کندوز کې د وزګارو ځوانانو شمېر ډېر شوی

 
د مدني ټولنې یو شمېر فعالین وايي چې د ځوانانو ترمنځ بې کاري په هېواد کې د نا امنۍ د ډېرېدو او د خلکو د ځورونې سبب کېږي.
د کندوز یو شمېر ځوانان چې له پوهنتون څخه هم فارغ شوي، د کار له نشتوالي شکایت کوي او له حکومت څخه غواړي چې ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې اقدام وکړي.
د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي په دې ولایت کې د بې کارۍ ستونزه مني خو وايي چې د نورو ولایتونو په پرتله دلته د کار بازار ښه دی.
د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد طاهر عظیمي وايي چې یوازې د روان کال په وروستیو نهو میاشتو کې ۱۵۰۰ کسانو ته د کار جوازونه صادر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ټول کې هېواد د کار وړ ۴ میلیونه کسان وزګار ګرځي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي، چې په افغانستان کې له لس میلیونه پر کاري شرایطو برابرو کسانو څخه څلور نیم میلیونه یې وزګار ګرځي.
د افتخاري په وینا، بېکارۍ په افغاني ټولنه کې ډېرې ستونزې زېږولي دي، ځکه ډېر شمېر ځوانان چې دلته کار ورته پیدا نه شي پر قاچاقي لارو بهر ته ځي.
د بې کارۍ له امله هر کال زرګونه ځوانان په ناقانونه لارو له هېواده بهر ځي چې منزل ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
روان کال په افغانستان کې د بې کارۍ تر ټولو بد کال ګڼل شوی دی.
په دغه کال کې د نړیوالو ځواکونو وتلو، د امنیتي تړون ځنډېدو او ټاکنو پروسې اوږېدو پر کاروبار او اقتصاد ناوړه اغېز وکړ.
خلک او خصوصي سکتور له نوي حکومت څخه تمه لري چې په هېواد کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
سرچينه: هميانۍ