فکر وکړئ او شتمن شئ

 
لیکوال: نیپولېین هیل
ژباړن: زمریالی اباسین
 
د ليكوال خبرې
 
د دغه كتاب په هر څپركي كې مې سلګونه هغه كسان د څو كلونو په اوږدو كې تر څېړنې لاندې نيولي او د هغوى رازونه مې راسپړلي چې فوق العاده شتمن دي.
انډريو كارنګي  Andrew Carnegieهغه څوک و، چې كابو نيمه پېړۍ وړاندې يې د دغو رازونو راسپړلو ته زما پام راوګرځاوه. دغې هوښيار سكاټلنډي سپين ږيري په ډېرې بې پروايۍ دا مفكوره هغه مهال زما مغز ته ولېږدوله، چې زه لا هلك وم. تر دې وروسته هغه په داسې حال كې چې پر شونډو یې مسکا خوره وه، پخپله څوكۍ كېناست ماته يې په ځير ځير وكتل او غوښتل يې پدې ځان پوه كړي، چې زه يې د خبرو په ارزښت پوه شوى يم كه نه.
كله چې پوه شو زه يې په مفكوره پوه شوى يم، رانه يې وپوښتل چې د خپل عمر له شلو ډېر کلونه د هغو اسرارو په را برسيره كولو او نړۍ ته د هغو په ښودلو تېر كړم، چې هر سړى وكولى شي، د ژوندانه په اوږدو كې ترې د خپلو ناكاميو د مخنيوي په موخه ګټه پورته كړي.
ما له ښاغلي كارنګي سره هوكړه وكړه او د هغه په همكارۍ مې خپله دغه ژمنه پوره كړه.
په دغه كتاب كې هغه رازونه رانغاړل شوي، چې د ژوندانه په هر ډګر كې زرګونو كسانو تجربه كړي. دا د ښاغلي كارنګي مفكوره وه، څو هغه جادويي فورمول چې د يوه طلايي فرصت په ترڅ كې رامنځته شو، هغو كسانو ته ورسول شي چې د وخت د نه درلودو له امله د نورو د شتمن كېدو راز په څېړنې نشي كولى. دا د هغه هيله وه، چې زه د ژوند په بېلابېلو برخو كې د يو شمېر نارينه وو او ښځو د شتمنېدو تجربې و ارزوم او راز يې را وسپړم. هغه پدې باور و، چې دغه فورمول بايد په ټولو ښوونځيو او پوهنتونونو كې تدريس او دا نظريه رامنځته شي، كه په سمه توګه تدريس شي، په انقلابي ډول به ټول تعليمي سيسټم بدلون ومومي او په ښوونځيو كې د ضايع کېدونکی وخت نيمايي به هم كم شي.
له چارليس ايم. شواب Charles M. Schwab او د هغه په څېر له نورو ځوانانو سره د ښاغلي كارنګي تجربو هغه پدې باوري كړى و، هغه څه چې په ښوونځيو كې تدريس كېږي، د ورځنيو چارو د سمبالښت په برخه كې كم ارزښته دي او له شتمنۍ سره اړخ نه لګوي. هغه ځكه دې پريكړې ته رسېدلى و، چې يو په بل پسې يې ځوانان ازمايلي وو، د دغو ځوانانو په منځ كې يې يو شمېر داسې هم وو چې زده كړې يې تر ښوونځي لوړې نه وې او په هغوى كې يې ددغه فورمول په مرسته د رهبريت يو څه وړتيا هم روزلې وه. پر دې سربېره د ښاغلي كارنګي لارښوونو د دې فرصت هم برابر كړ چې  لارويان يې ترې ګټه پورته كړي.
د ايمان په اړه په څپركي كې به تاسې د امريكا د متحدو ايالتونو د پولاد جوړونې د سترې كمپنۍ د تشكيل عجيبه كيسه ولولئ، چې د يوه زلمي هلك لخوا تاسیس او اداره کېږي. دا ځوان يو له هغو كسانو څخه دى، چې په وسيله يې ښاغلي كارنګي ثابته كړه چې د ده فورمول به د هغو ټولو لپاره ګټور تمام شي، چې ورته تیار دي. د راز همدا يواځنۍ كارونه وه، چې په وسيله يې دغه ځوان چارليس ايم. شواب يو ستر چانس ترلاسه كړ او پر مټ يې فرصت او پيسې دواړه لاس ترلاسه کړل. ښه به وي چې په روښانه توګه ووايو، د ښاغلي كارنګي د فورمول دغه ځانګړى لاروى د شپږ سوه ميليون ډالرو څښتن شو.
دا حقيقت دى او هغه پېښې دي، چې د ښاغلي كارنګي پېژندونكي پرې پوه دي. همدا پېښې به تاسې ته وړ مفكوره دركړي ترڅو پوى شئ، چې ددغه كتاب لوستل تاسې ته څه دركولى شي او پدې به هم پوى شئ، هغه څه چې تاسې يې غواړئ، څه دي.
له شلو كلونو ډېره موده كېږي، چې دغه فورمول په عملي ډګر كې مثبته نتيجه وركړې ده، له سلو زرو ډېرو كسانو (نارينه او ښځينه) دغه راز كشف كړى، هغسې چې ښاغلي کارنګي يې هيله درلوده. ترې یې د خپلو ګټو، ترلاسه كولو په موخه كار اخيستى، ځينو ترې د شتمنېدو په برخه كې كار اخيستى او ځينو نورو يې له بركته په خپلو كورونو كې نظم رامنځته كړى دى. يوه روحاني سړي خو بيا ددغه راز په كشفولو سره هر كال خپل عايد اووه نيم ميليون ډالرو ته لوړ كړى دى.
نور بیا...
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم لوستلی شئ