زه ليونی يم او لمن زما له کاڼو ډکه
زه هرې خواکې لېوني لټوم
غواړم د خپل لمن په کاڼو لېوني وولم
خو خدای دپاره راته ووايۍ چې څه شول
-چېرته ولاړل-
هاغه زموږ د کلي کور لېوني؟
چې مو مالت ورسره ښه ښکارېده
څيرې ګرېوان هغه سر تور لېوني
هغه دټنګ لېوني
ها ټکور لېوني
چې ورپسې دلېونو لښکر ول
ها د ډوډۍ ها د کالي هغه د کور لېوني
ها لېوني لټوم
کوم چې دخپل له کور او کلي څخه
کوم چې د خپل دماشومتوب او لېونتوب دنيا نه
کوم چې د خپلو لېوني همزولو
ها دخاپوړو خاطرې هېڅ هېرولای نشي
ها لېوني يادوم
هغه د مينې په اوبو کې پرېولل شوي
او په ژوند باندې مين
هغه د ژوند او ملګرتوب لېوني
تاسې پوهېږۍ څنګه ووتل خواره واره شول؟
د خپل د ژوند پر جنازو ووتل سپور لېوني
زه نو اوس هغه لېوني لټوم
غواړم د خپل لمن په کاڼو سره ويې ولم
ما چې دخپلو رڼو اوښکو په هيندارو کې کتلو ورته
ما د هغوی راڼه راڼه مخونو رنګ هېر کړی
غواړم چې مات ورته سرونه کړم په کاڼو سره
کوم چې کوکيو ته د کلي دباغچو
دوچکاليو په موسم کې څڅول د خپل دزړه دوينو څاڅکي څاڅکي
پوهېږۍ ؟ولې غواړم ويې ولم په کاڼو باندې
قسم په خدای ما دهغوې د وينو رنګ هېر کړی
زه لېونی يم لېوني لټوم
غواړم چې تشه کړم لمنه پرې له کاڼو څخه.
ای اې
ږيره خره يېلې ملا
زه خو تا پېژنم چې ته هم لېونی وې
لېونی وې زنځيري لېونی
تا پر اوږو نه وو بارکړي د اسمان د سپينو ستوريو کاروان؟
تا د لمرونو د رڼاوو نه امېل ځانته جوړ کړی نه وو؟
تا هره ورځ هر مازيګرد ها څپانده سين ساحل کې
دشنو اوبو په شنه هينداره کې دلمر د پرېوتلو
نندارې نندارې هېرې کړلې؟
هغه شېبې له تانه هېرې شولې؟
چې د سپوږمۍ له نوره ډک امسا په لاس
دماښام ستوري بدرګی ته تللې؟
ځان درته څنګه اوس په سده ښکاري؟
ستا پر لاسونو اوپر پښودلېونتوب د زنځيرونو او کړيو نښانې هر څوک له ورایه ويني.
اسمان ته وګوره د خدای په نامه يو ستوری يې نشته په لمنه کې چې ويې نازوي.
اسمان بې ستوری او دلمر درڼا مخ د تورورېځو پاغوندو پوښلي
تا چېرته پرېښود ها دستورو کاروان؟
د رڼاګانو وږي لمر له تانه پور غواړي
هغه دې چېرته ايښي؟
نه نه
زه په دې کاڼو باندې تا نه ولم
زه په دې کاڼو باندې ځان ولمه
ځان ولمه
او هغه ځان چې هغه ته وې
هغه زما دکوروکلي د شنو ونو دشنو څانګو دماښام ماښام چڼچڼې
لکه د باز او د شهباز ښکاريان.
نه نه! زه پدې کاڼو باند تا نه ولم
ته خو رښتيا هم لېونی زموږ دکلي نه يې
تا هغه کلی اوس هېر کړی ولې تا وولم؟
ته نور دې کلي ته پردی پردی يې
دا څه عادي او څه دغرونو يا سيندونو له تلونو را ټول شوي کاڼې نه دي چې ستا سر پرې مات کړم
دا ټول شوکاڼي دي په شپو شبو راڼاګانې کوي
زه ددې کاڼو په رڼا د لېنو تر کلي لاروباسم.
فاروق فردا
مسکو۲۰۰۹
وروستي