قافله د عشق راغـــــلې له کوم خوا ده
پر زړګي باندې مې شپه کا څه غوغا ده
ټوله یو دي که غلـــــجي که اودلي دي
ښه هغه چې یې د زړه ښيښه صفا ده
چې عمــــل یې د نېکۍ وي مېړه هغه
که اغوســـــتې یې ګډله د خمـــــتا ده
پښتانه دي ټوله لاس ســـــره یو کاندي
چې مو نن غـــزا هر لوري شــــاوخوا ده
بې زحمته راحت چــېرې مـونده نشــي
د احمد ځــــــــکه پر هــر لوري غــــزا ده
وروستي