
سوله Peace او امنیت Security که څه هم یو د بل د متممیت کړۍ جوړوي خو ذاتاً دواړه بېلې کلمې دي، او بناً باید په تر لاسه کولو لپاره یې له یو ډول مېکانیزمونه څخه کار وانه خیستل شي؛ امنیت د کلي استنادي دیوال ده او سوله یې د اوسیدونکو ترمینځ د چال چلند نوم ده؛ امنیت د زور، ځواک او چل په کارونې سره خپلېدای شي خو سوله له زړونو سره تړلې ده او یوازې د اخلاص په قرباني کولو سره یې د کوربه توب شرف حاصلیږي؛ امنیت د ډب او ادب له اصل سره ژورې رېښې لري خو په سوله کې چې څومره ټکیږي په هماغه کچه سختیږي. مرورتیا او بېلتیا کله کله د ژوند د کاروان مزاحمت کوي، خو ددې پروسې اوږدېدل ګڼ ټولنیز رنځونه زېږوي؛ بدبختانه د ناسمو سیاستونو او نه ارادې له کبله افغاني ټولنه له دې رنځه په هراړخیزه توګه ورنځېده، مونږ نور په دې بېوزله ولس کې د رنځ د تېرولو متره نه وینو، نو ځکه خو هم له همدې ځایه پرې غږ کوو چې مشره نوره له دې ګـڼـــــــډلـــو سیاستونو نه بهـــــر راووزه د ازادۍ په چینه کې اودس تازه کړه او بیا د زړه له تله د ارګ له بامه د سولې د سهار اذان وکړه، د غره په ډډه کې د جنګ د ډګر ستړي کلیوال د {وَالصُّلْحُ خَيْرٌ} په رښتینو اوازونو سره د کلي د یووالي جماعت ته راوبوله!
خو پام د وي چې سوله حق ده او دحق نارې باید د چل او فریب په ویروس نه وي ملوسې، دا ولس کله هم د بې باوره امام پسې اقتدا نه کوي، ددوی د زړونو خپلول اخلاص غواړي، مینه غواړي. که د ازادي رښتینۍ داعي یې نو داسې شرایط برابر کړه چې د یو یا څو پر ځای هر چاته د منلو وړ وي؛ ددې شرایطو تحقق سولې تهبېلابېل بعدونه ورکوي: سیاسي، فرهنګي او اقتصادي بعدونه:
۱ـ سیاسي بعدونه:
د سولې د رامنیځته کولو لپاره د په روان سیاست کې تعدیل راوستی شي، د لاندې برخو تعدیل اړین بولم.
الف - نړۍ ته ددې ډاډ ورکړی شي چې په راتلونکې کې به له دې هیواده ددوی ګټو او امن ته کوم خطر نه وي موجود.
ب ـ بهرنیان د له هیواده ووزي، کنو نو مونږ به دا هیواد دوی ته پریږدو.
ج - واک امانت ده، هغه د په سمه توګه سمو کسانو ته وسپار شي.
۲- د سولې فرهنګي بعد:
افغاني ټولنه یوه مذهبي ټولنه ده، او د وګړو زړونه یې په رشتینې توګه د رالیږل شوي قانون سره تړلي دي، اسلام د تیوري نه بلکه د عمل دین ده او دا ولسونه به تر هغه کرار نه کښیني تر څو یې په دوکان، دفتر، راډیو، تلویژون، ارګ او مسجد کې د اسلامي احکامو له تنفیذ څخه اطمینان نه وي حاصل کړي.
له مذهبي ارزښتونو سره لوبې ددې ولس زړونه خپه کوي او له سولي نه فاصله نیسي.
۳– د سولې اقتصادي بعدونه:
دوه ګوني اقتصادي سیستم Dualistic Economic system یوه غیر عادلانه سیستم ده چې د یوې ټولنې وګړي له اقتصادي پلوه په دوو پاړکیو ویشي، هلته بیا خان له غریب سره په یوه کاسه نه کښیني، کله چې بېوزله کسان ځان په کلي کې محروم وګڼي دا په خپله یاده ډله له هوارې غره ته روانوي. البته زمونږ موخه دا نه ده چې له شتمنو د پیسې واخیستل شي یاد هغوی هم د نورو په څیر د بېوزلۍ تر کرښې لاندې وځپل شي، بلکه داسې اقتصادي فعالیتونه د په کار واچول شي تر څو ددې هیواد هر تبعه اقلاً په خپله ګټه بسیا او د بېوزلۍ له کرښې د پاسه پتمن ژوند وکړي.
په پای کي سوله یو ټولنیز سکالو ده چې خپلول یې میکانیزم، اخلاص، اراده او ازادي غواړي؛ له دې نه غیر تش په خوله نارې وهل خپل واک ته د مشروعیت بښلو نه غیر کومه بله مانا نه لري.