بدن ته معمولا د خولې له لارې غذایي مواد او اوبه او همدا راز د تنفس له لارې هوا داخلیږي. د داخل شوو موادو ګټوره برخه یې په بیلابیلو مراحلو کې د بدن له خوا مصرفیږي او اضافي برخه یې بیرته له بدنه وځي. لومړی به د غذایي موادو په باب بحث وکړو، وروسته به تنفس ته راشو. د اضافي مواد وتل د بدن او ذهن د روغتیا لپاره ډیر اهمیت لري او باید د بدن د اطراحي او تصفیوي سیستم روغتیا ته پوره پام وشي.
د کولمو له لارې د اضافي موادو وتل: غذایي مواد تر خوړلو وروسته لومړی معدې ته ځي چې په وړو ذرو او پارچو تبدیل شي. تر هغه وروسته په وړو کولمو کې ترې مهم مواد وینې ته جذبیږي او غیر ضروري مواد یې باید له بدنه د کولمو له لارې خارج شي. په دغو اضافي موادو کې ذهرجن مواد، ګازونه، میکربونه، پارازیټونه او ناهضم شوي خواړه موجود وي چې زیاته موده پاتې کیدل یې بدن او روغتیا ته تاوان لري. نو چې څومره په وخت سره له بدنه ووځي، ګټه یې زیاته ده. که د ځینو محدودیتونو، کلتوري ستونزو، ناسمو رواجونو او شخصي عادتونو له مخې په ساراګشت کې ځنډ کیږي، د بدن روغتیا ته مو زیات رسوي. ځکه په هره ممکنه لار چې وي پخپل وخت ساراګشت ته لاړ شئ او بدن مو ارام کړئ. (البته د پاکۍ او خفظ الصحې مراعتول په هر صورت ضروري دي، چې تر سارګشت وروسته په پاکو اوبو او صابون د لاسونو مینځل او د مدفوعاتو په سمه توګه ځای پر ځای کول د ډیرو ناروغیو له خپریدو مخنیوی کوي).
د ادرار له لارې د اضافي موادو وتل: په دوهمه مرحله کې خوراکي مواد وینې ته داخلیږي، له وینې څخه هم ضروري مواد د بدن حجرو ته ننوزي او اضافي او بې ضرورته مواد یې پاتې کیږي. وینې ته له حجرو څخه هم اضافي مواد راوځي چې دغه دواړه باید تصفیه شي. د وینې لار په پښتورګو ده او پښتورګي له وینې څخه اضافي مواد د مثانې له لارې له بدن څخه باسي. نو که څومره ژر دغه اضافي مواد له وینې څخه تصفیه شي، روغتیا ته مو ډیره ګټه لري. د زیاتو پاکو اوبو څښل په دې برخې تر ټولو مهمه خبره ده. څومره چې ډیرې اوبه وڅښئ، د وینې جریان چټک وي او ژر به په پښتورګو ورځي چې پدې توګه به مو وینه ژر ژر تصفیه کیږي. پښتورګي نایتروجن، یوریا، امونیا لرونکي مواد او اضافه اوبه له بدنه باسي. د عمر په تیریدو د رګونو وسعت زیاتیږي او وینه پکې ورو – ورو حرکت کوي، چې دا ورو حرکت په وینه کې د ذهرجنو موادو د زیاتې مودې پاتې کیدو سبب کیږي، نو باید پدې عمر کې د زیاتو اوبو څښلو ته توجه زیاته کړو، تر څو د وینې جریان چټک او تصفیه یې ژر تر سره شي.
د ځيګر په واسطه د غير ذهري کولو دنده: باید ووایو چې ځیګر هم د بدن په دننه کې د غذایي موادو په تصفیه کې مهم رول لري. ځیګر کیمیاوي مواد پارچه کوي، ذهریت یې له منځه وړي او ځکه ورته د بدن تصفیه خانه ویل کیږي. ځیګر له بلې خوا صفرا تولیدوي چې د خوراکي موادو په پوره هضم کې مرسته کوي.
د خولو له لارې د اضافي موادو وتل: بله مرحله په حجرو کې دننه مغلقې پروسې دي چې په نتیجه کې یې له خوراکي موادو او اوبو څخه انرژي او د بدن جوړونکي توکي جوړیږي. البته بیا هم اضافي مواد بیرته د حجرو تر منځ فاصلې ته راوځي چې یوه برخه بیرته وینې ته داخلیږي. لکه چې وویل شول وینه په پښتورګو ورځي او پښتورګي دغه اضافی مواد تخلیه کوي. خو د حجرو تر منځ فضا کې ممکن یوه اندازه مواد پاتې شي، چې د دغو مواد و د ایستلو تر ټولو ښه لار د خوَلو په واسطه له بدن څخه د هغو ایستل دي. په پوستکي کې د خوَلو غدې او د ټنډې، د لاس د ورغوي او پښو د تلو اکرین غدو له لارې خارجیږي. په خولو کې اضافي مالګې او نور ذهرجن مواد له بدنه خارجیږي.
