د هيلو کاروان

د هيلو کاروان
زه ﻻروۍ د مينې
د هيلو دښته کې مې د ارمانونو ورک کاروان لټوم
ما د سما په لمن خپل د ارمان په ځولۍ
جوړه کيږدۍ مې د ليمو په غيږ کې
ما د نظر په اوښکو د ستورو ډک ورته اسمان جوړوه
ما به ختو ته ورته غشي د بڼو لږول
ښکلي فضا مې د سما په غېږه ورته د مينې جوړه
ما خو د خيال په دنيا ورته حرم جوړوه
خو يو ناڅاپه د بيلتون څپيړې
زه د خپل خيال خوب نه راويښه کړمه
اوس مې څوګ نشته  خوا کې
بس يو غاټول راته موسيږي د غم
چيرته د خپل داغ په رانجو راته نن
د بخت نظر اوچوي
يا د خپل اوښکو په رڼو پرخو مې
راته داغونه د زړګي لمبوي
اوس مې څوګ نشته خوا کې
يک او تنها په دې پرديسو دښتو
هر خوا سپېرې خاورې د غم پرتې دي
زه ﻻروۍ د مينې
ستا د غمو پر دښته
د خپلو هيلو سره
پېټۍ د غم مې پر اوږو بار کړی
بل څه کې نشته
څو ټوټې په کې د زړه پرتې دي
څه مې د خپلې ځوانيمرګی او شهيدې مينې
د ارمانونو جنازې پرتې دي
زه ﻻروۍ د مينې
ستا د غمو پر دښته
يمه روانه خپل د مينې ورک کاروان لټوم
زه خپل کاروان لټوم