
دې ډول سوالونو ته ډيرو دينو عالمانو، روشنفکرانو او ارواه پيژندونکو ځوابونه ويلي دي خو بيا هم انسان سره تل دا سوال په ذهن کې وي. چې، ژوند څه دی؟ موږ دې څه لپاره ژوند کوو؟ موږ څوک یو؟ ولې موږ دلته یو؟ دلته موږ لپاره څه دي؟ ژوند نه هدف څه دی؟ ژوند څه ګټه لري؟ اپلاتون وایي: ژوند زده کړې لپاره دی او هر انسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي او همداشان بايد په ټولنه کې تر ټولو ښه اوسيږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی.ارستو وايې: د ژوند په اړه فکر کول يو ټولنيز علم دی نه خاص لکه د رياضي چې په فرمولونو سره ثابت کيدای شي، دی وايې چې، د ژوند علم ټولنيز دی او هر څوک ورته د بيلا بيلو اړخونو ګوري او د ژوند مانا اخلي.دی وايې چې انسان کولای شی په دينې مطالعې سره ښه واوسي، اويا هم خپل وخت پر تفريح تیر کړي او هر انسان چې کار کوي بايد داسې کار وکړي چې پايله يې ښه وي ځکه ژوند هم ښه دی او مانا يې هغه کسان چې په ټولنه کې ښه کوي تر لاسه کولی شي.
د کلبيون ټولنه وايې: د ژوند څخه هدف تقوا او پرهيزګاري ده له طبيعت سره . او همداشان په ټولنه کې د ښو او بدو خبرو څخه اغيزمن کيدل چې کولی شي د انسان ژوند منفي او يا هم مثبت لوري ته بوځي.
داکتر علی شریعتي وایي: که ژوند خندا ده، ولې ژاړو؟ که ژړا ده، ولې خاندو؟ که مړينه ده، ولې ژوند کوو؟ که ژوند دی، ولې مړو؟ که مینه ده، ولې نه رسو؟ او که مینه نه ده ولې مین کیږو؟
په هر حال موږ ژوند ته یو ټاکلی تعریف نه شو کولای ځکه هر څوک ژوند له خپلې هندارې څخه ګوري.
ژوند یو ډرامه ده، چې هر څوک راځي ستیژ پر سر خپل تمثیل کوي څوک کم او څوک زیات خو بلاخره ځي.که چا دا تمثیل په ښه ډول تر سره کړ نو هغه به تل بریالی وي.
ژوند روانې اوبه دي، چې بیرته نه راګرځي او هر څومره چې ځي د انسان عمر کموي نو انسان باید هڅه وکړي د اغزو پر ځای ګلان وکري چې خوشبو یې د نورو مشام ته ورسي.
ژوند د الله (ج) له طرفه تر ټولو لویه ډالۍ ده، چې موږ ته یې د ځان پیژندنې لپاره راکړې ده.
ژوند یو هدف دی چې هغې ته د رسیدو لپاره هر ډول خنډونو سره مخامخ کیږو خو موفق انسان ټولې ستونزې تر شا کوي او خپل هدف ته رسي. ځینې کسان پاک او لوی هدفونه لري، او دا هغه کسان دې چې وروسته له مرګ به یې هم خلک یادوي.
ژوند د سندرغاړو سندرې دي، چې هر سندرغاړی په خپل وار سره وایي.
ژوند مینه ده، هغه مینه چې هر څوک یې د خپلو سترګو ګوري، څوک یې د پلار او مور په څیره، څوک یې طبیعت ښکلا کې، څوک یې اولاد په څیره کې او څوک یې هم د یو ګل په ورکولو سره د یو چا په سترګو کې ګوري.