د ترهګریزو بریدونو په هکله رښتیا

 
زه دیوژورنالیست په توګه په اصطلاح د خلقیانو دسترانقلاب اودپرچمیانو دانقلاب د تکاملي دورې څخه راپدېخوا دټولو واکمنیو اوورسره دزړه بوږنونکو او غونې زیږوونکو پېښو شاهد وم . دډاکټرنجیب له پرځېدو او د جهادي تنظیمو نو ترواکمنتیا پوری افغانانو اوهیوادیی ډېرې جګړې اوورسره رنځونه او تباهۍ ولیدلېخو هیچا « ځانمرګي » نه پېژندل. آن دطالبانو دواکمنۍ په دوران کی هم انتحاري حملې نه وې. زه خوداسی هم ويلای شم چې داسرائيلو پرخلاف دفلسطینیانو دځانمرګوحملو پرته دنړۍ په بل هیوادکی هم په ترهګريزو بریدونه کی ځانمرګي نه دي لیدل شوي. لاتراوسه په عیسوي مذهبو هیوادوونو، هند او بودیستو هیوادونوکی دمذهب ترنامه لاندی ځانمرګي نشته.
 په ټولو اسلامي هیوادونو پوری یی هم نشو تړلای ځکه چې په ټولو اسلامي هیواونو کی هم ځانمرګي حملې نه کیږي . فلسطین، افغانستان ، عراق ، پاکستان اوسوریه هغه ځانګړي هیوادونه دي چې د ځانمرګو بریدونو له کبله په نړۍ کی شهرت لري . له فلسطین څخه وروسته افغانستان هغه هیواددی چې ځانمرګي ځوانان اوماشومان پکی دبریدونو لپاره کارول کیږي. په افغانستان کی د ځا نمرګو حملو لپاره ماشومان او ځوانان دډېورنډ د کرښې أخوا اود پاکیستان په پنجاب ایالت کی روزل کیږي او بیا دغه هیواد ته د وژنې او ورانکارۍ لپاره استول کیږي . که څه هم پاکیستان په ښکاره دانه مني چې دافغانستان پرخلاف په ترهګریزو روزنو، فعالیتونو او تمویلولوکی لاس لري خو نه انکارېدونکي شواهد او پاخه دلایل شته چې دپاکیستان دخالت تری راڅرګندیږي . ډېره به سخته وي چې سړی ووایي چې دخلق اوپرچم سیکیولر رژيمونو به دمخدره موادو تولید ، قاچاق ، مذهبي توند روي ، مذهبي بنسټ پالنې او دمذهب په نوم مذهبي ترهګروډلو ته دفعالیتونو اجازه ورکړي وي خو پاکیستان هغه لومړنې هیواددی چې نه یوازی کورني مذهبي توندروي پالي بلکی دنړۍ له اسلامي هیوادونو څخه یی سرسخت توند لاري جنګیالي راوستل ، داوږد اقامت اجازه یی ورکړه ، په جنګي اوترهګریزو برخوکی یی وروزل او په مالي او وسله واله توګه یی وپالل او افغانستان ته یی دوژنو اوورانۍ لپاره واستول . نړۍ والو اسلامي ترهګرو د غربي هیوادونو دجاسوسي سازمانونو اوکورنیو مذهبي ، سیاسي ، نظامي ، خفیه او دولتي ملاتړ هم ترلاسه کړ چې وروسته یی له دغې موقع څخه په استفاده خپلې شبکې اوډلې هم رامنځته کړې . پاکیستاني واکمنو اوچارواکوفکرکاوه چې په دی کارکی یی سراسر ګټه ده ځکه چې پټو ته یی مفته مالي او نظامي ورخونه ورمات شول ، غربیان او خاریجي جنګیالي به ورته افغانستان اوهند په ګونډوکړي او ددیورنډ کرښه به رسمي سرحد اوکشمیر به یی پنځمه صوبه شي . پاکیستاني واکمنان او چارواکي اوس هم په دی عقیده دي چې مذهبي توندلاریتوب او بنسټ پالنه هغه کلکه او نه ماتیدونکی پالیسي ده چې (ناپاک) وجود یی ورته په (پاک ) أړولی او پروړاندی یی هررنګه پاڅون نامقدس انګېرل کیږي . دپاکیستان په تولیدي پاکټ د انګرېز ټاپه وهل شوی ده . ښکاره خبره ده چې دانګرېز په لاس جوړشوي شي کی کمالونه زیات وي . یو لوی کمال یی دادی چې چارواکي اوسیاستوال یی په جعل اوفریب کی انګریزي مهارت لري اودی ته هم فکروي چې د سیاست لپاره جعل اوفریب ډېر ضوري وي . ددی سر په مقایسه کی افغانستان دی چې زیاتره خپل کارونه د «غیرت » په بنسټ اوجذبه مخته وړي او په سیاست کی خو غیرت دذهرو معنا لري . دخپل جوړښت په پيک باندی (مېډ این انګلنډ ) نه لري اودداسی خلکولخوا جوړشوی دی چې د پردۍ ټاپې پرځای خپله اصلي ګوته کاروي . 
