پښتونه دغه دې میړانه* چې بدی ته ګړې بار یې زه په اوږو وړمه



نازکې خپلې مور نه د ټيکري پيڅکه نيولې وه
مور يې په دالان کې د جرگې قيصو ته غلې وه
هغه جرگه گی چې پاس له بر کلي راغلې وه
چاود د دريچى نه ښکاريده چې موسَى خان په کونج کې ناست خپله لونگۍ يې سر نه ښکلې وه
د نازکې مور لا وخته نه په زړه کې ويريدلې وه
لايې بيا هم موسى خان ته تمه کړې وه
خو دغې جرگه گۍ دا فيصله لا وخته کړې وه
نازکه د تر بور بدو کې تللۍ وه
دا خبره د نازکې مور په څرک کې له حُجرې نه اوريدلې وه
نه وه دا په ځان بيا پوه همالته په دالان کې رالويدلې وه
نازکه بى خبره لا هما سې ودريدلې وه
بختو ترور له خپل کور رامنډه کړې وه
هغې سره يې ميلمه هم راځغاښتلې وه
د نازکې مور ﻻ هما غسې سړه خوا پريوتلې وه
ميلمه يوځل بختو توړۍ پوښتلې وه
ترورې دا څنگه قيصه وه چې دا پايله يې تر دې کچه ترخه وه؟
بختو داسې ځواب ورکړ
لورې مه کوه پوښتنه
چې زه دې څنګ کړم اگاهنه
جنگ وه د معُمين او ممې خان د زوى
مات شو په کې سر د فتح خان د زوى
بدو کې لورکۍ د موسَى خان لاړه...