د مثبتو احساساتو قدرت

 
ليکوال: نيپولېين هيل 
پیسې د یوې باکرې او شرمناکې نجلۍ په څېر دي. د هغو د ترلاسه کولو لپاره باید کټ مټ هماغه ډول مینه ناکې لارې چارې غوره شي، چې یو هوډمن مین یې د خپلې معشوقې د ترلاسه کولو لپاره غوره کوي. همدا راز په تصادفي ډول، هغه قدرت چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي، کټ مټ هماغه قدرت دی چې یو مین یې د خپلې معشوقې د ترلاسه کولو لپاره کاروي. کله چې دغه قدرت د پیسو د ترلاسه کولو په لار کې کارول کېږي، اړینه ده چې له ایمان سره مخلوط شي. دغه راز باید له لېوالتیا او یوه پلان سره ترکیب شي او له هغه وروسته پلان عملي شي.
لکه له شرشرې چې اوبه لاندې راتوییږي، دغه ډول، پراخه شتمني هم چې راځي په هغه چا راتویېږي چې زېرمه کوي یې. پدې ځای کې هغه ستر او غیر مشهود قدرت وجود لري چې له یوه داسې سیند سره یې تشبیه کولی شو، چې په دوو جلا مسیرونو کې جریان لري. ددغه سیند په یوه مسیر کې پیسې او ثروت جاري دي او په مخالف مسیر کې یې بېوزلي او فقر جریان لري.
هغه کسان چې په پراخه کچه شتمن شوي، د ژوند ددغه سیند پر مفهوم خبر دي. دا سیند د یوه کس د فکر کولو له پروسې څخه تشکیل شوی دی. د ذهن مثبت احساسات ددې سیند هماغه مسیر دی چې شتمني او ثروت له ځانه سره راوړي او بل مسیر یې چې له منفي احساساتو څخه تشکیل شوی، بېوزلي او فقر له ځانه سره راوړي.
دغه تشبیه هغو کسانو ته وړ مفکوره ورکوي، چې د شتمنۍ ترلاسه کولو په موخه دغه کتاب مطالعه کوي.
که تاسې د قدرت د سیند په هغه مسیر کې روان یاست، چې بدبختي او بېوزلي له ځانه سره راوړي، هڅه وکړئ چې له هغه څخه د خپل مسیر په بدلولو کې ګټه پورته کړئ. دغه قدرت له تاسې سره یوازې په هغه صورت کې مرسته کولی شي، چې ترې ګټه واخلئ. یوازې ددې کتاب لوستل او له ځان سره ډول ډول قضاوتونه کول هېڅ ګټه نلري.
شتمني او بېوزلي ډېری وخت له یو بل سره خپل ځایونه بدلوي. یو ټکر یا سقوط نړۍ ته دغه حقیقت ور زده کوي، که څه هم نړۍ یې تر ډېرې مودې په یاد نه ساتي. بېوزلي هر وخت په داوطلبانه ډول دې ته اماده وي چې د شتمنۍ ځای ونیسي. خو شتمني یوازې هغه مهال د بېوزلۍ ځای نیسي چې دقیق او ګټور پلانونه موجود وي. بېوزلي هېڅ ډول پلان او مرستې ته اړتیا نلري، ځکه چې هغه سپین سترګې او بې شرمه ده. خو شتمني بیا شرمناکه او خجالتي ده او یوازې د جذبولو له لارې ترلاسه کېدی شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.