داڅوك دى ؟

 داڅوك دى ؟ چې هم ډول دى . هم خورجين دى. او هم سور ناچي .هم يې كري هم يې ريبې . څوك څيري اوڅوك گنډي . څوك لمسوي او څوك ډاروي . د چا هېواد اوكلي ، كورونه ورانوي او چاته يې ودانوي . دچا سره نا روا كوي او دچاسره رواه . له چايې اخلي اوچاته يې وركوي .
چاته گواښېږي اوچاته موسكېږي . چاته يې وچه وركوي اوچاته لمده . چاته يې په كاسه كې وركوي اوچاته په څمڅه كې . دچاپه بريد وراوړي او چاته بريدونه گټي . څوك تړي اوڅوك خلاصوي .چاته دسړى په سترگه گوري او چاته دسپي . چاته سترگك كوي اوچاته سترگې برگوي. له هوښيارانو او زړوروكركه لري ، كم عقلان ، ډارن او لاسپوڅي يې خوښېږي . دچا پر مخ دگټې وټې دروازې تړي او دچا پرمخ يې پرانيزي . په چا اقتصادي بندېزونه لگوي او دچاپر مخ دروازې پرانېزي . چاته وسلې وركوي او څوك د وسلودرلودلو په پلمه پو پنا كوي . غواړي د ځينو د ژوند لړۍ په ټپه ودروي او دځينوگړندۍكړي . په خوله دولسواكۍاو بشري حقونو خبرې كوي خو په عمل كې بشري حقونه تر پښو لاندې كوې او خپله زور واكي لا پسې غزوي . غواړي په دې پلمه ننگ او غيرت ، همت اوشرافت ، دوطن پرستۍ ولولې او جذبې ووژني ، جگ سرونه را ټيټ ، پولادې مټې ماتې او هډونه ، تكلونه ترخاورو لاندې كړي . سړي وژونكي، لوټماران او گوډاگيان د واك پرگدۍ كينوي . نه يوازې د ملي گټو خوندي كوونكي په يوه بله پلمه له واك څخه ګوښه كوي بلكې وژلوته يې هم ملا تړلي ده . هغه ده لگيادى ځينې هيوادونه او ملتونه نيستمن او د ځان محتاج كوي . دخپلې خاورې د بشپړتيا او د ملي حاكميت پلويان سپك او بې ځواكه كوي . نور په ملي او مذهبي كستمنتوب ملامتوي خو په خپله تر ټلو زيات ملي او مذهبي كينا كښ دى . غواړي هره خبره يې د اولسواكۍ تر پردې لاندې اسماني تندر او د كاڼې كرښه وي ، هر څوك يې ومني او كنه د (( بي 52 )) په زور يې پې مني . دغه ديوه بام او دوه هوا وو سياست چلونكى زبرځواكې چې په دويمه نړيواله جگړه كې د جنگ ، جگړې له ورانو ، ويجاړو او د اقتصادي سرچينو له برباديو څخه خوندي پاتې شو او په دې ډول يې اقتصادي برلاسى تر لاسه كړ . كه څه هم د نرخ ( قومي قانون ) له مخې د هغه وخت متحدين كولاى شي چې د خپلو هيوادونو د ورانو ، ويجاړو د تاوان برخه ترې وغواړي ځكه په دا ډول يو والي كې د نرخ له مخې ټول متحدين په گټه او تاوان كې سره شريك وي. خو نه پوهېږم چې دوى ولې دا كار نه كوي ؟ دغه ټگمار ځواك څه نا څه دوولس كاله د مخه په اټكلي ډول د دوه نيم مليونو افغانانو په سرښندنه په نړيوال پوځي ډگر كې هم يكې يو شو . خو د دې پرځاى چې د زړه ورو افغانانو د وينو او سرونو د نيكۍ پور پرځاى كړي . دوى بير ته په سر كوزو وپلورل ، د هغوى دگوډاگيانو په منگولو كې يې ښكېل كړل او په خپله د خير په غونډۍ ورته كيناست او په ډېره بېباكۍ ځنو ته سپك سيخ او ځينو ته په ځنگزن ډول ښكر وراچوي چې تراوسه يې ډېر درنه سپك كړي دي او ډير سپك يې را او چت كړي دي او لايې دغه دگناهكارانو او لوټمارانو د اوچتولو لړۍ روانه ده.خو سيالان يې څوك له ژونده بې برخې كوي اوڅوك د مرئيتوب لورى ته ور كاږي .
دغه زورواك له ځينو هېوادونو سره مېرې سلوك كوې هره شېبه گوته ورته څنډي ، سترگې پرې برگوي او وچ كلك كبر ورسره كوي ، ډېر يې اوري او د تلويزيون په پرده يې ويني چې دځينو هېوادونو په غمځپلو خلكويې د غم او وېر. ځورونو او رټوونو ، بندېزونو او سپكو ، سپورو تورتم جوړ كړى او رڼا ورځ يې پرې توره شپه كړى ده . د دوى غاړه يې د ړانده په څېر داسې تينگه نيولې ده چې نه يې په توبه پرېږدي او نه په ناغه . په دغه هېوادونو كې كه دچا په پښه كې اغزى هم لاړشي او يا يې پزه ويني شي سمدستي د بشري حقونو په پلمه سوټى پسې را اخلي ،د درى ژبې په اصطلاح (( از كاه كوه ميسازد.)) دا خو لا څه چې د ملگرو ملتونو او اوروپايې هېوادونو خبرو ته خو غوږ هم نه نيسي او دخيرك ادې يې هم نه بولي .
خو د اسرائيلو او ځينو نورو لاس په نامه هېوادونو سره د مور سلوك كوي ، د دوى د لمر په څېر په څرگندو تېريو او بې شمېره ظلمونو سترگې پټول خو څه ان چې مادي او معنوي مرستې ورسره كوي او جنگي ملاتړ ته يې هم ملا تړلى ولاړ دى .
خو له بده مرغه نړۍ په زړه چاودي ډول ، په مړاوو ، سودايې او بې وسه سترگو هك ، پك ورته گوري . هيڅوك زړه نه كوي چې د دغه ښكلې نړۍ په زړه كې د خنجرونو ننه اېستونكي او دسترو غميزو رامنځ ته كونكي زور واك غاړې ته گنگړي ور واچوي .كه دغه كار يې له لاسه نه كېږي نو دومره خو كولاى شي چې د قلم تورې ته لاس ور اوږد كړي او كه دا كار هم نه شي كولاى نو غبرگه سندره خو دې نه ورسره وايي.
پښتو متل دى وايي : (( له ما نه زېگېدلى . په ما پورې خندېدلى . ))
اوس نو راته ووايئ چې دا څوك دى ؟ او تا سو يې پېژنئ!؟