
ليکوال: نيپولېين هيل
کولی شو دا وېره د ټولنیز او جسمي میراث په توګه ونوموو. دا وېره په اصل کې د زړښت او مرګ له وېرو سره تړاو لري. ځکه چې دغه وېره انسان د هغې ناوړه نړۍ پولو ته رسوي، چې په اړه یې هېڅ نه پوهېږي او یوازې د هغو نا ارامه کوونکو کیسو له امله یې په زړه کې اندېښنې موجودې وي، چې له نورو څخه یې اورېدلې دي. هغه کسان چې له ناروغۍ وېره لري، په اصل کې ډېر وخت د ناروغۍ ښکار کېږي.
په ټولیز ډول، انسان ځکه له ناوړه روغتیايي حالت څخه وېره لري، چې په ذهن کې یې له مرګ څخه وېرې غځونې کړې وي. هغه همدا راز ځکه له ناروغۍ وېریږي، چې د درملنې د لګښتونو په اړه هم اندېښنه کوي.
یو مشهور ډاکټر اټکل کوي، چې کابو ۷۵٪ هغه کسان چې د مسلکي خدماتو تر لاسه کولو په موخه ډاکټرانو ته مراجعه کوي، پر مالیخولیا یا خیالي ناروغۍ اخته دي. څېړنو ښودلې چې په یو کس له یوې ناروغۍ څخه د وېرې له امله د هماغې ناروغۍ نښې نښانې راڅرګندیږي.
تر ټولو پیاوړی قدرت او معجزه د انسان مغز دی. مغز دی چې یو سړی جوړوي یا ورانوي. له ناوړه روغتیايي وضعیت یا ناروغۍ وېره یوازې د درمل پلورونکو او درمل جوړوونکو په ګټه تمامیږي. څو لسیزې مخکې د کولییرز Colliers اوونیزې د دغې انساني غولېدنې په اړه، چې د درملو د سوداګرۍ لپاره یې پراخه زمینه برابره کړه، یو پراخ کمپاین پیل کړ.
د هغو ازماینو په لړ کې چې څو کاله د مخه ترسره شوې، دا خبره په ثبوت رسېدلې، چې د تلقین له لارې خلک ناروغه کېږي. موږ دغه ازموینه د پېښو له قربانیانو سره د لیدنې پر مهال د دریو پوښتنو کوونکو په پام کې نیولو سره ترسره کړه. له دغو دریو کسانو چې له یو بل سره په واټن کې ناست وو، له یوه کس څخه یوازې همدا پوښتنه کوله چې:« ته له څه شي دومره ځورېږې؟ ته ډېر ناروغ ښکارې؟» د لومړني کس په ځواب کې به دغه کس ویل چې:« نه داسې بلکل نده، زه روغ رمټ یم.» د دویم کس د ورته پوښتنې په ځواب کې به ویل چې:« په دقیق ډول نه پوهېږم چې څه ناروغي لرم، خو په ریښتیا، چې ښه احساس نلرم.» درېیم کس ته به ددغه سړي ځواب دا و چې:« په ریښتیا هم ناروغ یم»
که په دې اړه شک لرئ، کولی شئ دا ازموینه په خپل یوه ملګري یا اشنا ترسره کړئ. دا کار به هغه ډېر نا راحته کړي، خو هڅه وکړئ چې ددې ازموینې په برخه کې ډېر پرمخ ولاړ نشئ ځکه چې مقابل لوری به په ریښتیا هم خپله روغتیا له لاسه ورکړي. په دې برخه کې کولی شو له عقیدتي لحاظه د دم او دعا یا تعویزونو په اړه دقت وکړو، چې عاملین یې ترې څومره ګټه پورته کوي.
د موجودو شواهدو په پام کې نیولو سره کولی شو ووایو، چې ځينې وخت ناروغي د منفي انګېزو په وسیله پیلیږي. دغه انګېزې د تلقین په وسیله په ذهن کې د راټوکېدو او له یوه ذهن څخه بل ته د لېږد وړ دي. یو کس چې ډېر هوښیار و، تل به یې ویل:« کله چې له داسې کسانو سره مخ کېږم، چې له ما څخه زما د روغتیایي وضعیت په اړه ډېرې پوښتنې کوي، زړه مې غواړي چې په دا خوله یې په سوک ووهم.»
ځینې ډاکټران خپلو مراجعینو ته توصیه کوي، چې د خپل رواني حالت د بدلون په موخه د یوې مودې لپاره یوه بل ځای ته د تفریح لپاره ولاړ شي او خپل چاپیریال بدل کړي. له ناروغۍ څخه وېره د هر انسان په ذهن کې شته. اندېښنه، وېره، دلسردي، د مینې او کاروبار په چارو کې نهیلي د ناروغۍ د راټوکېدو او ودې لامل ګرځي.
په مینه او کاروبار کې نهیلي د ناوړه روغتیايي وضعیت عمده عوامل دي. یو ځوان د خپلې مینې تر لاسه کولو په برخه کې د نهیلۍ ښکار او په روغتون کې بستري شو. د څو میاشتو لپاره د ژوند او مرګ ترمنځ وتپېده. بالاخره یوه ماهر ډاکټر د هغه درملنه پر غاړه واخیسته. هغه په لومړي سر کې ددې مین زلمي نرسانې بدلې او پر ځای یې یوه ښکلې او جذابه نرسه د هغه د سمبالښت لپاره په کار وګومارله او ورته توصیه یې وکړه، چې د دندې له لومړۍ ورځې هغه ته مینه ورکړي. له دریو اوونیو وروسته دغه ناروغ زلمی له روغتون څخه رخصت شو. که څه هم هغه بیا هم رنځېده خو دا ځل یې علت توپیر درلود. هغه یو ځل بیا مین شوی و. ددغه زلمي درملنه یوه له شوخۍ ډکه دوکه وه، خو د ناروغ او نرسې د واده او ګډ ژوند لامل شوه.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.