د لږې شکرې خوړو لپاره لس لارښوونې

 
ابراهیم شینواری
هغه خواړه محدود کړئ، چې اضافي شکره پکې ګډیږي او ستاسو ماشومان یې خوري. که تاسو یې مکرر وانخلئ، ماشومان به یې هم نه خوري. خواږه خواړه او شربتونه ډیره انرژي او کم غذایي مواد لري. اضافي شکره په سوډا، یخو شربتونو، انرژي شربتونو، جوسونو، کیک، کلچو، مټایي او دغو ته ورته شیانو کې وي.   
دا حتمي نده چې خواږه خواړه بیخي له خپل غذایي رژیم څخه ورک کړئ، ښه دا ده چې کمه اندازه یې وخورئ. ماشومانو ته وښیئ چې د خوږو کمه اندازه ښه ده خو زیاتوالی یې مضر دی. کوچنی لوښی استعمال کړئ، چې خواږه هم پکې لږ وي.
۱). د څښاک شيان په هوښيار ډول وڅښئ
سوډا او دې ته ورته شربتونه ډیره زیاته شکره او انرژي لري. ماشومانو ته د تندې پر مهال د دغو شیانو پر ځای پاکې اوبه یا د میوو ۱۰۰٪ اوبه او یا شیدې ورکړئ.
۲). هغو دکانونو کې خريداري مه کوئ، چې د وتلو پر وخت کې خواږه شيان په تحفه کې ورکوي
ځینې دکانداران پیرودونکو ته خوږ چای یا خوږې کلچې ورکوي. دغسې دکانونو ته مو ماشومان مه بیایئ. هغو دکانونو ته هم ماشومان مه بیایئ چې خواږه شیان یې په ښکلو ډیزاینونو مخامخ ایښي وي.
۳). ماشومانو ته خواږه د جايزې په ډول مه ورکوئ
ماشومانو ته د ښه کار په بدل کې ګټور خواړه او میوې په جایزه کې ورکړئ چې د دوی د مثبت سلوک په وده کې مرسته کوي. یا د خوړو پر ځای ماشومانو ته خوږې خبرې وکړئ، کلک یې په غیږ کې ونیسئ او یا یو داسې څه ورته جوړ کړئ چې دوی د ځانګړتوب احساس وکړي.
۴). ماشومانو ته مېوې د خوږو د ښه بديل په توګه ورکړئ
پخې شوې مڼې، ناک او یا د میوو سلاډ نوش جان کړئ. همداراز کولی شئ د لوړې کالورۍ شربتونو پر ځای د میوو ۱۰۰٪ جوس که تازه وي یا کنګل شوی وي، ماشومانو ته ورکړئ چې ډیره ګټه لري.
۵). خواړه د ساعت تېرۍ په بڼه وخورئ
هغه خواږه شیان چې د ماشومانو لپاره په مارکیټ کې موجود دي، د راښکونکو اعلانونو په شکل خپریږي، تاسو له غذایي موادو ډک خوراکونه خپلو ماشومانو ته د ساعت تیرۍ په شکل ورکړئ. له کیلې نه ورته د یو خندني سړی څیره جوړه کړئ، میوې او خواړه په ښکلي ډول پرې کړئ او په رنګین ډول یې ترتیب کړئ.
۶). ماشومان وهڅوئ چې د خوړو نوي ډيزاينونه جوړ کړئ
تاسو ماشومانو ته د پوره غلو، وچو میوو او بې مالګې مغزیاتو څخه یو ښه ډیزاین جوړ کړئ. بیا له دوی وغواړئ چې دوی هم یو نوښت وکړي او نوي ډیزاینونه جوړ کړي.
۷). ماشومانو ته د موندنې چانس ورکړئ
د بیلابیلو خوړو د شکرې د اندازې په ورښودلو ماشومان وازمویئ چې کوم خوراک زیاته او کوم یې کمه شکره لري. ماشومان وهڅوئ تر څو هغه خواړه انتخاب کړي چې کمه شکره لري.
۸). خواږه شيان د ورځېني خوراک برخه مه ګرځوئ
خواږه خوراکونه کله کله ښه وي، خو هره ورځ ضرور ندي. د خپل ورځیني خوراک برخه کوئ یې مه.
۹). که ماشومان خپل خواړه نه خوري، نو اضافي شکرې ته په هيڅ صورت اړتيا نلري
دا باید په یاد ولرئ چې خواږه خواړه د اصلي خوړو ځای نشي نیولی او که ماشومانو اصلي خواړه نه خوړل، نو په بدل کې یې خواږه شیان مه ورکوئ.
۱۰). دا عادتونه تل په پام کې ونيسئ
که یو څو ورځې دغه احتیاط وکړئ، خو بیرته د ماشومانو پّ ټینګار ورته اضافي شکره ورکړئ، ګټه نکوي، ښو عادتونو ته دوام ورکړئ.