ذبيح الله مجاهدته پرانيستی ليک


داسلامي امارت وياندښاغلی ذبيح الله مجاهدصاحب!السلام عليکم ورحمة الله
وبرکاته وبعد:په دې هيله چې دصحت اوعافيت جامې په تن ولرې.
ښاغلی مجاهدصاحب!غواړم چې ديوې خاصي موضوع په اړه درسره خپل نظرشريک کړم
اوله تاسوپه ډېراحترام اودرنښت هيله کوم چې ځواب راته راکړئ!
تاسوپه خپله تازه اعلاميه کې چې دملي امنيت دوياندحسيب صديقي خبروته موپه غبرگون کې خپره کړې ده ليکلي  چې ملامحمدعمرمجاهدژوندی دی اودملي امنيت
داادعاءچې ملاصاحب يې وفات سوی بللی دی په کلکوټکوموردکړې ده.
ښاغلی مجاهده!که ملامحمدعمرمجاهدژوندی وي نوبايدچې تاسويې دژوندپه اړه ثبوت وړاندي کړئ!
اوثبوت ډېراسان کاردی،عاليقدراميرالمومنين صاحب دي داوسنيوحالاتوپه اړهصوتي پيغام رسنيوته ولېږي،ټولوته به جوته سي چې دی ژوندی دی.
په دې کارسره به نه يوازي داچې دتبليغاتومخه ډب سي بلکې دامارتدخواخوږواندېښنې به هم له منځه لاړي شي.
که داسي ثبوت نه پېښوۍ نوفکرکوم چې ورځ په ورځ دغسي اندېښنې دخلگوسرهزياتېږي اواوس نږدې ټول اولس په دې اړه شکمن دی.
ددې شکمن حالت دوام به کېدای سي نوري هم ناسمي اومنفي اغيزي ولري.
که لوی ملاصاحب مړسوی وي نوبيارسمي اعلان وکړئ چې فلانۍ دامارت نوی اميردی.
په دې سره به جوته سي چې دطالبانومشرفلانی دی.
په دې هيله چې خبري ته مي غوږونيسې!
والسلام
په درنښت:
ستاسوورور:محمداسماعيل حنفي