
کابل، افغانستان: افغان پلازمېنه د طالبانو د پېر په څېر تر یوې منظمې کلابندۍ لاندې ده. د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې د دولت، بهرنیو قواوو، په لوړه کچه خونديودانیو او داسې نورو سازمانونو بریدونه نوموړې اندېښنې ته هوا ورکوي چې ګوندې یاغیانو په امنتي ځواکونو برلاسی ترلاسه کړی دی.
کابل د پولیسو او پوځي سربازانو له لوري د سړک د غاړې امنیتي بلاکونو او تالاشۍ پوستو په واسطه یوې کلکې کلا ته ورته د یوې پولادي کړۍ په څېر خوندي ښکاري. په ښار کې د پارلمان، وزارتونو او ارګ په څېر مهمو ودانیو په لور تلونکي سړکونه او کوڅې تړل شوي دي، ولې نور بیا د اغزن سیمونو او چاودېدونکو موادو ضد کانکریټي دیوالونو پواسطه خوندي شوي دي.
ولې په وروستۍ اوونۍ کې یاغیان په دې وتوانېدل چې په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په دوه خوندي ځایونو بریدونه ترسره کړي، ځان وژونکي بمونه د ښار د پولیس مشر له دفتر څخه سلګونه متره لرې ولېږدوي، نړیوالو پوځي اډو او کاروانونو ته ځان مرګي ولېږدوي او د ولسي جرګې د یوې وتلې وکیلې موټر د برید لاندې ونیسي. پولیس مشر او د ولسي جرګې وکيله خوندي شول ولې ملکي تلفات د تېر په څېر پورته ولاړل.
سږکال طالبان د هېواد په اوږدو کې یوڅه قوي ښکاري. د ۲۰۱۳ زېږديز کال په منځ کې کله چې افغان امنیتي ځواکونو له نړیوالو ځواکونو څخه واک ترلاسه کړ او د امنیتي چارو سمبالښت او عملیات یې پخپل لاس کې واخیستل، د نورو کلونو په خلاف سږ کال د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه تر ټولو لوړه ښودل شوېده.
حقاني شبکه هم د طالبانو په څېر په ګاونډي هېواد پاکستان کې بنسټونه لري، نوموړې شبکې په خپلو بې رحمو ځانمرګو بریدونو نوموړو ناامنیو ته شدت ورکړی دی.
د سیاسي څېړونکو، ډپلوماتانو او پخپله طالبانو په اند د اشرف غني له خوا ولسمشرۍ ته له رسېدو سمدستي وروسته له واشنګټن سره د دوه اړخیز تړون د لاسلیکولو پرېکړې په نوموړو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی.
له امریکې سره دوه اړخیز امنیتي تړون او ناټو سره د نړیوالو ځواکونو د حیثیت خوندیتوب په اړه شوی تړون د کال په پای کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هم د ۱۲۰۰۰ پوځیانو د پاتې کېدو تضمین کوي.
د طالبانو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ پېر ډپلومات او اوسنی سیاسي څېړونکی وحید مژده وايي: «نوموړې جګړه به د دوه اړخیز امنیتي تړون له امله کلونه کلونه وغزېږي».
نوموړي زیاته کړه: «په دولت کې زیات شمېر خلک شته چې نوموړي یاغیان پالي او مرسته ورسره کوي، ځکه چې هغوي پخپله هم له دوه اړخیز تړون سره موافق نه دي.»
په بریدونو کې هغه وخت نور هم زیاتوالی راغی چې د سې شنبې په ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د بهرنیانو په یو خوندي ځای برید کې په لاس لرلو، د یاغیانو تر څنګ په دولت کې دننه ځینې قواوې هم تورنې کړې.
نوموړي ددې ترڅنګ د کابل د اوسېدونکو اندېښنې یادې کړې او پاکستان یې د ترهګرو په پاللو، ساتلو او روزلو تورن کړ او زیاته یې کړه چې پاکستان د لویدیځوالو له وتلو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې پښې ټینګول غواړي.
د کابل د پولیسو مشر جنرال محمد ظاهر وویل: «نوموړي بریدونه د استخباراتي جګړو یوه برخه ده، چې کوم بهرنۍ هېواد پکې ښکېل دی،» د نوموړي اشاره د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI پر لور وه.
جنرال ظاهر په نزدې وخت کې له هغه ځان مرګي بریده خوندي ووت چې یو ځان وژونکي د سختو امنیتي تدابیرو سره سره ځان د ښار په مینځ کې د پولیسو یو امنیتي ماموریت ترڅنګ والوزولو.
جنرال ظاهر زیاته کړه چې وسله وال افراد، ځان وژونکي بمونه، چاودېدونکي مواد، ډېرو خوندي ځایونو او د هېواد وتلو څېرو ته رسېدنه د نوموړیو بریدونو د پېچلتیا ښکاره شواهد دي.
څېړونکی انتونیو ګیوستوزي بیا وايي چې نوموړو بریدونو له ځان سره «د ولسمشر غني، امریکې، د مهاجرینو ټولنې او په ځانګړې توګه هغه طالبانو لپاره چې د دولت سره د سولې په خبرو اترو کې دلچسپي ښايي»، یو سیاسي پيغام لرلو.
نوموړي وویل پیغام دا وو چې، «دا جهاد دی، مونږ باید بهرنیان، امریکایان، د هغوي ګوډاګیان او پالل شوي بچیان له دې خاورې وشړو او تر هغې چې دا کار ترسره شوی نه وي، هیڅ ډول روغه جوړه امکان نه لري.»
لویدیځوال ډپلوماتان او څېړونکي په دې آند دي چې د سعودی عربستان، چین او پاکستان په مرسته د طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې او روغې جوړې هڅې به لږ تر لږه راتلونکي دوه کلونه له کلکو ننګونو سره مخ وي، ترڅو د طالبانو نوموړې امتحاني دوره او د نوي رامنځته شوي دولت د ازمویلو شخړې د حل لاره ومومي.
سره له دې چې مژده په خپلو خبرو کې وویل «د سولې او روغې، جوړې هیڅ دروازه پرانیستې نه ښکاري.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي د اخطار پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې، «دوه اړخیز امنیتي تړون د افغانان د ګټو خلاف دی.»
نوموړي دا هم وویل:«په کابل بریدونه د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو د ملا ماتونې لپاره ترسره کېږي او هیڅکله به نوموړې جګړه پای ونه مومي.»
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد