دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغيز (۱۲)

۴-دفحاشۍ  دمخنيوي  لارې  چارې :
هر هغه کار  چې د تمدن له پاره زیانمن وي دهغې د بندلولو له پاره یوازې دا  بسنه  نه کوي  چې هغه یوازې په قانوني توګه  جرم  و ګرځول شی او سزا ور ته و ټاکل شي بلکه ښایي د دې  تر څنګ  دغه لاندې څلور تدبیرونه  هم  باید تر لاس  لاندې و نیول  شي .
·        باید د ښوونې او  روزنې  له لارې    د وګړو ذهنیت سهي کړاې شي او  دهغوې د نفسونو دومره اصلاح وکړاې شي  چې هغوې په خپله ددې  قبیح  عمل څخه کرکه وکړي او ګناه  یې و بولي او اخلاق  او وجدان یې ددې ګناه  د ارتکاب  څخه منه کړي
·        ټولنیز اخلاق او عمومی راې او فکر ددې ګناه او ددې  جرم  په خلاف دومره را وپارول شی  چې  عام وګړي  هغه یو عیبجن او د شرم وړ کار و ګڼي او   کوونکې ته  یې  د کرکې  اونفرت په  سترګو وکتل  شي    تر څو هغه وګړي  چې روزنه یې نامکمله وي یا یې اخلاقی وجدان کمزورې وي   د عمومي راې د ځواک  له لارې ددې  جرم  د ارتکاب  نه منه   شی .
·        په ټولنیز نظام کې باید ټول هغه وسایل او اسباب  له منځه یوړل شی  چې د جنسي  جذباتو  پاروونکې او د زنا  په لور  هڅوونکي وي او تر څنګ  یې هغه  اسباب  هم   دامکان  تر پولو پورې  لرې کړل شی  چې وګړي په دغه فعل  کولو  مجبوروي .
·        په تمدني نظام کې داسې  بندیزونه او ستونزې را پیداکړل  شي چې که چیرې کوم  وګړې  دداسې عمل د ارتکاب  نیت هم وکړي نو په اسانۍ سره یې و نه شی کولاې .
دا څلور  داسې تدبیرونه  دې  چې   په صحت او ضرورت  باندې   یی عقل  ګواهي ورکوي .
فطرت دهمدې  غوښتنه  کوي او د ټولې  نړۍ  تعامل هم همدغه دې  چې د ټولنې قانون   چې کوم شیان  جرم  وګڼي دهغې د مخنیوي په خاطر د تعزیر تر څنګ ددغه څلورو تد بیرونو استعمال هم اړین ګڼل کیږي  . اوس که  چیرې  دا مسلمه  وې  چې د جنسي  اړیکو خپریدل د تمدن  له پاره مهلک او تباه کونکی  وي او د ټولنې په خلاف د یو ستر جرم  حیثیت  لری نو حتما به دا هم و منل شی  چې دهغې د مخنیوې له پاره د سزا   تر څنګ  د ټولو هغه اصلاحي او مخنیوې کوونکې تدبیرونو استعمالول  اړین دې  کوم  چې  پورته  یاد کړل  شو . ددې  له پاره د وګړو تر بیه  هم ضروري ده او عامه افکار هم دهغې  د ممانعت  له پاره باید  تیار کړل شی، دتمدن  ددایرې څخه د ټولو هغه شیانو ویستل په کار دي  چې  د وګړو  شهواني  جذبات  را پاروي ، د ټولنیز نظام نه هم د ټولو هغه بندیزونو لرې کول په کار دي  چې د نکاح  له پاره ستونزی  پیدا کوي او د ښځو او سړو په اړیکو کې داسې بندیزونه  لګول  په کار دي  چې که  چیرې  هغوې د ازدواج  ددایرې نه بهر د  جنسي اړیکو د ټینګولو په لور میلان هم ولري  نو دهغوې په لاره کې ډیر خنډونه حائل شی . زنا د یو جرم او ګناه  په څیر د منلو وروسته هیڅ د عقل  خاوند  به ددغه تدابیرو پر خلاف یو لفظ  هم و نه شی و یلاې .