غیرت په (نه خبره )کی هم کارول کیږي او په تاوان یی هیڅ چرت نه وهل کیږي خو جعل او فریب داسانی ګټې لپاره کارول کیږي . غیرت تل بریالی هم نه وي اوتاوان ځکه لري چې معلوم وي او معلوم شی ښه په نښه کېدای شي خو جعل اوفریب که بریالی هم نه شي نو په اسانه په نښه کیدی هم نشي ځکه چې نا څرګندوي . له دغه ځایه دغېرتي افغانستان اوفریبکار جعلي پاکیستان د بریالیتوبونو اوتاوانونو څرک لګېدای شي .
رابه شوو په افغانستان کی داوسنیو ترهګروځانمرګو بریدونو خبرونو ته چې له رسنیوڅخه اورېدل کیږي . دخواشینۍ ځای دی چې تراوسه په زرګونو پولیس او دملي اردو عسکروژل شوي دي او په زرګونو معیوب شوي دي چې دزیاترو پوښتنه هم څوک نه کوي . دا قرباني دچا لپاره وه ؟ دوطن ددفاع لپاره که د مفسد حکومت دساتنی لپاره او که دبهرنيانو سره د مرستی لپاره ؟ دا هغه پوښتنې دي چې هرافغان یی وجدانا ځواب ويلو ته اړدی . که قضاوت مو بی طرفه وي نو باید داومنوو چې په افغانستان کی دقضیې یواړخ حکومت دی خو بل اړخ یی دحکومت مخالفین دي . په خواشینۍ باید ووئيل شي چې دواړه اړخونه دپردیو دلاس آلې دي . نه سم پاک بادیانته ، صادق ، فعال ، خلاق او عادل حکومت رامنځته شو او نه یی پروړاندی خپلواک سیاسي اوځواکمن أپوزیسیون جوړشو. دواړه خواوې ملي حیثیت نه لري اودواړه خواوې خپلمنځي اختلافونه په قبضه شوو او ورکړل شوو وسلو حلول غواړي چې هیڅ ممکنه نه ده . ددواړو په ډزوکی عام وګړي وژل کیږي ژوبل کیږي . دپردیو جګړه وسله والو افغانانو پخپلو اوږو اخیستی اونتیجه یی داده چې خاریجیان به ځي اوبېغمه به په خپلو هیوادونو کی ناست وي خو افغانان به پخپلومنځونو کی جنګیږي ځکه چې غیرتي دي او هریو باید خپل دوښمن وګټي ،ولؤ که سل کاله وروسته هم وي ! زما اندېښنه داده چې که رسمي او دشتي ټوپکوال یی پخپلو منځوکی معلومول غواړي نو افغانستان ډېرې سپېرې دښتې لري ، هلته دې وروووځي اوسره معلومه دکړي خو په ښارونو کی د پردیو ترهګرو حملو مخه څنګه باید ونیول شي ؟ زه نظامي سړی نه یم بلکی یو ژورنالیست یم خو دالله په فضل دومره تجربې لرم چې په هرڅه کی ښه تحلیل وکړم . دافغانستان کلو اوښارونو ته د پردیو په ناولو نیتونو اوشومو پلانونو ورأستول شویو ترهګرو مخنیوي په لومړي ګام کی دپولیسو ، خفیه ادارو او اردوو مسؤلیت دی خو کله داسی حالات رامنځته شي لکه دا اوس په افغانستان کی نو بیا دعامو خلکو مسؤلیت هم دی چې له ځان اوخپل ما ل څخه دفاع اوساتنه وکړي . خو دافغانستان ټولې امنیتي ادارې ککړې دي ، پاکی نه دي . په ترهګرو فعالیتونو کی ددوی منسوبین لاس لري ، په غلا کی ددوی منسوبین لاس لري ، په رشوت او خپلسریو کی ددوی منسوبین لاس لري . اصلا نظامي اوعسکري دسپلین کمزوري دي . داردوو اوپولیسو له اصولو اومسلکیتوب څخه یوغټ اصل دادی چې دادواړه ارګانونه په کلکو ډسپلینو اومطلقه بیطرفي ولاړ وي او کلک ډسپلین اوبیطرفي کلک کنترول رامنځته کوي . یوڅو منسوبین به استثنا وګڼو خوله بده مرغه دا اصول په افغاني اردوو او پولیسو کیلا تراوسه نه دي رامنځته شوي . تراوسه پولیس او اردوو د تنظیمونو ، ټوپکوالو ډلو ، سیاسي اومذهبي ګوندونو ، فسادي اورشوتخورو دولتي چارواکو ، قاچاقبرانو ، سیمه ایزې اوکورنۍ مافیا ، جاسوسي شبکو ، خفیه سازمانونو ، طالبانو اوالقاعده استازي لري . افغاني پولیس اواردوو لاتراوسه دخلکو اوهیواد په خدمت کی نه دي بلکی اجیردي چې د بهرنیانو په تنخواه مقرر شوي دي . ترڅو چې پولیس او اردوو بی طرفه نشي اوترکلک مسلکي ډسپلین لاندی رانشي په والله اوبالله که په افغانستان کی یا امن راشي یا قانون پلی شي اویا په خطرونو ، جنایتونو، خپلسریواوخیانتونو کنترول راشي !
 
 لیکوال وحید مشواڼی