غزل


تا چــې زما او مــا دې تا ســـترګې راواړولې
ځان ته مــو خپله د دونيـا سـترګې راواړولې
تاته يې د ګــوتې د نيولو جــرئت هم ونکــــړو
مــــوږ لــــېونيو ته هـر چا ســترګې راواړولې
پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږدي
لمر ميرات مـړي وينې بيا سترګې راواړولې
ته قضاوت وکړه چـــې نوم د وفا چاته ورکړم
تا نا اشــــنا غم دې اشــنا ســـترګې راواړولې
د ســــپېلني د زړه لوګــــــي به ډېر درولـــېږمه
وار کــړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې