پام كړه چاته مه وايه ! ځنډى له بډاى مور او پلار څخه يكي يو و، نوموړى د زوكړې په لومړۍ ورځ د نېكمرغۍ په سپين آس سپور راغى . په داسې حال كې چې په دې مناسبت د ټوپكو ډزا وه په ډېر شان او شوكت د خپلې مور تر څنګ اوږد وغزېداو څو شېبې وروسته يې په سړه سينه د خپل ښي لاس د غټې ګوتې په رودلو پيل وكړ .
پلار يې د دې لپاره چې په راتلونكې كې د دښمن له ډزو او غورو ، پرو څخه ونه ډاريږې او له همدې شېبې يې غوږونه ورسره روږدي شي ، لومړى يې دده غوږونو ته نږدې څو ډزونه وكړل بيا يې څنګ ته توره كېښووه او ورته ويې ويل : (( ګوره زويه ! دا خبره ټينګه په غوږ كې ونيسه ! كه چېرې كوم يو د خپل هېواد او خلكو كمه كوزه وكړي يانې د خپل هېواد او خلكو جاسو سي وكړي او بده ورځ يې وغواړي په همدې توره يې سر غوڅ كړه !!! )) بيا يې د ده د سترګو په وړاندې ټوپك پرې را ځوړند كړ . دا هم ددې لپاره چې كه چېرې زموږ له وياړلي تاريخ څخه بې خبره كوم ناپوه ځواك په دغه هېواد سترګې رابرګې كړي او يا يې د ښكېلاك فكر په ماغزو كې ور وګرځي سمدستې دغه ټوپك پسې راواخله!!!
وروسته يې د جومات ملا راوست او په غوږ كې يې اسلامي ناره (( اذان )) ور وكړ . دا هم ددې له پاره چې په همدې شېبې پوه شي چې مور او پلار يې مسلمانان او په اسلامي ټولنه كې زېږدلى دى. ځنډى د مور او پلار په نازونو كې ډوب تنكى ، پنكى د مرخېړې په څېر را لوئېده . لايې تى روده چې پلار يې اووه جوړې رنګه رنګ كالي،ورېښمينې لنګۍ وسكټونه او څپلۍ ورته راوړې. لا د مخه يې د اوړي او ژمي د خوب او ناستى كوټې ، د خپلو همزولو سره د لوبو بڼ او د ميلمه پالنې حجره مالومه وه . كه چا به د ښكلي آس او يا د اصيل ټوپك خبره وكړه پلار يې سمدستي د ساپر څپلۍ په پښو كولې داوو غرونو هاغه خواته هم پسې ورتله او په هر څومره بيه چې وو ځنډي ته يې راوړل . كه چا به د خوږو خوړو او ميوو خبره ياده كړه پلار به يې د قاف غره له هاغه خوانه هم ځنډي ته را وړې . كه چا به د ښه ګړندې زيارت خبره له خولې را وويستله لا به يې كيسه پاى ته نه وه رسولى چې د ځنډي پلار به پته ترې واخيسته او سبا ته به يې ځنډى لاس نيولى وروست . چې په دې ډول يې په ځنډي باندې د هر ډول بلا د ړندېدو له پاره د ډېرو زيارتونو جنډې نوي او نغري يې توده كړل .لنډه دا چې مور او پلار يې د خپل يوازيني زوى له پاره د مرغۍ پۍ او د انځر ګل په پيدا كولو پسې هم بډې رانغښتې خو هغه يې خوشال او تندرست ساته .
كله ، كله چې ځنډي له خپلو همزولو سره لوبې كولې مور،پلار يې د لوبغالي په څنډه كې ورته كېناستل او دواړه سترګې به يې په ځنډي كې ښخې كړې وې . هغه به چې د لوبو په ترځ كې له هر چا سره لاس په لاس شو پلار به يې په وارخطايۍ لوبې كوونكي ته ور غږ كړ : ((پام كوه ! پام !چې خوږ يې نه كړې !! )) كه چا ځنډى يوې خوا ته كوږ كړ مور،پلار به يې هم هغې خواته ورسره كږه شول، كه چا به د كومې ښايسته جلۍ نوم واخېست د ځنډي مور او پلار به سملاسي پسې روانېدل. دوى د ډېرو جلكيو كورونوته ورغلل او ډېرې نوجونې يې وليدې خو يوه يې هم د ځنډي وړ ونه بلله.
شپې او ورځې يوه پر بله پسې تېرېدې . اوونيو او مياشتو، موسمونو او كلونو خپل ځاى او مقام سره لاس په لاس كاوه . ځنډي هم د خوښيو په سيورى كې را لوئېده . هر ورځ يې برم او غوښتنې زياتېدې، د دوبي او ژمي بېل، بېل ښكلي كورونه يې ودان او د هر كور يوې بلې څندې ته يې بڼ او ګل بڼ جوړ كړ . څو ډوله او څو رنګه ښكلي اسونه ، د ملګرو ډله او دوه درې ښوونكي څو تنه ښځينه او څو تنه نرينه خدمتګاران يې په چوپړ كې وو.
پام كړه چاته مه وايه ! مور ، پلار يې له څښتن تعالى څخه يوازې د ځنډي خوشالي غوښته ، هغه يې نه ساړو ته وركاوه او نه تاودو ته ، نه يې د سيالانو سره چار چلند ورزده كاوه او نه يې له دوستانو سره ناسته ولاړه، نه يې په پښتني پور پوه كړ او نه په پېغور ، نه يې له دودونواو نرخونو سره اشنا كړ او نه يې د راشه ، درشه او افغاني ننګ او غيرت له خوندي ساتلو سره ، نه يې خپله پوله او بريد ور وښود او نه يې د خپلو شتو ساتنې ته پام ور واړاوه ، نه يې د ده د انډيوالانو د اخلاقو په هكله سوچ وكړ اونه يې د دوى د مېندو ، پلرونو د پېژندګلوۍ په هكله هڅه وكړه ، نه يې د هغه ښوونې او روزنې ته پام وكړ او نه يې د خپل هېواد كړكېښ پرې زده كړ نه يې د خپل قام ، كلي او كور په څرنګوالي خبر كړ او نه يې د شرمونو او وياړونو په كړو ، وړو او لاس ته راوړنو، بس د باچا خوسكى و هر څه يې چې زړه غوښتل هغه يې كول . لا يې د اتلسم پسرلي په درشل كې پښه نه وه ايښې چې د چا خبره سترګې يې سرې او لكۍ يې ډغه شوه . لكه څنګه چې وايي : (( سړى د سړي رحمان دى او سړى د سړي شيطان دى او يا چې اوسې په خوى به د هغو شې ! )) همدا ډول يې په شرمناكو كړو ، وړو ګوتې پورې كړې او د مور ، پلار له كنټرول څخه ووت . نن به څو پرله پسې ورځې د خپلو انډيوالانو سره د كابل ښار په سينماګانو او نور د سات او ساتېرۍ په ځايونو كې ګرځېده . بل وخت به څو پرله پسې اوونۍ په پاكستان كې په همدې ډول ځايونو كې لر ، بر كېده او كله ، كله يې څو مياشتې په هندوستان كې هم تېرولې . مور او پلار يې چې په لومړي مهال د ځنډي د زوكړې له امله له ډېرې خوشالۍ په كالئيو كې نه ځائېدل اوس يې د ده د ناوړو كړو ، وړو له كبله هېچا ته په جګو سترګو نه شواى كتلاى . بس (( د ښه پلاره او ښې موره ، بلا وزوله توره . )) ځنډي خپل ښوونكي وشړل او د مور ، پلار نصيحتونو اغېزه نه پرې كوله . يوه شپه چې په كږو ، وږو ګامونو كور ته راستون شو . مور يې په ژړغوني غږ او سرو سترګو ورته وويل : (( نصيحتونه مو خو نه منې موږ به لږه موده ژوندي وو او يا ډېره خو هر وخت كه په خپلو كړو پښېمان شوې يو ځل دې ماما ته ورشه ! ))
لا څو مياشتې نه وې تېرې چې د ډېر غم او غوسې له كبله د ځنډي د مور او پلار څلوېښتمه سره ګډه شوه ، خپل ځانونه يې په ډېره نهيلۍ د حق منګلو ته وسپارل او ځنډي يې د ژوندانه د لوبو په ډګر كې يوازې پرېښود . ده هم داسې نيلى په كې وځغلاوه چې په څو كلونو كې يې ټول شته له لاسه وركړل او بې كوره، بې اوره شو. د ښو ورځو ياران يې هم نه يوازې ترې لاس په سر شول بلكې ملنډې يې هم پرې وهلې. ټولو يې پر مخ دروازې وتړلې او هيچا د مرستې لاس نه ورغزاوه. يوه ورځ د خپلو بدو كړو ، وړو او سخت مجبوريت له مخې د ځان وژنې په فكر كې شو ، غوښتل يې ځان له لوړ كمره څخه را وغورځوي . كله چې د پاڼ سر ته ور پورته شو او له دې نړۍ سره يې د مخه ښه پر مهال د لومړي ځل له پاره په عادي او نهيلو سترګو خپل شاو خوا او د پاڼ لاندې شنو كروندو ، ښكلي زړه وړونكي چاپېريال او د خلكو بو ختيا ته وكتل ، نړۍ ډېره ښكلې ورته ښكاره شوه او د ځان وژنې هوډ يې كمزورى شو . د پاڼ پر سر زړه نا زړه ودريده . په همدې وخت كې د خپلې مور خبرې ور په ياد شوې چې : (( زموږ نصيحتونه خو نه منې ، موږ به لږه موده ژوندي وو او يا ډېره ، خو هر وخت كه په خپلو كړو پښېمان شوې يو ځل دې ماما ته ورشه ! ))
په داسې حال كې چې له خولې يې د پښېمانۍ ساړه اسويلي ايستل په ماتو غړو او شرمنده ګامونو د خپل ماما كور ته ورغى . ماما يې له توده روغبړ او ميلمه پالنې وروسته د مور سر تړلى ليك ور كړ . ځنډي څو شېبې په ژړغوني سترګو ورته وكتل او بيا يې په لړځنده ګوتو پرانيست . هلته داسې ليكل شوي وو : (( ځنډيه زويه ! څه وكړم ستا له زوكې نه شم منكرېداى او كنه نو تا خو موږ ته داسې څه نه دي را په برخه كړي چې موږ دې د زوى په نوم ياد كړو ، خپل ځان دې سپك او موږ دې ټيټ سري كړو ، عمر دې را كم او ډك زړونه دې د تورو خاورو په لورې روان كړي يو . خو زه څه وكړم ؟ چې تر اوسه هم ستا له مينې او ګرانښت څخه مخ نه شم اړاولى . دا ځكه چې وينه ، غوښه مو سره يوه ده او زه مور يم مور ! دا ځكه چې تا زما د سينې شيدې رودلي دي او كله ، كله د تي د رودو پر مهال زما د سينې له پاسه ويده شوى يې چې د خوب تنكي سوڼهار او د زړه ملايمه درزا دې لا تر اوسه هم زما په غوږونو كې انګازې كوي او ستا له خولې نه لا تر اوسه هم د خپلو شيدو او ستا له بدن څخه لا تر اوسه هم ستا د ماشومتوب د خولو بوى راځي او ماته لا تر اوسه هم كوچنى ماشوم ښكارې ، دا ځكه چې زه مور يم ، مور ! ته لكه چې په نورو خبرو نه پوهېدې په دې خبرو هم نه پوهېږې دا ځكه چې مور خو څه ان چې پلار هم نه يې . رښتيا يې ويلي دي چې: ((د مور زړه په زوى او د زوى زړه په وچ كاڼي . )) خو پام كړه چاته مه وايه ! زما وروستۍ خبرې په دواړو غوږونو واوره ، ښه ژور سوچ پرې وكړه ! دا هم مه هېروه كه دغه خبرې منې نو سمدستي د خپل پلار مړيستانه ته ورشه ! په خپله پښېمانۍ يې خبر كړه او بښنه ترې وغواړه ! ګوندې در بښنده شي او ډډه يې خاوروته ور ولږېږي ، ما خو لا د مخه بښلى يې . دا ځكه چې زه مور يم ، مور ! تا زما دسينې پۍ رودلي دي او زه ستا له ګرانښت څخه ځان نه شم ژغورلى !
زما د زړه سره او د سترګو توره ! كله چې ته په كږو، وږو او ګډو، وډو لارو سر شوې زه پوه شوم چې كه نن نه وي نو سبا ته او كه سباته نه وي نو بل سبا ته ارومرو د خپل پلار شته او جايداد وبايلې، لوپ لپړ او تكې تنها به پاتې شي .دا ځكه چې د چا خبره ((دغه لاره تور دكن ته درومي.)) همدا رنګه هوښيارانو ويلي دي چې : (( پلار ګټلې په زوى اسانه ده . )) ځكه مې له دغه ځايه لرې، ښه ډېر لرې په لوړ ځاى يوه ښايسته كلا او ترې لاندې دېرش جريبه ځمكه چې د اوبو ډكه وياله پرې سپاره ده ستا د ماما لور ( زرلښتې ) په نوم درته اخيستي ده. خو پام كړه چاته مه وايه ! زرلښته مو هم ستا له پاره كوژده كړې ده ، ځكه چې زرلښته ډېره درنه جلۍ ده د ژوندانه سړې، تودې شپې، ورځې يې په لوړ سر ، ټينګ هوډ او هسكه غاړه تېرې او د راتلونكي سو كاله ژوند له پاره يې ډېرې تجربې ترې زده كړي دي ، هغې له خوارۍ او غريبۍ سره په مېړانه ډغرې وهلي دي ، د خپلې مور او پلار تر سيورى لاندې يې له دوى سره يو ځاى ځان د نېكمرغۍ پړاو ته رسولى دى . ستا كوژدنې ان له ماشومتوب څخه له خپلې مور سره په كارونو كې مرسته كوله كور يې جارو كاوه، غواوې يې تړلې او رنځلې، پېولې يې ، غوجل يې ورته پاكوله، اخورونه يې له واښو او بوسو ورته ډكول، له ژمي پرته يې همېشه لنګه غوا په پړي نيولي وه او پر لښتيو يې پېولې ده ، په تاوده اوړي يې د خپلې مور او پلار سره لو كاوه ، په اېبلو پښو يې له ځمكې څخه درمند ته په سر سټي راوړل ، په سرو غرمو يې غوبل او څپر كاوه ، له ډنډ څخه يې اوبه راوړې او په خپل وخت دوډۍ پخوي، خپلو كوچنئيو خويندو او وروڼو ته په ډېره مينه كټه مټه لكه يوه زړه سوانده مور كالي مينځي ، پاك ستره يې لمبوي او جار قربان ورته وايې. په خپلو سترګو يې وينې چې د ښايست سارى يې نه شته او د ښو خويونو خو پرې ختمه ده . لنډه داچې زرلښته د ايرو لاندې لال دى ، لال ! پام كړه چاته مه وايه ! موږ په خپله ستا په روزنه او پالنه كې غلطي وكړه چې ان د زوكړې په وخت كې مو په سرو او سپينو كې پټ كړې، كاشكې په هماغه لومړۍ ورځ مو د موټر په ګراج كې د ميندلي هلك په نوم ماما ته وركړى واى او له زرلښتې سره د واده تر ورځې مودا خبره پټه ساتلې واى ، يوازې مو په څنګزن ډول ستا ښوونې او روزنې ته پاملرنه كړې واى او نور مو پرېئښي واى چې ان له كوچنيوالي څخه دې د خپلې خېټې له پاره د سختو كارونو له ليارې ډوډۍ پيدا كړې واى او موږ د خوارۍ او مشقت له لارې په پټه او ورو ، ورو لږې پېسې او شته در لېږدولاى . كه چېرې له دې لارې د شتو په ارزښت پوه شوى واى نو د پلار ګټلو شتو ته به دې په دومره بې ارزښته سترګه نه واى كتلي، كاشكې شپاني دې كړې واى ، لوڅ سر او اېبلې پښې دې د بل چا له پاره په شا بارونه وړي واى ، له خركارانو سره دې په وچه ډوډۍ خره چلولي واى ، د بل چا للمې ځمكې دې د باران په هيله په نيمايې غله كرلي واى. د خانانو په حجرو كې دې د مېلمنو لاسونوته اوبو وراچولي واى، دستر خوان دې ورته اوار كړى واى او چې دوى ډوډۍ خوړلاى ته وږې نس د اوبو جك او ګيلاس په لاس ورته ولاړ واى،چلم دې ورته ډكولاى ،د دوى مخې ته دې څپلې سمولاى او تر څو چې دوى په خوږه خوب نه واى ويده شوي تر هغه دې د ډوډۍ خوړلو حق نه درلوداى او لاس په نامه ورته ولاړ واى .خو پام كړه چاته مه وايه! كه سد دې سر ته درغلى وي او غواړې خپل ژوند له سره پېل كړې، بايد لومړى له زرلښتې سره واده وكړې. د واده څرنګوالى، څومروالى، د ګډونكونكو خوښونه او لګښت به ستا ماما برابر كړي . د واده په څلورم سهار پرته له دې چې څوك خبر شي او يا چاته خپله پته وركړې د نوي هستو ګنځي په لور به روانېږې ، هلته به د زرلښتې په ګډون او د دې په لارښوونه په خپله ځمكه كې په خپله كار كوې! كه چېرې زما خبرې غوره نه ګڼې نو سك سيخ په موږ پسې راځه ! چې نور مو ونه شرموې !! او هو ! ښه شو چې په ياد مې شول كه له زرلښتې سره دې واده وكړ يو ځل د واده په كاليو كې زموږ مړيستانو ته هم راشئ ! اخ څومره هيلې مو درلودې چې ستا واده په خپلو سترګو ووينو، خپل لمسي او لمسۍ په غېږ كې ونيسو، د لوبو شيان ورته راوړو ، په ځنګانه يې كينوو ، ښوونځي ته يې بوزو او له ښوونځي يې راوړو، په لاره كې يې له تنكيو ژبو خوږې، خوږې خبرې واورو. خو زموږ احساساتي تېروتنو او ستا نا ځوانۍ دومره زيانونه را واړول چې د ژوند ټولې هيلې مو په سيند كې لاهو شوې . )) لنډه دا چې ځنډي له زرلښتې سره واده وكړ، نوي چاپېريال ته ورغى او خپل ژوند يې له سره پېل كړ .كه څه هم په لومړيو ورځو كې كار كول ورته ستونزمن وو خو ورو، ورو ورسره روږدي كېده او د كار كولو خوند يې په بدن كې غزونې كولې . كله چې د مازديګر پر مهال كورته ستړى ستومان راته او له پاسه يې په خپله ځمكه باندې د نظر نيلى ځغلاوه، دا رنګه پتمن كار ته يې هوډ او مټې لا غښتلې كېدې ، ځان نېكمرغه ورته ښكارېده او په تېر ژوند پسې يې پښېمانۍ لاسونه سولول . يوه ورځ دوه تنه ځوانان د مازديګر لمانځه ته ور وګرځېدل دوى ته د لنډو خبرو، اترو په لړ كې د ځنډي خبرې په زړه پورې ښكاره شوې او نور ملګر يې هم پرې خبر كړل. ځكه به هره ورځ د مازديګر پر مهال د ځنډي دېره د سيمې له ځوانانو څخه ډكه وه او ځنډي به په ډېر خوند د هندي فلمونو كيسې ورته كولې، ده به د خبرو په منځ او پاى كې د خپلې ځمكې خواته ګوته ورسيخوله او دوى ته يې په كراتو، مراتو ويل چې: (( خو دا ټول كارونه د شېطان دي ، شېطان ! پام كوئ چې د شېطان ونه منئ ! او كنه داسې به شئ لكه زه.)) يوه ورځ ځنډي په نړيوال زبرځواك باندې د يوه فلمي اتل د زور، زياتي، ځورونو او ملنډو وهلو، همدا ډول د هغه زبر ځواك د كمزورۍ او بې وسۍ كوكو ، چغارو او د سر ټكونو په هكله په زړه پورې كيسه وكړه او دا يې هم په كراتو ، مراتو پسې غبرګه كړه چې : (( خو دا ټول كارونه د شېطان دي ، شېطان ! پام كوئ چې د شيطان ونه منئ ! او كنه داسې به شئ لكه زه . )) په دغه ماښام د بېرته تګ په لاره كې ټول ځوانان په چرتونو كې ډوب وو او كله، كله يې يوه، بل ته د پوښتنې په ډول سره كتل . بالاخره يوه خپله چوپتيا ماته كړه او ويې ويل : (( د ډېرو پنډو او د ستونزمنو كارونو له امله مو ملاوې كړوپې شوې او پوستكي مو په هډوكو پورې وموښتل خو يوه مو دوې نه شوې او لا تر اوسه مو رشتنې زبرځواك نه و پېژندلى، كاشكې د ځنډي خبرې مو دمخه اوريدلي واى . . . )) سبا ته د سيمې ټولو ځوانانو د ساپر پنډكي په ملا پورې تړلي وو ځنډي ته راغلل او د (( شيطان ادرس )) يې تر وغوښت .
وروستي