ما پخـــپـله ځـــان ســـېـځلی يار ګـرم نه دی
پخــپل لاس مې زړه بايلـلی يار ګرم نه دی
ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل حــبيب ته
که يې ســاتلی که يې داغـلی يار ګــرم نه دی
د عاشــــق زړه د معــشوق د لاس مــڼــه ده
که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی
هر عاشـــق د معشــــوقــو د در غــــلام وي
که يـې شــړلی که يې بلـلــی يار ګــرم نه دی
لـــکه مار هــــــسې په مـا يــې ګــذار وکــړ
تا پخــــپله مـار ســــاتـلی يـار ګــرم نــه دی
يار ګـرم نه دی يار ګـرم نه دی "ملنګ جانه"
چـــې تا نه وو پـــېـژندلـــی يار ګـــرم نه دی
وروستي