خوست: د يوشمېرمدني ټولنو ترمنځ هوكړه وشوه چې له دولت سره به د ستونزو په حل كې مرسته كوي

 
په خوست ولايت كې د يوشمېرمدني ټولنو ترمنځ هوكړه وشوه چې له دولت سره به د ستونزو په حل كې مرسته كوي، دوى وايي چې ستونزو ته د هواري لپاره يې په څه د پاسه لس ميليونه افغانۍ بېلابېل ډول ماشينونه او نور وسايل اخيستي دي، دغه مدني بنسټونه وايي چې دغه حركت ته به ترهغې دوام وركوي چې په ښار او نږدې سيمو كې شته ځيني شته ستونزې له منځه يوسي.  
په خوست ولايت كې د مدني ټولنې استازي وايي چې په ښار او نږدې سيموكې به د مدني حركت له لارې داسې پلانونه او پروګرامونه طرحه او عملي كړي چې هيواد والوته به په دوه زره  پنځلسم كال كې خوست د هيواد په كچه پاك او د هر ډول اسانتياوو لرونكى ښار وښودل شي او د دغوكارونو لپاره يې په څه د پاسه لس ميليونه افغانۍ ډول ډول وسايل رانيولي دي.
دغه بنسټونه وايي چې په كارونو سره به يې ولس او دولت دواړو ته ګټه ورسږي او هم به د نورو هيواد والو لپاره داسې تګلاره جوړه شي چې ګټه يې خلكو ته وي.
په همدې وخت كې د خوست د مجاهدينو شورا مشر له مدني بنسټونو غوښتنه وكړه چې خپلې ژمنې په ريښتاډول عملي كړي او جاري يې وساتي.
د ياده ولوده چې له دې وړاندې هم په خوست كې د مدني بنسټونولخوا ولس ته د خدمت لپاره په وياړ ډول په زرګونو ليتره  وينه وركړل شوې، په وړياډول زده كونكو ته كورسونه جوړ شوي او هم په بېلابېلو سميو كې زرګونه ونې كينولي شوي دي.