دخوب تعبير

بېګاه مې خوب کې وليد چې يو غر ونړېد ه
پوه نه شوم چې پامير وکه سپين غر ونړېده
لېده مې چې ورو ورو له پاسه لاندې خوځېده به
په شنو ونو پوښلې اوچت سر ونړېده
په ډېرو زلزلو او توپانونو کې روغ پاتې
کتل مې چې په خپل زور او لنګر ونړېده
سبا چا راته وويل چې روهي صاحب وفات شوی
يوغر مو دادب او دهنر ونړېده
مسکو ، 28.05.1996