افغانستان له اماراتو څخه درېیمه کرکېټ سیالۍ وګټله

  د سه شنبې په ورځ چې د روان هجري لمریز کال د لیندۍ ( قوس) یوولسمه او د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د دسمبر له دویمې نېټې سره برابره وه ، د افغانستان او عرب اماراتو د کرکېټ ملي لوبډلو تر منځ د اماراتو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې  درېیمه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه .     د لوبې پچه ( ټاس ) افغان لوبډله مشر وګاټه او مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه . د اماراتو لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو او د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۷۴ منډو هدف ورکړ .    افغان کرکېټ لوبډلې د ۴۹،۴ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلي هدف  تر لاسه او د اماراتو لوبډلې ته یې د ۲ توپونو  او ۲وېکټو په توپیر ماتې ورکړه .      په دې لوبه کې د افغان لوبډلې له لوري جاوید احمدي او میرویس اشرف ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې جاوید احمدي په ۴۵ توپونو۶۷ منډې جوړې کړې ، چې ۱۱ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړې . میرویس اشرف په ۵۲ توپونو ۵۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې ۳ شپږیزې او ۲ څلوریزې یې ترسره کړې . دغه راز د توپ اچونې په برخه کې د تېرې لوبې په څېر بیا هم دولت ځدراڼ ښکلې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه . دولت ځدراڼ  ۱۰ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۵۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړی یې وسوځول . د اماراتو د لوبډلې له لوري نن بیا هم خرم خان ښه لوبه وکړه ، چې په ۸۰ توپونو یې ۸۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، ۹ څلوریزې یې ترسره کړې .   د افغانستان او اماراتو د توپ وهنې او توپ اچونې لېست په لاندې ډول دی : د افغانستان د توپ وهنې برخه : ۱ ـــ جاوید احمدي په ۴۵ توپونو ۶۷ منډې جوړې کړې ، ۱۱ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړه او په منډه کې وسوځېده . ۲ ـــ نوروز منګل په ۱۹ توپونو ۱۰ منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . ۳ ـــ افسر ځاځي په ۲۲ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . ۴ ـــ اصغر ستانکزي په ۱۵ توپونو ۹ منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . ۵ ـــ محمد نبي په ۴۱ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې تر سره کړه او      ال ، بي ، ډبلیو اوټ شو . ۶ ـــ سمیع الله شینواري په ۳۴ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . ۷ ـــ شفیق الله شفق په ۴۲ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې ، ۳ شپږیزې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . ۸ ـــ میرویس اشرف په ۵۱ توپونو ۵۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، ۳ شپږیزې او ۲ څلوریزې ترسره کړې . ۹ ـــ دولت ځدراڼ په ۲۶ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . ۱۰ ـــ شاپور ځدراڼ په ۳ توپونو ۷ ناسوځېدلې منډې جوړې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه. د افغانستان د توپ اچونې برخه : ۱ ـــ دولت ځدراڼ ۱۰ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۵۱ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړی یې وسوځل . ۲ ـــ فرید ملک ۶ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۴۴ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۳ ـــ ۱۰ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۴۶ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۴ ـــ میرویس اشرف ۹ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۴۴ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . ۵ ـــ جاوید احمدي ۴ اوره توپ اچونه یې ترسره کړه ۲۷ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . ۶ ـــ شاپور ځدراڼ ۶ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۳۳ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۷ ـــ سمیع الله شینواري ۵ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۲۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .    د اماراتو د توپ وهنې برخه : ۱ ـــ امجد علي په ۵۶ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې ، ۷ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو . ۲ ـــ برېنګر په ۴۵ توپونو ۲۷ منډې جوړې ، ۳ څلوریزې یې تر سره کړې او کېچ اوټ شو . ۳ ـــ محمد شهزاد په ۵۹ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې ، ۶ څلوریزې او ۲ شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . ۴ ـــ خرم خان په ۸۰ توپونو ۸۵ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې ، ۹ څلوریزې یې تر سره کړې . ۵ ـــ روحن مصطفی په ۵۱ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې ، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . ۶ ـــ صمیم انور په ۱۲ توپونو ۹ منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . د اماراتو د توپ اچونې برخه : ۱ ـــ محمد نوید ۱۰ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۵۱ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . ۲ ـــ محمد شهزاد ۲ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۲۱ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۳ ـــ فهاد الهاشمي ۱۰ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۵۰ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځل . ۴ ـــ کرشنا کراتې  ۶،۴ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۴۷ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۵ ـــ ناصر عزیز ۸ اوره توپ اچونه تر سره کړه ۵۰ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . ۶ ـــ خرم خان  ۳ اوره توپ اچونه ترسره کړه ۱۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . د یادونې وړده ، چې د پنجشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د لیندۍ (قوس)   څوارلسمه او د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د دسمبر له څلورمې نېټې سره سمون خوري ، د افغانستان او عرب اماراتو د کرکېټ لوبډلو ترمنځ به څلورمه یا وروستۍ یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره شي .