ځیني وګړي  دغه ټول اخلاقی او ټولنیز اصول  مني    دکومو  په بنسټ  چې زنا  یوه ګناه منل شوې خو هغوې په دې اصرار کوي  چې دهغې په خلاف د  جزایي او انسدادي تدبیرونو دکار ولو پر ځاې یوازې  اصلاحي تدبیرونو  اختیارولو باندې  اکتفا  په کار ده ، هغوې وایې  چې د ښوونې او روزني په  واسطه  په خلکو کې دومره  داخلي   احساس ، دهغوې په ضمیر کې دومره  ځواک او دهغوې په اخلاقي وجدان  کې دومره زور پیدا کړل شی  چې هغوې  په خپله ددې ګناه  څخه منه  شي . او که نه د نفس د اصلاح  پر ځاې د تعزیرې  او انسدادي تدبیرونو  اختیارولو  معنې داده  چې تاسې  د سړو سره د کوچنیو  په څیر سلوک کوئ ،بلکه  د انسانیت توهین او سپکاوې کوئ . مونږ هم دهغوې دغه وینا تر دې حده  پورې منو  چې د انسانیت  د اصلاح  له پاره تر ټولو غوره او  بهتره لار هماغه  ده  چې هغوې  یې بیانوې . د تهذیب  هدف  همدغه  دې  چې  د وګړو په باطن کې  داسې ځواک را پیدا کړاې شي  چې د هغې په واسطه  هغوې د ټولنې د قوانینو  درنښت  او احترام و کړی  او په خپله د هغوې  خپل  ضمیر هغوې د  اخلاقي قوانینو له مخالفت څخه منه کړی . په  دې اساس  دوګړو په  ښوونه او روزنه  ډیر وخت مصرفیږي  خو ایا په واقعی  توګه تهذیب خپل دې موخې  ته رسیدلې شي ؟  ایا په حقیقت کې د ښوونې او  اخلاقی  روزنې د وسایلو په واسطه وګړي  دومره مهذب  شوې دې  چې د هغوې په باطن  باندې پوره باور  وشي او د ټولنیز نظام د ساتنې په خاطر په  بهر کې هیڅ  ډول تعزیرې اومنه کونکې تدبیرونوته  اړتیا نه   وې پاته ؟  پخوانې وخت  پریږدئ کوم  ته  چې  تاسې تیاره  زمانه وایې   دغه شلمه پیړۍ، دغه منوره پیړۍ ، ستاسې تر مخ  ده  .  اروپا او  امریکا ته  چې  تر ټولو زیات مهذب او پر مخ  تللې هیوادونه دي ځیر شئ دکومو  چې  هر وګړې  تعلیم  یافته دې او  دخپلو  وګړو په لوړې  روزنې  فخر کوي ایا هلته  روزنې او دنفس  اصلاح  د جرایمو او قانون  ماتونې  څخه مخنیوې کړې دې؟ایا هلته  غلا نه کیږي ؟  ډاکې نه اچولې کیږی؟   قتل  منه کیږي  ؟  د جعل کارۍ او فریب  ، ظلم او فساد پیښې نه پیښیږي ؟  ایا هلته  په وګړو  کې د اخلاقي مسؤلیتونو  احساس دومره لوړ شوې  چې اوس  دهغې سره د کوچنیانو  په څیر  سلوک و نه کړائ شي ؟  نو که  چیرې  واقعیت دغسې نه وي  که   چیرې  په دغه  روښانو وختونو کې  هم د ټولنې نظم  او قانون  یوازې د وګړو  اخلاقي وجدان  ته نشې پریښوول کیداې که  چیرې  اوس هم په هر ځاې کې د انسانیت  سپکاوې په دې کیږی  چې  د  جرایمو د مخنیوې له  پاره د  تعزیرې  او انسدادې قوانینو دواړه ډوله  تدبیرونه  استعمالیږی نو بیا به څه علت وی  چې یوازې د جننسې  اړیکو  په هکله تاسې ته  دغه «توهین » د زغم وړ  نه وې .  یوازې  په  دغه  معامله کې   ولې هغه  دکوچنیانو  سره د «سترو»  په څیر  سلوک  کولو باندې تاسې دومره زیات  اصرار کوئ . لږ څه فکر وکړئ او  ووینئ  چې  چیرې  ستاسې په زړونو کې خو  کوم غل  پټ  نه دې ؟ 
ویل کیږي  چې کوم  شیان  چې تاسې شهوانی محرکات  ګڼئ او دتمدن  د دایرې  څخه یې  باسئ هغه خو ټول د فن  (Art)  جمال  او ذوق   روح دې . دهغې په ویستلو سره  به  په انساني  ژوند کې د ظرفیت  چینه وچه شی  په دې خاطر د تمدن  ساتنه  او د ټولنې اصلاح   چې په  هر ترتیب کول وي داسې یې وکړئ  چې  لطیفه فنونو او د جمال  ذوق  ته په کې زیان  و نه رسیږي .
مونږ هم ددې وګړو  نظر   سره تر دې ځایه پورې  اتفاق کووو چې  (Art)  او د  جمال  ذوق  په حقیقت کې ارزښتناکه شیان دي  چې دهغې ساتنه  بلکه  پر مختګ  ته یې اړتیا ده  خو د   ټولنې  ژوند اوټولنیز ه کامیابي  د هغې  څخه  ډیر  ارزښتناک  شې دې  چې د فن او  جمال     Art  په لار کې نه شې  قربانیداې  که  چیرې   فن او  جمال  وده کول  غواړی  باید  داسې  لاره غوره کړي  چې د عامې  ټولنې د ښیګړو  سره همغږی وي.   هر هغه فن او  جمال  چې ټولنه دخوشحالۍ او نجات  په ځاې د فساد او هلاکت په  لور وړې  هغې ته په ټولنه کې د ودې  کولو   اجازه نه شي ورکول  کیداې .
دا زمونږه   وګړیز او یا کورنې لید  نه  دې   بلکه همدغه  دعقل او فطرت  غوښتنه ده . ټوله نړۍ د غه اصولاً  مني او عمل پرې  هم کوي.  هغه شیان  چې په  نړۍ کې  د ټولنیز  ژوند دتباه  کیدو  او د فساد  عوامل ګڼل  کیږی هغه  هیڅکله هم  د فن (Art)او ذوق  جمال  په  نومونو  نه  شې  زغمل کیداې دمثال  په  توګه  هغه لیکنې  چې د غلا  ، ډاکې ، فتنې ، فساد او قتل په لور احساسات  را پارونکې دي  هغه په  هیڅ  صورت  د هغو د ادبې  ښیګڼو په خاطر  باید  روا ونه ګڼل  شي . په هغه ادب کې  چې د طاعون یا سیل  د ناروغۍ د خپرولو په لور  ترغیب  ورکول  کیږی هغه  په هیڅصورت د زغم وړ نه دې. کومه سینما یا تیاتر  چې د بدامنۍ او بغاوت په  لور  خلک  را بولي هغه ته د نړۍ  هیڅ حکومت  د نمایش  او نندارې  اجازه  نه  ورکوی،  هغه عکسونه  چې د ظلم ، فساد او د شر او شرارت  د جذباتو ښکاروندوې وي  یا په کومو کې  چي  د تسلیم شوو اخلاقي اصولو پولې  له منځه ځې هغه که هر څومره د فن د کمال  نه ډکې وي  هیڅ قانون او هیڅ ټولنه هغه  ته د قدر په سترګه نه شي کتلې ،  د جیب  پرې کولو  فن که   څه هم ډیر لطیف  فن  دې او د لاس د صفایي کمال دې خو هیڅوک   هغه ته د ودې  ورکولو  له پاره تیار نه دې . جعلې  نوټونه ، بنک  چیکونه اود ګڼ شمیر نورو اسنادو په تیارولو کې  بهترین  ذهنونه په پوره مهارت او فن  سره کارکوي خو  هیڅوک  ددې (Art) فن  د پر مختګ او هغه ته د ودې ورکو  له پاره  تیار نه دی . په ټګۍ او دوکه کې انساني  دماغ  څه څه ډول کمالونه ښئ  مګر هیڅ  مهذبه ټولنه دغې کمالونو  ته د قدر په سترګه  نه ګوري. بس دغه اصول په خپل  ځاې مسلم دی  چې   ټولنیز  ژوند ، دهغې امن ، دهغې ښیګڼې او ګټې  دهر لطیف  فن او  د جمال د هر ذوق  څخه  ډیر  ارزښتناکه دی .  او په  هیڅ  ارټ (Art)  یا  فن باندې  قربانیداې نه شي . البته په هغه څه کې  چې  اختلاف  دې هغه دادې   چې  مونږ یو شې د ټولنیز ژوند له پاره زیانمن بولوخونور    داسې نه کوي ، که  چیرې  په دې هکله دهغوې  فکر هم همداسې  شي لکه زمونږ  چې  دې  نو هغوې  به  هم په  (Art)  فن  او دجمال په ذوق  باندې  د همغسې بندیزونو د لګولو اړتیا محسوس کړي  لکه مونږ یې  چې محسوسو.
