
زما د زړه پر دښته راټوکيدلي فريد احمد تسکين ته زما د ليونۍ مينې يو ټکنی اظهار
د خيال غميو دې ځلا کړې ده
تسکينه دا دې څه بلا کړې ده
ستا په ټکور ټکور لفظونو باندې
هر يو پرهر مې غوړيدا کړې ده
زما پر ژبه پوهېدلی ته يې
زما د زړه خبره تا کړې ده
د تخيل ناوې ته ږده خالونه
راشه زخمونو مې رڼا کړې ده
تا خو په هر لوري شيندلې مينه
تا خو په هر لوري سخا کړې ده
په تقدس دې لمبولې اروا
د غزل نجونو دې حيا کړې ده
فتحه کوه د محبت ښارونه
ګله جمال درته دعا کړې ده
جمال ثاقب ــ کونړ