
د ننګرهار ادبي بهير(ناب)غړو بهيروالو د غبرګولي پر څلورمه د دوه نۍ(دوشنبې)پر ورځ د کاتب شاه کاتب شعري ټولګې((زما په زړه کې چې وو)) کره کتنې ته خپله ځانګړې کړې اونيزه ادبي غونډه د نور کله په شان د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور د غونډو ځاى(تالار)کې تر سره کړه چې پيل يې د قرانکريم د څو سپېڅلو اياتونو په لوستو وشوه.
ترې وروسته استاد ليکوال او قلموال استاد محمد اصف صميم ته د پرانېستې وينا بلنه ورکړل شوه چې استاد د کره کتنيزو غونډو کول د (ناب)د دريځ د يوې برخې ګڼلو ترڅنګ د کره کتنې پر ارزښت،اړتيا او لارو چارو هم لنډې خبرې وکړې.
بيا د نجم الدين اخندزاده علمي او کولتوري ټولنې مشر زرخان څارن چې ټولنې يې ياده شوې ټولګه خپره کړې وه د ټولګې د خپريدا پر لامل لنډه رڼا واچوله ويې ويل د دې ټولګې له خپراوي يې د کلي د دې ټولنې موخه د يوه نوي او ځوان شاعر په توګه د کاتب شاه هڅول و.
وروسته د کره کتنې برخه د ننګرهار پوهنتون د استاد پوهنيار محمد ابراهېم همکار په خبرو پيل شوه،استاد همکار چې پر ټولګې يې سريزه هم ليکلې وه، ټولګه کې د يو شمېر ليکنيو نېمګړتياوو د يادونې ترڅنګ وويل کاتب شاه کاتب شعري وړتيا لري او که خپله شاعري همداسې روانه وساتي نو ښايي ښه شاعر شي.
وروسته طاهر ساپي د کاتب شاه پر شاعرۍ لنډې خبرې او ارشاد رغاند او معلم وصلي خان ملاخېل خپلې ليکنې واورولې،بيا د ((زماپه زړه کې چې وو))نومې شعري ټولګې شاعر کاتب شاه کاتب ته پر شاعرۍ يې د غږېدونکو کسانو د خبرو په اړه د خبرو بلنه ورکړل شوه چې هغه د ټولو خبرو د ښه ګڼلو ترڅنګ له ننګرهار ادبي بهير(ناب)څخه پر ټولګې يې د مخکتنې او ويناوالو او ليکوالو د خبرو له امله مننه وکړه.
غونډه کې د نورو غونډه په شان ازاده مشاعره هم وشوه چې د شاعرانو د شعرو ويلو ترڅنګ پکې د غونډې دريځوال او خوږ غږي شاعر او ژونالېست نقېب احمد اتل څو خواږه ترنمونه هم وکړل.
د غونډې يوه بله لاسته راوړنه دا وه چې د نجم الدين اخند زاده علمي او کولتوري ټولنې مشر زرخان څارن د ټولنې له لورې يې له ځوان شاعر عطامحمد هيله من سره د هغه د لومړۍ چاپ ته چمتو شعري ټولګې((ته مې د ژوند د رنګينو پسرلى))د ژر خپراوي ژمنه وکړه.
د غونډې په ترڅ کې د نجم الدين اخندزاده علمي او کولتوري ټولنې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنيار محمد ابراهېم همکار ته د دغې ټولنې د ښه لاسنوي او د کاتب شاه کاتب د شاعرۍ سمونه کې د مرستې له امله په يوه ستانليک ووياړه چې د استاد محمد اصف صميم په لاس ورکړل شو.
غونډه د ماښام خړه کې د دعاپه کولو پاى ته ورسېده.