده وکړ ي .ده همداراز وويل  چې ځينې خلک اندېښنه لري، چې که د کورونو پرسر يې د برېښنا تارونه تېر شي، نو کورنۍ يې زيانمنې کيږي .دده په خبره دا بېځايه اندېښنې دي ، بايد د برېښنا شرکت اداره خلکو پدې تړاو بشپړ عامه پوهاوى ورکړي اود برېښنا په هراړخيزو ګټو يې وپوهوي .
همداشان ښاغلي نعيمي د برېښنا شرکت مسوولينو ته لارښونه وکړه چې د پروژې پرمهال د ښاروالۍ، مخابراتو او نورو اړونده ادارو سره بشپړه همغږي ولري، ترڅو د لين غځولو هره پروژه د پلان مطابق ګټوره پلي شي .
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د سيمه والو غوښتنه وکړه، چې د بر‌ېښنا د لګښت په تاديه کولو کې له ځنډه ډډه وکړي او ټول مصارف يې پرته له مشکلاتو په شفافيت سره تحويل کړي.
د نوموړي په خبره د برېښنا په پراخېدو سره به د ځوانانو په زده کړو کې هم مهم پرمختګ رامنځته شي، ده نويو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د برېښنآ په رآتګ سره د عصري ټکنالوژۍ په زده کړه کې زياته خواري وکړي، ترڅو هېواد ته دهمدې لارې غوره خدمت وکړي .
وروسته خوست سرپرست والي ، دولتي چارواکو او مشرانو د دريم ډېزلي هاوس د جوړولو له ځايه ليدنه وکړه او په خپلو لاسونو يې د شبکې د پراختيا ساختماني چارې رسماً پيل کړې .