په لنډیز سره اوس ویلی شو چې هغه غذایي مواد چې بدن استعمال کړل، زموږ بدن پیاوړی کوي، رغوي، لویوي، انرژي ورکوي او له ناروغیو یې ساتي. خو د غذایي موادو هغه برخه چې اضافي دي او بدن نه وي استعمال کړي یا یې د استعمال تر بیلابیلو پروسو ایستلو ته ضرورت وي،، که په بدن کې پاتې شي د ذهرو کار کوي، بدن مو کمزوری کوي، ناروغه کوي، دردونه او تکلیفونه درته پیدا کوي، نو
کوشش وکړئ چې اضافي مواد مو له بدن څخه ډیر ژر ژر بهر کړئ او تر ممکنه حده یې د ځنډولو مخه ونیسئ . له یدن څخه د اضافي مواد د بهر کولو درې لارې دي :
د ساراګشت له لارې : په خپل وخت ساراګشت ته لاړ شئ، زیاتې اوبه وڅښئ، فایبلرونکي خواړه وخورۍ، د قبضیت مخنیوی وکړئ، د محدودیتونو او رواجي ستونزو حل پیدا کړئ.
د ادرار له لارې: زیاتې پاکې اوبه وڅښئ، چې رګونه مو ډک وي، د وینې جریان مو چټک او پښتورګو ته مو وینه ژر ژر ورشي. البته بیا هم کوشش وکړئ چې ژر ژر ادرار وکړئ او ښه په شدت یې وکړئ. (په موږ (ځینو) مسلمانانو کې سره لدې چې هر وخت لمانځه ته تازه اودس کول زیات ثواب لري، خو د لټۍ له امله یو رواج شته چې د ماسپښین په اودس تر ماخوستنه ټول لمونځونه کوو. دا کار پښتورګو ته د وینې جریان کموي، چې په نتیجه کې د وینې په تصفیه کې د ځنډ له امله ځینې تکلیفونه ممکن رامنځ ته شي. نو هیله ده هر لمانځه ته نوی اودس وکړئ او تر اوداسه وروسته یوه لپه اوبه هم وڅښئ، چې هم مو ثواب زیات شي او هم مو روغتیا ته ګټه ورسیږي).
د خوَلې کیدو له لارې : فزیکي فعالیت وکړئ، ځان خولې کړئ، چې دبدن د پوستکي له هر سوري څخه خوَلې بهر ته ووزي او په دې توګه ذهر جن مواد له ځان سره وباسي. البته د پوستکي پاکوالي ته مو پام کوئ چې سوري یې تل خلاص وي.
د تنفس له لارې د اضافي موادو وتل: د تنفس په اخیستلو کې اکسیجن زموږ سږو او د هغې لارې وینې ته رسیږي چې وینه یې د بدن حجرو ته رسوي. په حجرو کې اکسیجن د حیاتي فعالیتونو لپاره زښت ضرور دي . اکسیجن د بدن د حجرو په ضروري پروسو کې تر ګډون وروسته بیرته د کاربن ډای اکساید په شکل د وینې له لارې سږو ته راوړل کیږي. البته د سا ایستلو په وخت کې بیرته له بدنه څخه بهر ته وزي. که کاربن ډای اکساید مو ژر له بدنه ونه وزي دا هم د زهرو کار کوي او بدن او روغتیا ته مو ضرر رسوي. نو پکار ده چې پاکه هوا تنفس کړو، ژور تنفس وکړو، د شپې له خوا تر شنو ونو لاندې ویده نه شو، ځکه بوټي (نباتات) د شپې له خوا کاربن ډای اکسایډ خارجوي چې موږ یې باید تنفس نکړو. (د ژور او ارام تنفس د طریقو او ګټو په باب په یو جلا لیکنه کې معلومات وړاندې کیږي).
له بدن څخه د موادو او ګازونو مهم خارجونکي او تصفیه کوونکي غړي دا دي : پښتورګي، د مثاني نلونه (حالبونه)، مثانه، د ادرار نلکه، سږي، ځیګر، لویې کولمې، صفرا کڅوړه او پوستکی. د هر یوه ساتنه او مراقبت د ښې روغتیا لپاره ضروري دی او پکار ده چې پوره پام ورته وکړو. البته د اوښکو له لارې هم له بدن څخه مایعات وځي، چې دا هم له روغتیا سره مرسته کوي. د خفګان او عبادت په وخت کې د اوښکو تویول ګټور دي.
د بدن د مزمنو دردونو لکه سردرد، ملا درد او ځینو نورو ناروغیو نورو سبب زیاتره له بدن څخه د اضافي موادو او کاربن ډای اکساید پر خپل وخت نه ایستل وي، چې باید ساده یې ونه ګڼو او ډیر پام ورته وکړو.
په لاندې ویډیو کې د پښتورګو سیستم کتلی شئ.