
لنډه کيسه
ګاونډی مې ډير بوډا وو ، د ده له قوله ۹۵ کلن وو . له پښو ډير ظهير وو خو فکر او سوچ يې لا ډير غښتلی پاته وه . ( مارک ) ټول وخت د لوی کور په وړه خونه کې چې کړکۍ يې د کوڅې خواته وه په خپله ريړۍ کې ناست او کوڅې ته کتل . نه پوهيږم چې دا ټوله ورځ به ده څنګه تيروله ؟ لاروي به يې شميرل ؟ که به يې له ځان سره د خپل ژوند وروستۍ خوږی ورځي لنډولې ؟
دلته لمرينې ورځې په شمار دي . د سپوږمۍ هغه شرم چې د وريځو تر شا پټيږي ، دلته لمر خپل کړی دی . د نړۍ خلک بلجيميان له دې نه پيژني چې له سلام نه وروسته خبره يې د هوا د حالاتو په اړه وي . داسې کسان سته چې ډيرو تيارو يې پر ذهني او رواني حالاتو اثر کړی او ځان يې وژلی . داسې تنهايي لکه دلته چې د سپين ږيرو په نصيب رسيدلې ده ، ډيره زورونکي ده . د مارک خبره مې کوله .
سهار چې به مې د هټۍ دروازه پرانستله نو سترګې به مې پر ښاغلي مارک ولګيدې . مارک به هم زما سترګې تر هغو څارلې تر څو زه ورته وګورم .د ادب او شخصيت احترام به يې پر ځای کړ . پوهيدم چې غواړي له خپلي چوکۍ پورته سي خو پښو يې یاري نه ورسره کول . په خاصه اشاره به يې خپلې پښې وښکنځلی او سلام به يې ادا کۍ .
مارک به له سهاره تر ماښامه زما د ذهن ملګری وو . د ده د تير ژوند د پرستيژ او وقار نه ډکه وظيفه ، خدمت او صداقت ، پوهه ، او اوسنۍ تنهايي ؟ دا ټولو پوښتنو زما څخه وخت غوښت چې جواب ومومي .
د ورځې په لمړيو ساعتنو کښې به زما همکار راغئ او کار به مې ورته تسليم کئ . ما بايد د نورو کارونو لارښونه او سرپرستي هم کړې وای ، خو تر ټولو لمړی مې د ښاغلي مارک احترام ته ځان رساوه . (مارک دلتاندر ) د خپل وخت پوهه او ايمانداره وکيل وو . په خپله ريشته کې يې تر دوکتورا تحصيلي ديپلومونه درلودل .
وختونو او غمونو يې د مخ پوستکئ ګونجي منجي کړی وو خو زړه يې له انساني کرامته ډک او انسانيت ته ژوندئ پاته وو .
ده به وليدم ، چې د ده خواته روان يم خو بيا به هم منتظر وو تر څو د دروازې زنګ ووهم . سمدستي به يې د لاس په ريمونټ کنترول دروازه خلاصه کړه . تر لنډې ستړي مسي وروسته زما لپاره پر ايښودل سوي چوکۍ باندې به کښيناستم او دوهمه پوښتنه به يې د بلجيميان خلاف « د اب هوا » زما د وطن او هلته د حالاتو او احوال ، په اړه وه .
ښاغلې مارک به پوهيده چې زما لپاره به يی پر انټرنيټ د افغانستان ټوله خبرونه را ټول کړي وه ، بيا به يې يويو له حقوقي تحليلونو سره يو ځای زما سره شريکول .
يوه ورځ چې د ژوند اخيري ورځې يې وې ډير خوشاله وو ، ما ويل لکه چې د نوي ژوند زيرۍ پر سوی دی ؟ او يا يې په کورنۍ کښي د لمسي واده دی ؟ ما يې د خوښۍ سبب ځيني وپوښتۍ خو ښاغلي مارک ځان تير کۍ .زما له تکرار او تاکيد سره سره يی وويل ، پريږده چې سورپرايز ووسي .
پرون سهار مې د معمول سره د هټۍ ور پرانيست خو ښاغلی مارک مې تر سترګو نه سو . تشويش مې سو او د کور خواته يې ورغلم . د دروازې زنګ مې وواهه ، دوې دقيقی وروسته دوو نابلدو خلکو دروازه راته خلاصه کړه . د ښاغلي مارک پوښتنه مې وکړه ، هغوی يو او بل ته وکتل او بيا يې په ډيره خواشينۍ سره راته ويیل چې مارک ابدي ژوند خپل کړ ، له دې دونيا نه يې کوچ وکړ . ډير خواشينی سوم ، پر زړه مې سستي راغله ،کښيناستم ، بيا مې د هغو خلکو نه د مارک د جسد پوښتنه وکړه ؟ هغوی د مارک د جنازی او جنازی د مراسمو وخت او ادرس راکړ .
نن سهار مې توره دريشي او توري عينکې د خپل دوست په غم کې د ګډون لپاره واغوستل او د روغتون پر لوري روان سوم .
هلته د مارک نور دوستان او خپلوان هم د مارک سره خدای په امانۍ ته راغلي وه . جنازه تر ليدلو وروسته بايد خاورو ته سپارل سوی وای ، خو تر مراسمو وروسته يې زوی چې له امريکا څخه راغلی وو د خپل پلار هغه عريضه ولوستل چې له دولت نه يې غوښتنه کړی وه « زما له مرګ نه ورسته زما د بدن سالم او جوړ غړي بل مريض ته هديه کړۍ ، او يا يې هم په لابراتوارنو کښي د ځوان نسل ازموينې ته کښيږدۍ »
موږ چې ټولو د خپل دوست پر جدايې ژړل ، زوی يې ماته رانژدی سو او د خپل پلار د عريضې متن يې راوښود ، پر هغه د حکومت او د محکمی حکم او لاسليک يې د پلار د هغی ورځي د خوښۍ لامل وباله ...
امين باوري
ات - بلجيم
29/05/2009