دبدو ورځو انتظار وکړئ


(Wait for the bad days to come)
د افغانستان د انتخاباتو د کړکیچ په درشل کی می د ناټو یو لوړپوړی چارواکی د هیواد څخه بهر د یوه سفر په ترڅ کی په ناګهانه توګه ولید او را څخه یی وبوښتل د کوم ځای یی؟ ما ځواب ورکړ د افغانستان، نو سمدلاسه یی راته وویل تاسی باید نوي ولسمشر معرفی کړئ، ما ورته وویل چی د انتخاباتو کړکیج زموږ د ولس نیمګړتیا نه ده ځکه موږ د دیموکراسۍ د اصولو پر بنا په پراخه توګه خپله رایه په سختو شرایطو کی ورکړه او اکثریت ګټونکی هم معلوم شو ولی دا ...چی بایلونکی ډله د ځورواکۍ زاړه خوبونه اوس هم ګوری د دیموکراسۍ اصول نه منی نو تاسو باید د دغی پدیدی د موسیسینو په توګه د دیموکراتیک روند ملاتړ وکړئ. سړی نه یوه کړه او نه بله او راته یی وویل چی د بدو وروځو انتظار وکړئ
Wait for the bad days to come.
وروسته مو ولیدل چی د ملی وحدت حکومت چی دواړه خواوي په کی متساوي او موازی قدرت لری جوړ شو او ورځ په ورځ په هیواد کی امنیتی ستونزی او سیاسی اختلافات ډیریږی. جالبه ده دغرب دیموکراسی د غرب لپاره سیاسی ثبات، استقرار او پیشرفت راوړی ولی موږ ته یی د بی اتفاقئ، د نامنی او د وینو د تویولو وسیله جوړه کړیده، دا د لوړي کچی لوبه ده چی قربانی یی زموږ بی ګناه، متدین او میړنی ولس دی.
ګورئ، د حل لاره یی دا ده چی سره متحد او باتقوی شو، خبل مسولیت پخپله واخلو، په دی ولس او وطن لږ زړه و دردو او د دی ولس د خواخوږوسره اوږه په اوږه په صادقانه توګه کار وکړو.
و ما علینا الا البلاغ