دا هم ویل کیږی  چې د ناروا  جنسې اړیکو  د مخنیوي  له پاره د سړو او ښځو تر منځ  خنډونه  واقع کول  او په  ټولنه کې دهغوې پر ازادانه  اختلاط  باندې  بندیزونه  لګول دهغوې پر  اخلاقو او دهغوې په سیرت باندې د حملې کولو په معنې  دي . ددې نه دا په  ډاګه کیږی  چې  ګویا ټول وګړي بد اخلاقه  شوې دې . او دا چې  دداسې بندیزونو  لګونکو ته  خو  نه  په خپلو ښځو باور  شته او نه په خپلو نارینه و .   خبره خو ډیره معقوله ده ، را ځئ  چې د استدلال  په همدغه  طریقه  لږ څه  و غږیږو . چې  هرې  دروازې ته قلف ور اچول  کیږي   دا کار ددې  اعلان  مترادف  دې  چې  ګویا ددې کور مالک  د ټولې نړۍ خلکو ته د غلو  په  نظر ګوري . همدا  راز دهر پولیس  موجودیت ددې ګواهي ورکوي  چې  حکومت  خپل  ټول رعایا و ته  د بد معاشانو به سترګو کتلي ، هغه اسناد  چې په راکړې ورکړې کې لیکل کیږی هغه ددې  خبرې دلیل  دې  چي یو اړخ   بل  اړخ ته دخائن په سترګو ګوری .   د جرایمو د ارتکاب  دمخنیوي  له پاره  چې  هر تدبیر نیول کیږی د هغې په وجود  کې دا مفهوم  شامل دې  چې  ټول  هغه  په  امکانی  توګه مجرمین  ګڼلې  شوې  په کومو  چې ددې  تدبیرونو  اغیز  شوې  وي  .  د همدې داستدلال  له مخې تاسې هر وخت غله ، بد معاشه، خائن ، د شکمن  چال چلند خاوندان یاست،  خو ستاسې  عزت النفس ته  هیڅ  زیان  نه دې رسیدلې ، نو بیا څه سبب دې  چې یواځې په دې  یوه معامله کې ستاسی احساسا ت دومره نازکه  شوې دي ؟ 
اصل خبره هماغه ده  چې مونږ  ورته اشاره وکړه ، دکومو خلکو په ذهن کې  چې د پخوانیو  اخلاقی افکارو لږ  څه اغیز  پاته وي هغوې که څه هم زنا او  جنسي خپل سري بده ګڼي  مګر دومره ډیره یې بده نه ګڼی  چې دهغې  د مخنیوي  له  پاره یو کلک  قدم واخلي ، په همدې خاطر د اصلاح او د بدیو  څخه   دمخنیوې  دتدبیرونو  په اړه  زمونږ  او دهغوې په نظر کې اختلاف  دې . که  چیرې  د  فطرت  حقایق  په مکمله توګه  هغوې ته را څرګند شی او هغوې  په دغه خبره  په مکمله  توګه   پوهه تر لاسه   کړي نو  هغوې به بیا حتما زمونږ   سره په دې هکله هم نظري شي  چې  انسان  چې ترڅو انسان دې او تر څو  پورې  چې  په هغې کې دحیوانیت  عنصر موجود  دې تر هغې وخته پورې هیڅ داسې  تمدن  چې د وګړو د غوښتنو او دهغوې د لطف اولذت نه پورته ورته  د ټولنیز ژوند ښیګڼې او ګټې   ارزښت ولري نو بیا ددغه  ډول  تدبیرونو  څخه  غافل  نه شي  پاته کیداې .
پاته په دریارلسمه برخه کې ولولئ..