ښه شخصیت چاته ویلی سو؟

 
ښه شخصیت چاته ویلی سو؟
څنګه کولی سو مثبت شخصیت ولرو؟
موږ ټول غواړو چي د موافقه شخصیت خاوندان سو اما ولې بیا منفي لورې ته ځو؟
دا هغه پوښتني دي چې د هر روڼ اندې په ذهن کي ګرځي،
مخکې ددې نه چي پورته پوښتنو ته ځواب ووایم اول غواړم پر شخصیت باندې یو څه خبري وکړم چې شخصیت څه ته وایې!
عموماً انسانان د شخصیت له نظره دوه ډوله دي منفي او مثبت،
هغه څوک چې مثبت انده دي هغوی ته په چاپيريال کې موجود شیان ټول ښه معلومېږي حتی هڅه کوي چې بدو شیانو ته هم په ښه سترګه وګوري ځکه ذهنونه یې هم مثبت دي د انسان شخصیت د هغه په ذهن پورې تړلی دی،
ذهن د انسان په جود کې هغه ستر قوت دی چي جنت په دوږخ او دوږخ په جنت باندې را اړوي، مثبت خلګ له هر څه څخه خوند اخلي هر شی ارزښتمند ورته ښکاري د هر شي په ارزښت پوهېږي،
دوی تل مثبت خلګ ځان ته جذبوي د هر چا په زړه کې خوږ وي.
او بل هم منفي شخصیتونه دي د هغوی هغه ټول افکار منفي د هر شي منفي اړخ څېړي دوی تل پريشانه او یو ډول ډار او اضطراب سره مخامخ وي د خلګو ښېګڼه هم بده ورته ښکاري او داسي فکر کوي تل ددوی سره جفا کېږي،
له هيچا څخه خوښي نه کوي که څوک ښه هم ورسره وکړي دده په ذهن کې یو ډول ډار وي چې دا ولې زما سره ښه کوي داسي نه وي زما مال له ما څخه واخلي یا دا خو به څه بد مطلب نه لري...
خپل ژوند یې ځان باندې سور کړی وي له ژوند څخه خوند نه سي اخېستلی
ددوي د تفکر طریقه هم منفي ګرځیدلې وي کله چې یې د حال او احوال ترې وپوښتې؟
ځواب به یې داسې وي: نن خو ښه یم روغ یم اما شاید صبا مې حال خراب وي!
ددوی څهرې هم تل تښتېدلې معلومېږي
کوم دوږخ چې يې ځان ته جوړ کړی دی ته به وايي د هغه د غوټه کېدو څخه خوند اخلي،
د هر یوه مثبت پر وړاندي یو منفي شخصیت هم سته نو دا دواړه ماته لازم وو چې درته تشریح یې کړم تر څو تاسي قضاوت وکړئ کوم یو ښه دی او کوم یو انتخابوئ
اوس ستاسي خوښه ده کوم شخصیت د ځان لپاره غوره ګڼئ که د خپل منفي افکارو نه په تنګ یاست نو په لږ کوشش سره د ځان لپاره مثبت شخصیت انتخاب کړئ.
د مثبت شخصیت لپاره څو ټکي باید په پام کې ونیسئ
یو خو د انسان شخصي او درونى احساس دی لکه: نیت، د زړه پاکوالی، صداقت، ځان باندې اعتماد، د یو هدفمند ژوند لپاره تصمیم نېول او داسې نور... دي چې باید اصلاح سي که نه نو بیا ناممکنه ده
بل هم باید د خلګو په زړونو کې ځای پیدا کړو څومره ښه چې یو ښه او محبوب شخصیت ولرو له حسد او کېنو نه پاکه رویه ولرو ټولنې ته د پام وړ وګرځو او تر ټولو ښه بیا داده: الله ج ته ځان محبوب کړو که غوارئ الله ج ته ځان محبوب کړئ نو د هغه سره مینه وکړئ،
باتقوا او پرهيزگاره اوسئ الله تعالی سم وپېژنوځان وپېژنو چي موږ د څه لپاره را استول سوي یو د الله ج د شناخت لپاره «د هغه پو کایناتو باندې تفکر کول دي»
بل هر یو باید ځان ته متوجه سي اول ځان سم کړو الله ج موږ ته ځواک او توان راکړي دي نو لازمه ده په مثبته لاره کې ترې ګټه واخلو احساس د مسولیت وکړو تولنې ته د خدمت جوګه سو پوهه او علم حاصل کړو دا ټول په شخصیت جوړولو کې مهم رول لري
اوس جوته سوه چې کله یو انسان ته خدای پاک یو نعمت چې هغه ځواک، توان او پوهه ده ورکړې وي ددې ترڅنګ دا مسولیت هم ورته متوجه دی چې ددغه ځواک او توان د استعمال او مصرف پوښتنه هم ورڅخه کيږي نو بيا د انسان ذهن خپله مثبت اړخ ته گرځي.
انسان یو د تغیر وړ مخلوق دی فقط زموږ هغه درونې احساسات باید کنټرول او مثبت خوا ته یې متوجه کړو
د مثبت شخصیت تر ټولو ښه غوره والی دا دی: هر څه چې مو لاس کې دي با ازښته وګڼئ مینه وکړئ پر هر هغه کار چې مو انجام کړی وي مه پښېمانه کېږئ بلکې درس ځنې واخلئ.
لنډه دا چې د پورتنیو پوښتنو په ځواب کې همدوره وایم چې: ژوند وکړه، خپل فکر په کار واچوه، له ژوند څخه خوند واخله، مینه ورکړه، خپل تصمیم په خپله نېسه بيا شخصيت خپله مثبت خوا ته تمايل كوي. لکه څنګه چې انګرېزي کې وایې «be positive and positive things will happen »
نو خوشبین اوسیدل مثبت تفکر کول د مثبت شخصیت عمده او اساسي ټکي دي.
هیله ده له دي څو ټکو څخه لږ ګټه واخلئ او ځان باندې یې عملي کړئ
ستاسې د بریا په هیله!