د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

 
کابل
په کابل سټار هوټل کې، «د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې» لخوا، د فساد پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
C:UsersDotComDesktopIMAG2456.jpg
 
غونډه د عظيم الشان قران په تلاوت سره پيل او ورپسې ملي سرود وغږول شو.
 
C:UsersDotComDesktopIMAG2463.jpg
 
د غونډې پرانيستونکي وينا د ياد شبکې د اجراييوي ريس خان زمان امرخيل وه او ورپسې، امان الله نورستاني د دې غونډې او فساد د فلسفې په هکله وينا وکړه.
په دې غونډه کې د شبکې وياند ډاکتر شکرالله مشکور د فساد د لاملونو او پايلو تر څنګ، د فساد د مخنيوي او د حل لارو په هکله يو پرېزنټېشن وړاندې کړ.
 
C:UsersDotComDesktopIMAG2473.jpg
 
په دغه غونډه کې د نندارې يوه برخه هم په پام کې نيول شوې وه، چې د یادې موسسې د دوو تنو ځوانو کارکوونکو لخوا، د فساد پر ضد يوه په زړه پورې سندره وړاندې شوه.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې لخوا، يو شمېر هغو شخصيتونو ته، چې د فساد سره د مبارزې پر وړاندې په مختلفو برخو کې فعال وو او د ۲۰۱۴ ز کال د شفاف شخصيتونو په توګه غوره شوي،جايزې هم ډالۍ شوې.
دغه جايزې سناتورې ميرمن انارکلي هنريار، ډاکتر خوشال روهي او يو ترابي ته ورکړل شوې.
 
C:UsersDotComDesktopIMAG2501.jpg
 
د ايورډانو تر لاسه کولو وروسته يادو کسانو لنډې خبرې هم وکړې.
د غونډې اختتاميه وينا، د کابل پوهنتون د شريعاتو د پوهنځي استاد، ډاکتر عبدالبديع صياد لخوا وه.