
ترجمه درجم څخه اخستل شوي،رجم په عربي کې ويشتلوته وايي. په پخوانيو وختوکي کله چې به عربو فال نيوه نو څوداني تيږي به يي پر مځکه وويشتي او پردي به يي فال نيوه ددي څخه مطلب دادي چې کله چې څوک يو مضمون اويا يو مطلب وژباړي، تا يو ګډوډ څيز منظم اوددي وړ دي کړ چې نو هم تري استفاده وکړي.
اوپه اصطلاح کي ترجمه هغه فن او يا مهارت دي چې ددي په وسيله کولاي شو چې ديوي ژبي له چارچوب يا چوکاټ څخه دبلي ژبي چوکاټ ته واړوو.
دترجمي ضرورت:
نن چې نړي يو کوچني کلي ګرځيدلي دادترجمي اويا ژباړي برکت دي. دنن ورځي ټولي دپلوماسي،تجارتي،کلتوري اوداسي نوري اړيکي دژباړي دسهولت څخه په استفادي مخ پروړاندي ځي.
ترجمه له مونږ سره دخلکو دضرورياتو ،مشکلاتو او همدارنګه په تخنيکي لاسته راوړنو کي او دمشکلاتو په حلولو کې او دتخنيکې لاسته راوړنو څخه په استفاده کي همکاري کوي.
دترجمي شرطونه:
په ترجمه کې مترجم بايد لانديني شرطونه ولري:
1-مترجم بايد د ليکوالي مهارت ولري.
2-له هغي ژبي څخه چې ترجمه کيږي کافي مهارت بايد ولري.
3-هغي ژبي ته چې ترجمه کيږي هم پکي بايد کافي مهارت ولري.
4-دترجمي له موضوع سره لازمه آشنايي.
5-دليکوال په مافي الضمير ځان پوهول.
6-دترجمي له اصولو سره آشنايي.
پدي بايد وپوهيږو چې ترجمه د ډير پوه سړي کار ندي،ترجمه يوکمال دي چې باريکې لري. هرکله چې يو اثر ترجمه کيږي بايد مترجم له مسلکي شخص سره ارتباط ولري مثال که اثر طبي وي بايد له ډاکټر سره ارتباط وي که ساينسي وي له ساينسپوه سره، ترڅو له يوه مطلب څخه بل مطلب وانخستل شي. کاميابه ترجمه هغه ترجمه ده په کومه کې چې لوستونکي دافکر ونکړي چې دا ترجمه ده.
ډيرځل داسي شوي چې په يوه اثر کي چې يو ځل وژباړل شي په دوهمه ژباړه کي ياني له ژباړي څخه په ژباړه کې داثر مطلب بل څه وي په دي کې هم بايد ډير احتياط وشي ترڅو نموړي غلطي پکې تکرار نشي.
دترجمي اقسام:
ترجمه دمختلفو اقسامو له مخي په مختلفو برخو ويشل شوي:
الف:ترجمه دژبي له مخي
1-شفاهي ترجمه
2-کتابي ترجمه
3-له خارجي ژبي څخه داخلي ژبي ته.
4-له داخلي ژبي څخه خارجي ژبي ته.
5-له يوي خارجي ژبي څخه بلي خارجي ژبي ته.
6-له يوي داخلي ژبي څخه بلي داخلي ژبي ته.
ب:ترجمه دموضوع له مخي
1-دعلمي موضوعاتو ترجمه.
2-دتخنيکي موضوعاتو ترجمه.
3-دفرهنګي موضوعاتو ترجمه.
4-دتجارتي موضوعاتو ترجمه.
5-دمطبوعاتي موضوعاتو ترجمه.
6-دسياسي موضوعاتو ترجمه.
7-دحقوقي اوقانوني موضوعاتو ترجمه.
8-داداري موضوعاتو ترجمه.
ليکنه:زاهد جلالي